دینی لیکنې

د رمضان دریمه او څلورمه ورځ؛ د تاريخ له پاڼو

فاطمة الزهرا رضي الله عنها چې د رسول الله «ص» لور، د حضرت علي رض مېرمن او د حسن رض او حسین رض مور وه، د رسول الله «ص» له رحلت شپږ مياشتې وروسته یې د رمضان په دریمه ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې او د شپې مهال په جنت البقيع هدېره کې خاورو ته وسپارله شوه. ابن کثیر په (البداية والنهاية) کې ليکي، چې هغې د خپل پلار له رحلت وروسته هېڅکله نه دې خندلي او په پلار پسې د ډېر غم له امله به ورو ورو ويلي کیده تر دې چې وفات شوه. رسول الله «ص» ته په ټوله کورنۍ کې ډېره ګرانه وه، کله چې به دا د رسول الله «ص» کور ته راغله، نو رسول الله «ص» به د احترام لپاره ور ولاړ شو، په سر به يې ښکول کړه او په خپل ځای به یې کېنوله.

١- د فاطمة الزهرا رضي الله عنها وفات

فاطمة الزهرا رضي الله عنها چې د رسول الله «ص» لور، د حضرت علي رض مېرمن او د حسن رض او حسین رض مور وه، د رسول الله «ص» له رحلت شپږ مياشتې وروسته یې د رمضان په دریمه ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې او د شپې مهال په جنت البقيع هدېره کې خاورو ته وسپارله شوه. ابن کثیر په (البداية والنهاية) کې ليکي، چې هغې د خپل پلار له رحلت وروسته هېڅکله نه دې خندلي او په پلار پسې د ډېر غم له امله به ورو ورو ويلي کیده تر دې چې وفات شوه. رسول الله «ص» ته په ټوله کورنۍ کې ډېره ګرانه وه، کله چې به دا د رسول الله «ص» کور ته راغله، نو رسول الله «ص» به د احترام لپاره ور ولاړ شو، په سر به يې ښکول کړه او په خپل ځای به یې کېنوله.

٢- د مروان بن حکم مړينه

نوموړی چې ځينو علماوو صحابي بللی، خو ابن سعد د تابعينو له لومړۍ طبقې شمېرلی دی او د دوهم ځل اموي خلافت بنسټګر دى، په ٦٥ هجري کال د رمضان په دریمه نېټه د ٦٣ کلونو په عمر په دمشق کې وفات شو.

٣- د المستنصر بالله خلافت

نوموړی په ٣٠٢ هجري کال په قرطبه کې وزېږيده او د خپل پلار عبدالرحمن الناصر لدېن الله له مړینې وروسته په ٣٥٠هـ کال د رمضان په دریمه نېټه واکمن شو او په ٣٦٦هـ کال وفات شو.

٤- د بلګراد فتحه

د رمضان په دریمه نیټه عثماني سلطان په دې وتوانید چې د بلګراد ښار فتحه کړي چې د مرکزي اروپا مهم مرکز ګڼل کیده او د عثماني خلافت په پوله کې له ټولو قوي قلعه وه، عثمانیانو دا ښار درې ځله محاصره کړی و خو په نيولو يې ونه توانیدو.

د رمضان په څلورمه نېټه

١- د سیف البحر سريه

قريش به له عادت سره سم شام ته د تجارت په موخه تلل او د چوکیدارۍ لپاره به د قريشو زیات شمېر مشران او مخور کسان ورسره مل وو، لاره يې په مدېنه منوره تېره شوې وه، رسول الله «ص» وغوښتل چې له شام څخه مکې معظمې ته په غټ مال او سامان سمبال را روانې تجارتي قافلې ته، چې درې سوه سپرو قريشو يې چوکیداري کوله او مشري یې د أبوجهل پرغاړه وه؛ لاره ورته ونیسي او را ويې ګرځوي، ترڅو د کفارو قوت کمزوری شي، د قافلې ژغورنې ته نور کفار را ووځي او له مشرکینو سره جهاد ته دعوت پیل شي؛ د همدې موخې لپاره يې د هجرت په لومړي کال د رمضان په څلورمه نېټه د خپل تره حمزة بن عبد المطلب رض په رهبري د مهاجرو مجاهدینو دېرش کسيزه ډله وليږله او په لومړي ځل د اسلام سپينه جنډه د أبو مرثد كناز بن الحصين رض په لاس پورته شوه. مخشى بن عمرو الجهني او قوم یې، چې هم د مسلمانانو او هم د کفارو حلیفان وو، تر منځ يې د سولې هڅه وکړه او دواړه لوري بیرته له جګړې پرته خپلو ښارونو ته ستانه شو. یادې سريې مثبت نتایج رامنځته کړل چې له جملې يې؛ د کفارو په زړونو کې ډار پيدا کېدل، تجارت او اقتصاد یې له ګواښ سره مخ کیدل، په مسلمانانو کې جهادې جذبه را ټوکېدل، په ځان باور او په دښمن جرئت پيدا کېدل او داسې نور…

٢- د انطاکیې فتحه

انطاکیه هغه ستر ښار و، چې دوولس میله اوږ دېوال پرې چاپيره و، په دېوال کې ٣٦٠ برجونه جوړ شوي وو، په دغه برجونو کې ٢٠٠٠٠ هغه وړې خونې وې چې لوړ رتبه کسان به پکې کېناستو او په شپه او ورځ کې به ۴٠٠٠ ساتونکو پرې نوبت په نوبت پيرې کولې.

