
د ذوالحجې د لومړیو لسو ورځو فضایل
الله عزوجل په قرآن کریم کې فرمایلي: قسم دی د سهار پر مهال او په لسو شپو، او په جفت او طاق، او په شپه کله چې روانه شي (چې په اخرت کې جزاء او سزا هرومرو وي. آيا د یو هوښيار (د باور راوستلو) لپاره، دا قسمونه بس دي، که نه؟
سورة فجر/۱ ــ ۵
هر سهار د دنیا په هر څيز کې نوی بدلون ښکاره دی، له دې امله پرې قسم خوړل شوی. ځينو مفسرینو له دې آيت څخه یوازې د ذوالحجې سهار مراد اخیستی. او له لسو شپو نه مراد د ذوالحجې میاشتې لومړۍ لس شپې دي، چې هغو ته الله جل جالله ځانګړې سپېڅلتیا او عزت ورکړي او په هغو کې د عبادت کولو ثواب ډېر زیات
دی.
له جفت نه مقصد د ذوالحجې لسمه ورځ ده او له طاق څخه مراد د عرفې ورځ ده، چې هغه د یادې میاشتې په نهمه ورځ وي. په دې ورځو قسم خوړلو سره د دغو ارزښت او فضیلت لوري ته اشاره ده او کله چې ختمېږي دې ټولو شپو ورځو حواله ښايي له دې امله ورکړل شوې، چې د عربو مشرکانو هم د دې شپو ورځو سپېڅلتیا منله او دا یې مقدسې ګڼلې. ښکاره خبره ده چې ددې سپېڅلتیا له ځانه نه ده جوړه، بلکې دا تقدس او فضلیت الله جل جلاله وربښلی دی. له دې امله دا ټولې شپې او ورځې د الله جل جلاله په بشپړ قدرت او حکمت دلالت کوي.
نو د همدغه قدرت او حکمت څرګندونه اړینه ده، یعنې دا چې الله جل جلاله له بنه: او بد سره یو شان معامله و نه کړي، بلکې نېکانو ته انعام او بدانو ته جزاء ورکوي، چې څوک په دې غوره شپو ورځو کې عبادت او الهي ذکر کوي نو د هغه ثواب له مجاهدینو هم زیات دی. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: بخاري: ۲/۴۵۷
ژباړه: داسې ورځې نشته، چې په هغو صالح عمل (نېک کارونه) الله جل جلاله ته له دې لسو ورځو څخه ډېر ګران وي، (صحابه کرامو) وویل: او آن د الله جل جلاله په لاره کې جهاد کول هم (دې ته نه رسیږي!؟) ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل، «او آن د الله جل جلاله په لاره کې هم، خو بس یوازې هغه سړی رسېږي چې په لاره کې په ځان او مال سره ووزي او بېرته له هیڅ شي سره راستون نشي. (بخاري: ۲/۴۵۷)
یادونه: چې دا مجاهد شهید شي او مال یې هم په دې لاره کې مصرف
شي.
نو دا حدیث شریف او نور حدیثونه د ذوالحجې له لومړینو لسو ورځو شپو په فلیت او غوروالی دلالت کوي، چې دا ورځې شپې د کال له ټولو شپو ورځو غوره دي، په استثناء د ځينو لکه د رمضان وروستۍ لس ځکه په هغو کې د قدر شپه وي او هغه له زرو شپو هم ډېره غوره ده. (ابن کثیر ۵؟۴۱۲) د ډېرو امورو له امله د ذوالحجې دا لس ورځې او شپې غوره دي.
۱ ــ بېشکه الله عزوجل په دې لسو شپو ورځو قسم کړی او په یوه شي قسم کول د هغه په ارزښت او د نفعې سترتوب له امله وي. الله جل جلاله وايي، قسم دی د سهار پر مهال او په لسو شپو. عبدالله بن عباس، عبدالله بن زبیر، مجاهد او نورو رضی الله عنهم ویلي، چې دا لس د ذوالحجې دي. امام ابن کثیر وايي، (همدا خبره صحیح ده). تفسیر ابن کثیر: ۸/۴۱۳
۲ ــ نبي کریم صلی الله علیه د دې ورځو شپو په فضلیت او غوروالي ګواهي ورکړې، چې دا د دنیا له ټولو غوره ورځې شپې دي، لکه څنګه چې مخکې په حدیث شریف کې واضح شول.
۳ ــ نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې کې نېک عمل ته هڅونه کړې ده، د ښارونو د هستوګنو لپاره د زمان د شرف په نسبت او همدارنګه د مکان د عزت او شرف په نسبت او دا د بیت الله حاجیانو لپاره ځانګړی دی.
۴ ــ رسول کریم صلی الله علیه وسلم په دې لسو شپو ورځو کې د تسبیح، تحمید او تکبیر په ډېرو ویلو امر کړی، لکه څنګه چې د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه روایت دی. ژباړه: له دې لسو شپو ورځو سترې شپې د الله نزد نشته او نه له دې پرته هغه ته د دې لسو (ورځو شپو) څخه ګران او محبوب عمل شته، نو په دې کې تحلیل، تکبیر او تحمید زیات ووایاست. احمد: ۷/۲۴۴
۵ ــ په دې لسو شپو ورځو کې د عرفې ورځ ده چې هغه یوم مشهود بلل شوې ده، دا هغه ورځ ده چې په هغه کې دین بشپړ شوی او په دې ورځ روژه نیول د دوو کلونو ګناهونه رېژوي، په دې لسو کې د لوی اختر ورځ هم شته او هغه په اطلاق سره د کال له سترو ورځو څخه ده. او هغه د حج اکبر ورځ ده، چې په هغه کې اطاعات او عبادات یوځای کېږي، کوم چې په نورو ورځو شپو کې نه کیږي.
۶ ــ په دې لسو کې قربانۍ او حج ترسره کېږي.
یادونه: له دې پرته ډېر اُمور شته، ولې ما یوازې دا وکښل. په دې شپو ورځو کې هر وخت، هر ځای تکبیرونه ویل په کار دي، باید دا سُنت راژوندي شي، ځکه ځينې اصحاب کرام به بازار ته تلل، هلته به یې په لوړ آواز ویل او نورو خلکو به هم ورسره زمزمه کول. تکبیرات په دوه ډوله دي: مطلق ــ مقید
۱ ــ مطلق هر وخت، په هر ځای کې ویلی شې.
۲ ــ مقید: دا د عرقې په ورځ د سهار له لمانځه وروسته ویل کیږي او د اختر تر څلورمې د مازدیګر لمانځه پرې ویل کیږي، چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي.
مطلق تکبیر: د ذوالحجې له لومړۍ ورځې پيلیږي؛ ځانګړي وختونه او ځایونه نه لري؛ خو له تشناب، بیت الخلاء او نورو نامناسبو ځایونو څخه به ډډه کوي. او مأثور تکبیر دا دی، الله اکبر … الله اکبر … لا اله الا الله … والله اکبر … الله اکبر ولله
الحمد.
خالد مشعل