سرلیکنې

د راستنېدونکو کډوالو وضعيت او د اسلامي امارت چمتووالی!

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل له امله افغان ملت ته پر ځاني او اقتصادي زيانونو سربېره د بې کورۍ او مهاجرت اوږده غمیزه هم په میراث پاتې ده، چې دا دی له څلوېښتو کلونو وروسته هم ترې رنځ وړي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل له امله افغان ملت ته پر ځاني او اقتصادي زيانونو سربېره د بې کورۍ او مهاجرت اوږده غمیزه هم په میراث پاتې ده، چې دا دی له څلوېښتو کلونو وروسته هم ترې رنځ وړي.

هغه مهال دکډوالو لويې برخې د ګاونډيتوب او ديني او کلتوري اشتراک له امله پاکستان او ایران ته مخه وکړه. افغان کډوالو تمه درلوده چې له يو څه مودې تېرېدو وروسته به يې هيواد کې حالات ښه شي او بېرته به خپل هيواد ته ستانه شي؛ خو له بده مرغه حالات ښه نشول او د افغان کډوالو هيله ترسره نشوه.

که له يوې خوا افغان مهاجرینو د کډوالۍ په ټول ژوند کې د کوربه هيوادونو په سياسي چارو او يا د ناامنۍ په پېښو کې هيڅ ډول برخه وانه خيسته؛  خو له بله پلوه کوربه هيوادونو او په ځانګړي ډول ولسي خلکو يې هم د تعليم او اقتصاد په برخو کې له خپلو خلکو سره توپير نه دی کړی.

څه موده وړاندې د پاکستان لنډمهالي حکومت پریکړه کړې وه، چې له هيواد څخه ټول هغه کډوال چې قانوني اسناد نه لري، خپلو هيوادونو ته وليږي. او د دې لپاره يې د نومبر مياشتې تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی و.

اوس چې ټاکل شوی ضرب الاجل پوره شوی دی، پاکستاني لوري د افغان کډوالو د نيولو او د زور له لارې هيواد ته د ستنولو پروسه چټکه کړې او ځينې راپورونه داسې هم دي، چې له افغان کډوالو څخه مالونه او جایدادونه هم ضبط شوي دي.

اسلامي امارت له لومړۍ ورځې د پاکستاني حکومت د دغې پرېکړې په وړاندې د خواشينۍ ښودلو ترڅنګ داغوښتنه هم کړې وه، چې د اسلامي او نړيوالو قوانینو له مخې دې پاکستان له افغان کډوالو سره ښه رويه وکړي. د اسلامي امارت رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په يوه ويډيويي پيغام کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې افغان کډوالو ته وخت ورکړي، چې په عزتمندانه ډول خپل هيواد ته راستانه شي. نوموړي دغه راز ټينګار کړی چې د کډوالو ازارول، شتمنۍ يې ضبطول، کورونه يې ورانول او په لارو کې ستونزې ورته ايجادول په هيڅ قانون کې نشته او د پاکستان حکومت دې دغې کړنې ته د پای ټکی کېږدي.

اسلامي امارت له خپله لوري د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د رياست الوزراء د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ يو عالي کميسيون جوړ کړی. د استوګنې لپاره لنډمهالي کمپونه، د خوراک او څښاک ترتيب، ترانسپورت او دغه راز د علاج او درملنې په موخه يې د پام وړ ګامونه پورته کړي او له نړيوالو بشري نهادونو يې هم په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

د کډوالو موضوع يوه بشري قضيه ده، پاکستان او بل هر لوری دې ورڅخه د سياسي موخو او پر افغانستان د فشار لپاره استفاده نه کوي، له هغوی سره بايد د اسلامي ښوونو او نړيوالو بشري قوانينو په چوکاټ کې چلند وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button