
د روبين اعتراف: د افغانستان اسلامي امارت له ټولو متحد او مضبوط صف دی
روبين ، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخوانی کار کوونکی او د افغانستان د اسلامي امارت او امريـکا ترمنځ په مذاکراتو کې د امريکايي لوري د مذاکراتي ټيم غړی پاتې شوی. ده په ۲۰۲۱م کال کې په يوه مرکه کې اعتراف کړی و، چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو متحد صف دی او له ټولو هڅو سره سره امريکا په دې ونه توانېده، چې د افغان حکـومت د غړو ترمنځ مخالفتونه او نفاق رامنځته کړي. دی وايي، چې آن د طالبانو په ډلو د وېشلو په موخه د سي آی اې يو ميليارد ډالري پروژه هم ناکامه شوه.د افغانستان اسلامي امارت له مشره تر کشره يو له بل سره د عقيدې او فکر مضبوط تړاو لري. د يووالي او اطاعت په معنا له بل هر چا ښه پوهېږي او دا يې په عملي توګه پوره واضح کړې ده. دوی پوهېږي، چې يووالی او وحدت يې د بريا له سترو رازونو دی. همدارنګه د اسلامي امارت هر غړي دا ډېره ښه درک کړې، چې دښمن يې څومره هڅې کړې،چې ويې وېشي او په همدې هيله يې له هېڅ کړنې او هڅې درېغ ونه کړ. د افغانستان اسلامي امارت مبارک صف دې رب تعالی په يووالي او وحدت ښايسته لري او دښمن دې همداسې نامراده او مختوری وي.