سیاست

د رئيس الوزراء اداري مرستيال : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستې مهمې دي

د رئيس الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستيال رامز الاکبروف سره په کتنه کې په هېواد کې د ملګرو ملتونو او مرستندويو موسسو فعاليتونه حياتي وبلل او د مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.د رئيس الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستيال سره په کتنه کې ويلي، چې په افغانستان کې د  دې ټولنې او نورو مرستندويو بنسټونو مرستې د افغانستان د خلکو لپاره مهمې دي.ده د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو د بهير پر دوام ټينګار وکړ.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال رامز الاکبروف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان او اړوندو ادارو له فعاليتونو او بشري مرستو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ قدرداني وکړه.د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د افغانستان خلکو ته بايد بشري مرستې په هر ډول شرايطو کې ورکړل شي او بشري مسايل بايد له سياسي مسايلو سره ونه تړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button