
د روغتيايي تجهيزاتو له کمښت څخه د بدخشان د بهارک ولسوالۍ د اوسېدونکو شکايت
د بدخشان د بهارک ولسوالۍ يوشمېر اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ دولتي روغتون کې د روغتيايي تجهيزاتو او مسلکي پرسونل له کمښت څخه شکايت کوي.د بهارک ولسوالۍ يوې اوسېدونکې سحر وايي، چې د يادې ولسوالۍ ناروغان او ناروغ لرونکي د روغتيايي خدمتونو برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.د نوموړې په وينا: په روغتون کې د روغتيايي تجهيزاتو نشتون له امله خلک له روغتيايي خدمتونو محروم دي.دې وويل: (( زه خپله تللې وم، لکه څنګه چې د روغتون آمر يوه راډيويي پروګرام کې ويلي و، چې د غاښونو برخه فعاله شوې، خو داسې نهوو، يوازې يې نوم راته وليکه او بازار ته یې راجع کړم، بله ستونزه چې موږ لرو، هغه امبولانس دی، ځکه ځينې ناروغان چې ولايتي روغتون ته لېږدول کېږي، يوازې يو امبولانس لري او بل نشته.))د بهارک ولسوالۍ بل اوسېدونکی فيضمحمد وويل: د يادې ولسوالۍ روغتون ناروغانو ته د رسېدنې توان نهلري. نوموړي د بدخشان له مسئولينو غواړي ،چې دې ستونزو ته رسېدنه وکړي.ده وويل: (( د بهارک ولسوالۍ دولتي روغتون کې زموږ مهمه ستونزه، د متخصص ډاکټر نشتون دی او دويمه دا ده ،چې مراجعه کوونکي ډېر دي. کله چې په ډېرو ستونزو روغتون ته راځي، رسېدنه ورته نه کېږي.))د بدخشان د بهارک ولسوالۍ د روغتون مسئولين وايي، چې دوی د عامې روغتيا وزارت له اصولو سره سم فعاليت کوي. دوی زياتوي ،چې له خپلو شته ټولو امکاناتو به استفاده وکړي، څو شپه او ورځ خدمات وړاندې کړي.د بهارک روغتون آمر الله نظر سخي وايي: (( د عامې روغتيا وزارت له پاليسۍ سره سم کار کوو، امبولانس شته. دويم ګام کې درمل شته او زيات هم دي. هغه خدمتونه چې موږ يې خلکو ته وړاندې کوو، ستونزه پهکې نشته، هېڅ ستونزه نهلرو.))