مقالې او تبصرې

د ربيع الاول د مبارکې مياشتې فضيلت او مقام

زموږ د نن ورځې موضوع دحضرت محمد ص په پيدايښت او وفات باندې راڅرخيږي. دنبي کريم ص مشهور نوم مبارک حضرت محمد ص دی دپلار نوم يي عبدالله اود نيکه نوم يي عبدالمطّلب اود ور نيکه نوم يي هاشم اود غور نيکه نوم يي عبد مناف دی اوپه کتابونو کې دا مسئله راغلي ده چې په هر مسلمان نر او ښځه باندې دحضرت محمد څلور پشته نومونه يادول اوزده کول فرض دی .د مور مبارک نوم يي امنه وه. دمور دپلار نوم يي وهب  اود وهب دپلار نوم  عبد مناف دی .دربيع الاول د مبارکۍ مياشتې په دولسم تاريخ دپير يا ګل په  مطابق 20 اپریل 571په هغه کال کښي چي يو کافر باد شا ه ابرهه دخانه کعبي د ورانولو دپاره هاتيان راوستي وو پيدا شوی وه .ددوی دپيدا کيدلو نه لومړی ددوی والد صاحب وفات شو ی و او دوي دپنځو کالو او دوو ورځو ووچې ددوی رضاعي مور حليمي بي بي دوی خپلي مور ته حواله کړل چي د شپږو کالو شو نو خپلي مور دځان سره دخپل پلار کورته بوتلو بني نجار قبيلي ته او يو ه مياشت پس په واپسي کښي دابوا په مقام کښي مور بي بي مبارکه وفات شو ه او امي ايمن ورسره وه هغوي دوي مکي ته راوستل او نيکه عبدالمطّلب يي پالنه او سر پرستي شروع کړه بيا ئي نيکه وفات شو او بيا ېي تره ابوطالب پر ورش کاوه دوي له ځان سره شام ته په سفر بوتلو دتجارت لپاره په لار ه کې بحيرا نومي راهب چې دنصاری وو عالم و حضرت محمد ص يي وليده او په تره يي تاکيد وکړ چي دده حفاظت کوه دانبي دی او د ا يي مکي معظمي ته واپس کړو بيا دوی دخديجي بي بي مال دتجارت لپاره شام ته يوړو. په لاره کښي نسلورا نومي راهب  دده  د نبوت ګواهي ورکړه او چې نبي کريم ص واپس شو نو بيا دخديجي بي بي مبارکي سره يې نکاح وشوه په دغه وخت کښي دحضرت محمد ص عمر مبارک پنځه ويشت کاله و او د خديجي بي بي عمر څلويښت کاله و او بيا حضرت محمد ص ته په څلويښت کلني کښي نبوت ور کړی شو او بيا ددوه پنځوسو يا دري پنځوسو کالو په عمر کښي معراج ته لاړو. د نبوت نه پس ديارلس کاله په مکه مکرمه کي پاتي شو بيا چې کافرانو ډير تنګ کړو نو بيا ېي د رحمان رحيم الله په حکم مديني منوري ته هجرت وکړ و او بيا دهجرت په دوهم کال دبدر جهاد وشو او بيا نور ډير جنګونه وشول چې ټول غټ او واړه پنځه دیرش کيږي او مشهور ي نکاح ګاني يي د يوولس (11) بيبيانو سره شوي دي  چې دوه بيبياني دنبي کريم ص په مخکې وفات شوی دي يوه حضرت خديجه رضی الله عنها او بله بي بي زينب رضي الله عنها د خزيمه لور او نوري نهه 9 بيبياني دنبي کريم ص نه وروسته پاتي شوي دي او د نبي کريم ص نوري بيبياني په دي ډول وي يعني دنورو ازواج مطهراتو نومونه دادي حضرت سوده رضي الله عنها ،حضرت عایشه رضی الله عنها، حضرت حفصه رضي الله عنها، حضرت ام سلمه رضي الله عنها، حضرت زينب د جحش لور ،حضرت ام حبيبه رضي الله عنها ،حضرت جويريه رضي الله عنها، حضرت ميمونه رضي الله ،عنها حضرت صفيه رضي الله عنها