
د رسول الله ابتدايي ژوند
رسول الله ﷺ ته له ټولو لومړی دده مور مبارکې دوه درې ورځې تی ور کړی ، له هغه وروسته د ابولهب مينځي ثویبیې تی ورکړی او له ثوبیې وروسته حلیمي سعديې تی ورکړی . په عربو کې دا دستور وو چې د څارا ښځې به راتلې او ښاري خلکو به دوی ته تی خوره ماشومان سپارل؛ تر څو ماشومان د دوی په کورونو کې په صافه لهجه عربي ژبه زده کړي او د عربو خصلتونه په کې پاتې شي.
١_ د رسول اللهﷺ رضاعت
رسول الله ﷺ ته له ټولو لومړی دده مور مبارکې دوه درې ورځې تی ور کړی ، له هغه وروسته د ابولهب مينځي ثویبیې تی ورکړی او له ثوبیې وروسته حلیمي سعديې تی ورکړی . په عربو کې دا دستور وو چې د څارا ښځې به راتلې او ښاري خلکو به دوی ته تی خوره ماشومان سپارل؛ تر څو ماشومان د دوی په کورونو کې په صافه لهجه عربي ژبه زده کړي او د عربو خصلتونه په کې پاتې شي.
د عربو له دې دستور سره سم حليمه بي بي د هوازن قبيلې د نورو ښځو په ګډون د تی خوره ماشومانو په پلټنه پسې راغلې وه، دا چې بېرته ستنېده نو بل ماشوم ور پيدا نه شو ځکه نو بي بي آمنې محمد ﷺ ور وسپاره. د حلیمې بي بي لور شيما به رسول اللهﷺ په ناز ناز لویاوه. له دوه کاله تيرېدو وروسته حلیمي بي بي رسول اللهﷺ بېرته خپلې مور ته وسپارل، لکن څرنګه چې په دې وخت کې په مکه مکرمه کې د وبا مرض ګډ شوی وو، نو بي بي آمنې خپل ماشوم (رسول الله ﷺ) بیرته حلیمې بي بي ته وسپارل او هغې کورته يووړ. د ابن اسحاق په قول رسول اللهﷺ د حلیمې بي بي په کور کې شپږ کلونه تېر کړي دي.
٢_ مدينې منورې ته د رسول الله ﷺ سفر
کله چې رسول الله ﷺ شپږ کلن شو؛ نو خپلې مور له ځانه سره مدينې منورې ته بوت او هلته د نيکه د ماما خيلو کره چې هغوی د بني نجار د قبيلې څخه وو؛ دېره شو.
په دغه سفر کې ام ایمن هم ورسره ملګرې وه.
د تاريخ ځينو پوهانو دا خبره صحيح بللې ده چې د رسول اللهﷺ مور په دې سفر کې د خپل خاوند د زيارت په موخه مدينې منورې ته تللې وه. نوموړې په مدينه منوره کې يوه مياشت پاتې شوه، د بيرته راتګ پرمهال چې “ابواء” نومي کلي ته را ورسېده، نو وفات شوه او په همدغه ځای کې خاورو ته وسپارله شوه(انا لله و انا اليه راجعون) ام ایمن رسول اللهﷺ له ځانه سره مکې مکرمې ته راوست . د خوږې مور له مړینې وروسته د رسول اللهﷺ روزنه د ده نيکه عبد المطلب په غاړه واخیسته او تل به يې له ځانه سره ساتل.
٣_ د عبد المطلب وفات
عبد المطلب د اتيا کاله په عمر وفات شو او په حجون نومي ځای کې خښ کړل شو، په دې وخت کې رسول اللهﷺ اته کلن و.
کله چي د عبد المطلب جنازه پورته شوه؛ نو رسول الله ﷺ هم پسې روان شو او له ډېره غمه يې په چیغو چیغو ژړل.
عبد المطلب د د وفات په وخت کې خپل زوی أبو طالب ته د رسول الله ﷺ د روزنې چارې وسپارلې، أبو طالب د خپل پلار دغه امر په ښه توګه په ځای کړی و.
د عبد المطلب له مختلفو ښځو څخه لس زامن وو چې په دوی کې أبو طالب او د رسول الله ﷺ
پلار عبدالله سکني وروڼه وو؛ له دې کبله عبد المطلب د رسول اللهﷺ روزنه يوازې أبو طالب ته وسپارله.
أبو طالب له رسول الله ﷺ سره دومره مينه لرله چې د خپلو ماشومانو يې پروا هم نه لرله، کله چې به ويده کېدو، نو رسول اللهﷺ به يې له ځان سره ويده کاو او کله چې به د باندې وت هم دی به یې له ځان سره بوت.
