ټولنه او کلتور

د رسنیزو تخطیو او شکایتونو د ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معين تر مشرۍ لاندې د رسنيزو تخطيو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه تیره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې تر سره شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معين تر مشرۍ لاندې د رسنيزو تخطيو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه تیره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد او د یاد کمېسیون نورو غړو  هم ګډون درلود.

په دغه غونډه کې د رسنیو پر ستونزو او هغو شکایتونو بحث وشو، چې یاد کمېسیون ته راجع شوې وه.

همدا راز د کمېسیون ټولو غړیو وویل چې: د رسنیو ټولې ستونزې او مشکلات باید د یوه واحد ادرس له لارې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دی رسیدګې ورته وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button