
د راستنېدونکو هېوادوالو پالنه ستره ملي ذمه واري ده !
لکه چې معلومه ده له تېرې څه مودې راهیسې د پاکستان، ایران او ترکيې حکومتونو د فشاراو زور- زیاتي له امله هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو په شمېرکې ناڅاپي زیاتوالی راغلی او هره ورځ په زرګونو هېوادوال له مختلفو لارو وطن ته راستنېږي.
لکه چې معلومه ده له تېرې څه مودې راهیسې د پاکستان، ایران او ترکيې حکومتونو د فشاراو زور- زیاتي له امله هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو په شمېرکې ناڅاپي زیاتوالی راغلی او هره ورځ په زرګونو هېوادوال له مختلفو لارو وطن ته راستنېږي. دا چې له تېرو پنځه څلوېښت کلونو راهیسې د شوروي او صلیبي یرغلونو د ظلم اوناتار په وجه کابو لس میلیونه وګړي له هېواده وتلي او ګڼو بهرنيو هېوادو کې دېره شوي وو، باوري ده چې پرځينو کوربه هېوادو به خامخا یو اضافي پېټی ګرځېدلي وي، خو پوښتنه داده چې دکومو وجوهاتو له امله پاکستان ،ایران او ترکيې په داسې چټکۍ سره د افغانانو په شړلو لاس پورې کړی چې دا دی اوس هره ورځ په زرګونو وګړي هېواد ته را روان دي؟ په هرصورت ښايي هرهېواد خپل خپل دلایل یا عذرونه ولري یا وغواړي پر نوي افغان حکومت څه دباو راوړي، خو زموږ لپاره مهمه داده چې راستنېدونکي هېوادوال په ښه توګه خپلو مېنو کې په ډاډمنه توګه دېره او بسیا شي ،که څه هم دا وخت افغانان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي، مثلاً له يوې خوا مو نوې خپلواکي ترلاسه کړې،چې د ډېری ګاونډيو اولرې – نږدې هېوادونو حسد او خپګان يې را پارولی، له بلې خوا ټول ملت له بېوزلۍاو بې روزګارۍ سره مخ دی او سربېره پردې نن سبا خو د هرات د زلزلو ناورین لا یوه بله ستونزه ده چې زموږ زیاتره خیریه بنسټونه هلته هم په کې مصروف دي او همدارنګه د راتلونکي ژمي یخ موسم بیا په خپل وارد ټولو بې وزلو او بېځايه شویو خلکو لپاره لا یو بل مشکل دی.
البته له کلونو وروسته د یوې مهاجرې کورنۍ بېرته راستنېدل او دلته يې بسيا کېدنه یقیناً له ګڼو ستونزو ډکه هم وي ، ځکه زیاتره يې نه د استوګنې کور لري، نه دکور ودانولو ځای او نه په اسانه څه مناسب روزګار ترلاسه کولای شي. په دې توګه ښکاره ده چې راستنېدونکي هېوادوال رښتیا هم د ژوند له خورا ډېرو سختيو سره مخ کېدای شي. خو که له اقتصادي محاسبې ورها خوا دغې موضوع ته کتنه وشي نو داسې معلوميږي چې خپل هېواد ته د مهاجرو راستنېدنه سربېره پراوږد مهاله اقتصادي ګټو څه نورې معنوي ګټې هم لري، لکه دا چې زموږ خپل خلک به نورو هېوادو کې له بې پتۍ وژغورل شي او په اسانه به د ځينو استخباراتي او جاسوسي شبکو دامونو کې نه نښلي ،حکومت اونظام به نړيوالو کې له اعتباره برخمن شي، داخل کې به استحکام او ثبات راشي او له هېواده وتلې پانګه، استعدادونه او انساني ځواک به د خپل هېواد په خدمت او ودانۍ کې مصروف او بوخت شي. لنډه دا چې هېواد ته د نړۍ په لرو بر کې د خپرو شویو افغانانو راستنېدنه او دلته يې پالنه بسیا کول دا وخت د حکومت او رعیت یوه مهمه او لویه ملي ذمه واري ده . پر دې اساس لازمه ده چې هرلوری په دې اړه خپل مکلفیت په خورا ښه توګه ترسره کړي، دا چاره د حکومت لپاره یوه لویه نیکنامي، تاریخي ویاړ او په نړیوال ډګر کې د اعتبار زیاتېدو یولامل هم دی، ځکه خو ضروري ده چې د ټولو راستنېدونکو د پالنې لپاره باید مناسب اقدامات وشي.