په ٤٩١ هجري کال د صليبيانو لاسته لویدلی و، چې نږدې ١٧٠ کاله يې په قبضه کې و او  د دوو سترو اسلامي رهبرانو صلاح الدین ایوبي رح او نورالدین زنګي رح په لاس هم فتحه نه شو، انطاکیه همداسي پاته وه او د اسلام د يو بل رهبر (ظاهر بیبرس) انتظار یې کاوه تردې چې په ٦٦٦ هجري کال د رمضان په څلورمه نېټه د اسلام تاريخ د يوې سترې بريا او تاريخي ورځې شاهد شو او ياد ښار د نوموړي رهبر په لاس فتحه شو، د تاريخ پوهانو په خبره په دغه فتحه کې څلويښت زره صليبيان ووژل شو او د مسلمانانو هغه مړې هیلې را ژوندۍ شوې چې د انطاکیې په سقوط سره مړې شوې وې.

٣- د روم جګړه

په ٢٦٢هـ د رمضان په څلورمه نېټه بختيار بن بويه د أبي بكر الحنفي رح، أبي الحسن علي بن عيسى الرمَّاني رح  او ابن الدقاق الحنبلي رح په هڅونه سره، د خپل ورور أبي القاسم هبة الله ناصر الدولة بن حمدان په مشرۍ د روميانو پر ضد جګړې ته لښکر ولیږل او سخته جګړه رامنځته شوه، روميانو د تيښتې هڅه وکړه، خو دا چې د دوو غرونو ترمنځ د جګړې ساحه ډېره تنګه وه، دوی په تيښته ونه توانیدو، جګړه تونده شوه او د روميانو مشر «دمستق» ژوندی ونیول شو، په زندان کې واچول شو او په راتلونکي کال کې د ناروغي له امله تر مړينې پورې هملته په زندان کې پاته شو.

٤_ د عثماني خلافت د دویم خلیفه مړینه

سلطان عبدالحمید الثاني رح د سلطان عبدالمجید اول عثماني زوی په ۱۲۵۸ هـ ق کال کې زیږیدلی او په ۱۲۹۳ هـ ق زیږدیز کال کې یې خلافت او د دولت چارې هغه مهال په غاړه واخیستې  چې د داخلي او خارجې فشارونو سره مخامخ و. په کور دننه د سیکولریزم  له خوځښتونو سره مخامخ شو او په بهر کې د روسیې لخوا د دوو پرلپسې جګړو په بڼه ګواښونه را څرګند شول. نوموړي تر دېرش کاله زیات خلافت وکړ او د خلافت په دوران کې د زیات شمېر داخلي او خارجي دښمنانو سره په مقاومت وتوانیده، له روسیې سره تر جګړې وروسته یې خلافت ټینګ کړ، په یونان برلاسه شو، پوځ يې د معاصرې جګړې په لارو چارو وپوهاوه،  دیني مدرسې يې پرانیستې، د مختلفو علومو تدریس او ترويج ته يې زمينه برابره کړه، د ابادۍ جوړونې لمن یې پراخه کړه، له دمشق څخه تر مدېنې منورې پورې يې هغه حجازي پیټلۍ وغځوله چې اوږدوالی یې ١٣٢٧ کیلو متره و. ددې ټولو پرمختګونو ترڅنګ یې مهم کار د سیکولریزم او تغریب(غربي کولو) پر وړاندې د اسلامي پوهنتونونو تأسيس و. د فلسطین د ترلاسه کولو لپاره د یهودانو د ناکراره هڅو پر ضد د نوموړي مقابله او له دې زړور سلطان څخه د خلاصون په موخه له نړیوال صهيونيزم سره د یهودانو همکاري؛ ددې لامل شو چې نوموړی د پټو دسیسو په نتیجه کې له دندې ګوښه شو او د خلافت تر نړيدو  او له ترکیې څخه له شړلو وروسته یې ٢٠ کاله په جلا وطنۍ کې تېر کړل چې په همدې جلا وطنۍ کې د ٧٦ کالونو په عمر د رمضان په څلورمه نېټه وفات شو او په مدېنه منوره کې خاورو ته وسپارل شو.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button