او اولاد ونوکښي يې څلور جنوکي وي دټولو نه مشره حضرت زينب رضي الله عنها ،دوهمه حضرت روقيه رضي الله عنها، درېيمه ام کلثوم رضي الله عنها اود ټولو نه وړه او د نبی کریم ص دزړه تو کړه حضرت فاطمه رضي الله عنها مبارکه وه او دا ټولي لوراني یې دحضرت خديجې رضی الله عنها نه وي اود نبي کريم ص ټول ماشومان يا هلکان دري يا څلور یا پنځه وو. لومړی هلک حضرت قاسم ،دوهم ماشوم حضرت عبدالله ،دريم ماشوم حضرت طيب حضرت طاهر داټول اولادونه دنبی کریم ص دحضرت خديجې رضی الله عنها نه وو او يو ماشوم حضرت ابراهيم دحضرت ماريې رضي الله عنها نه و، چي د نبی کریم ص وينځه وه او په مدينه منوره کي دتي خوړلو په وخت کي انتقال شوی وه ،داسي خو پنځه شو او بعضي وايي چې دعبدالله نوم طيب هم دی نو داسي څلور شو او بعضي وايي چي دعبدالله دوهم نوم طيب و اوطاهر هم نودا بيا دري شو او عبدالله دنبوت نه پس پيدا شوی و او په مکه مکرمه کي انتقال شوی واو باقي هلکان یي د نبوت وړاندې وفات شوي وو او حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم  په مدينه منوره کي لس(10)کاله پاتي شوی و بيا دچهارشنبه په ورځ دصفرالمظفر  مياشتې دوه ورځې پاتي وي  خاتم الانبياء سردار دوجهان امام الانبياء حضرت محمد مصطفی مبارک صلی الله عليه وسلم مريض او ناروغ شو اود ربیع الاول دمبارکۍ مياشتې په دولسم تاريخ د څاښت په وخت کښي ددري شپيتو کلونو په عمر کښي دفاني دنيا څخه سترګي مبارکي پټي کړي اود ابدي ژوند په طرف يې سفر او رحلت وکړ اود سه شنبه په ورځ د غرمي نه پس دفن کړای شو او بعضو ويلي دي چې د سه شنبه ورځ تيره شوې وه. شپه راغلي وه او دومره ځکه ناوخته شوی وه چې صحابه کرام دغم او صدمي نه دومره پریشانه شوی وو چې د چا هوش په ځای نه و اود حضرت محمد مصطفی ص په لورګانو کښي دبي بي زينب رضي الله عنها يو هلک پيدا شو ی و. علي او يوه جيني امامه ددواړو نسل نه دی چليدلي. د حضرت روقيه رضي الله عنها يو هلک عبدالله شوی و چې په شپږم کال يي انتقال شوی و او د حضرت ام کلثوم رضي الله عنها هیڅ اولاد نه دی شوی اود حضرت فاطمة الزهرا بي بي مبارکي دوه بچي حسن رضي الله عنه او حسين رضي الله عنه شوي دي او نسل ېي چليدلی دی  حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم دعظيمو اخلاقو خاوند و ډيرو کافرانو او مشرکانو دده په ښایسته او نيکو اخلاقو باندي ایمان راوړي دی او خپل امت ته یي ډير ي ښایسته طريقي او نموني پريښي دي  نبی کریم ص امين صادق او وفادار و  دده دښمنانو هم په ده باور او يقين کولو او خپل امانتونه يي ورسره کيښودل. ده دصحابه وو سره او صحابه کرامو دده سره مينه کوله .حضرت محمد مصطفی ص  په خپلو ملګرو بي حده زیات ګران و اوالله تعالی دې زموږ او ستاسو ټولو مسلمانانو وروڼو دنبي کريم ص دلاس مبارک څخه حوض کوثر اوبه نصيب کړي. آمين ثم امين

مولوي عبدالجبار دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button