٤_ د وزو څرول
لکه څنګه چې الله تعالی د څارویو په اړه وايي” ولکم فيها جمال حين تریحون وحين تسرحون”
ژباړه: او ستاسو لپاره په څارويو کې ښکلا پرته ده چې کله يې تاسو څروئ. او لکه څنګه چې په عربو کې وزې/پسونه څرول څه عیب نه و بلکې د سردارانو زامنو به هم وزې څرولې؛ ځکه نو رسول الله ﷺ هم د مخکنیو پيغمبرانو په څېر غالباً په لس کلنۍ یا دوولس کلنۍ کې وزې څرولې دي. او دغه د وزو شپون توب په حقیقت کې د ټولې نړۍ او امت د شپون توب لپاره یو پيلامه وه چې رسول اللهﷺ به بیا د ټول امت رهبر وي.
٥_ شام ته د رسول اللهﷺ سفر
د عربو دا دستور و، چې په کال کې به يو ځل د تجارت په موخه شام ته تلل، د رسول اللهﷺ
عمر غالباً دولس کلن وو چې د عربو له دغه دستور سره سم ابوطالب هم شام ته د سفر اراده وکړه، أبو طالب په سفر کې د ستونزو له امله ونه غوښتل چې رسول الله ﷺ له ځانه سره بوزي، خو رسول الله ﷺ له نوموړي سره دومره مينه درلوده چې هرې خواته به دی روانېدو نو رسول اللهﷺ به پسې ونښتل؛ خو أبو طالب ته د رسول اللهﷺ نا اميده کيدل مناسب نه ښکارېده؛ ځکه یې نو رسول اللهﷺ هم په دغه سفر کې له ځانه سره ملګری کړ.
٦_ د “فجار” په جنګ کې د رسول الله ﷺګډون
د اسلام له ظهور وړاندې د عربو په پرله پسې جنګونو کې يو مشهور او خطرناک جنګ د فجار و.
دا جنګ د قريشو او قيس قبيلې تر منځ وشو، د قريشو رئیس او د جنګ سپه سالار د أبو سفيان پلار او د معاويه رضي الله عنهما نيکه، حرب بن اميه و. په قريشو کې د هاشم له کورنۍ څخه د جنګ بيرغ زبير بن عبد المطلب پورته کړی و.
البته! ابن هشام رح او امام سهيلي رح لیکلي،چې رسول الله ﷺ په دغه جنګ کې، سره له دې چې عمر يې د جنګ وخت ته رسېدلی و خو بيا يې هم په چا لاس نه ده پورته کړی.
٧_ د رسول الله ﷺ تجارت او سوداګري
د رسول الله ﷺ غور نيکه هاشم او د ده تره(اکا) أبو طالب تجاران وو؛ له دې کبله کله چې رسول الله ﷺ د بلوغ او ځوانۍ مرحلې ته ورسېد؛ نو د ژوندانه د لارو چارو د سمون او روانولو لپاره له تجارت پرته ورته بله ښه لاره ښکاره نشوه.
دا چې رسول الله ﷺ په ماشومتوب کې هم له خپل تره أبو طالب سره په تجارتي سفرونو کې ملګری و؛ ځکه نو ورته د تجارت غوره طريقې او تجربې معلومي وې.
په خلکو کې د رسول اللهﷺ امانتداري او غوره معاملې ډېر شهرت پيدا کړی و.
د اوس زمانې په څېر هغه وخت هم په تجارتي کاروبار کې تر ټولو ښه صفت صداقت او په وعده وفا کول وو. رسول الله ﷺ تر بعثت وړاندې هم د مکې مکرمې یو امين او رښتینی تاجر یادېده. یو صحابي عبد الله بن ابي الحمساء (رض) وايي: تر نبوت وړاندې ما له رسول الله ﷺ سره د اخیستلو او خرڅولو یو معامله کړې وه چې يوه برخه يې فیصله شوې وه او بله برخه پاتې وه، ما ورسره وعده وکړه چې زه به بيا راځم، خو په اتفاقي توګه ماته درې ورځې وعده راياده نشوه، زه چې په دریمه ورځ ورغلم ګورم رسول اللهﷺ په همغه ځای انتظار ولاړ دی، هغه مبارک زما په دغه وعده خلافي تندی قدري هم تريو نه کړ، يوازې دومره يې راته وويل” زه دې ډېر په تکلیف کړم، زه دا درې ورځې په دې ځای کې ستا په انتظار حاضر ولاړ يم” (ابوداؤد شريف دوهم ټوک ٣٣٥ مخ.)
٨_له خديجة الکبرا (رضي الله عنها) سره د رسول اللهﷺ نكاح
خديجة الکبرا (رضي الله عنها) د دومره لوړو خوینو څښتنه وه چې خلکو به په جاهليت کې ورته طاهره(له بدو کړنو پاکه) ويله. نوموړې د ډېر مال خاونده وه کله چې به د مکې مکرمې خلکو تجارتي قافله لېږله، نو يوازې د خديجة الکبرا (رضي الله عنها) مال به د ټولو قريشو له مال سره برابر وو.کله چې رسول الله ﷺ پنځه ويشت کلن شو او په خلکو کې د صداقت، امانت او ديانت په صفاتو مشهوره وو؛ نو د دې دليلونو پر اساس خديجة الکبرا رسول الله ﷺ ته پیغام ولېږل چې ته زما تجارتي مال یوسه؛ دومره مال به زه تاته درکړم چې نورو خلکو ته يې ورکوم. رسول الله ﷺ هم ورسره ومنله او د دې مبارکې مېرمنې مال يې بصرې ته يووړ.کله چې له بصرې راستون شو؛ نو درې میاشتې وروسته رسول اللهﷺ ته خديجة الکبرا (رضي الله عنها)د نكاح وړاندیز وکړ. همهاله ابوطالب او د رسول الله ﷺ د کورنۍ نور مشران چې حضرت حمزه (رضي الله عنه) هم په کې و ، په ټاکلې نیټه د خديجة الکبرا (رضي الله عنها)کورته ورغلو، أبو طالب د نکاح خطبه وويله او د پنځه سوه طلايي درهمو په مهر يې خديجة الکبرا (رضي الله عنها) ورته په نکاح کړه.
٩_ د شرک له کارونو څخه د رسول الله ﷺ کرکه
رسول اللهﷺ په ماشومتوب او زلميتوب کې هم د شرک له کارونو او رسم رواجونو څخه ډېره کرکه درلوده.
یو ځل قريشو د رسول الله ﷺ په مخ کې د بتانو لپاره نذر شوې ډوډۍ او هغه څاروي چې د بت په نامه ذبحه شوي و، کیښودل؛ خو رسول اللهﷺ يې له خوړلو انکار وکړ.
١٠_ د رسول اللهﷺ ځانګړي دوستان
له نبوت وړاندې چې د رسول اللهﷺ کوم خلک دوستان وو؛ هغوی د ډېرو پاکو او لوړو اخلاقو څښتنان وو.
په دوی کې تر ټولو لومړی ابوبکر صديق (رضي الله عنه) و چې ډېر کلونه يې له رسول الله ﷺ
سره ناسته ولاړه کړې وه.
داشان د حضرت خديجة الکبرا د تره زوی حکيم بن حزام (رضي الله عنه) چې د قريشو ډېر معزز رئیس و، نوموړی هم د رسول اللهﷺ خاص او منلی دوست و، دی تر رسول اللهﷺ پنځه کاله مشر و او دی که څه هم تر اتم هجري کال پورې مسلمان شوی نه و؛ خو په دې برسيره يې له رسول اللهﷺ سره بې کچې مينه لرله.
ضماد بن ثعلبه رضي الله عنه چې د جاهليت په زمانه کې به یې د جراحت او طبابت کارونه ترسره کول، دی هم درسول الله ﷺ له
خاصو دوستانو څخه و، نوموړی یوه ورځ مکې مکرمې ته په داسې حال کې راغی چې رسول الله ﷺ په لاره روان دی، د مکې د کافرانو هلکان له شا ور پسې منډې وهي او رسول الله ﷺ
لیونی يادوي(العیاذ بالله) ضماد بن ثعلبه هم په رسول الله ﷺ دغه ډول ګمان وکړ، دی رسول الله ﷺ ته راغی او ورته وايي چې زه د لیونیانو علاج کولای شم، خو رسول الله ﷺ ورته لومړی د الله تعالی حمد او ثنا او بیا ډېرې اغیزناکې جملې ورته وويلې او ضماد مسلمان شو. دا پېښه مسلم او نسايي په لنډو ټکو خو مسند احمد په تفصيلي توګه را نقل کړې ده.
سرچینه: دمولانا سید سليمان ندوي رحمه الله تعالي(سیرت النبي ﷺ) لومړی ټوک
حسان مجاهد