
سیاست
د ديورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۰۰ امنیتي پوستې جوړې شوي
د افغانستان اسلامی امارت د ديورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د هېواد په ختیځو برخو کې څه باندې ۱۰۰ امنیتي پوستې جوړې کړې دي. دغه پوستې د دفاع د سرپرست وزیر په حکم جوړې شوې دي. د پوستو د جوړولو سربېره، پوستو ته څېرمه د څو سړکونو د جوړولو کار هم پېل شوی دی. یو له دغو سړکونو د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ سلالې سيمه کې ده چې د جوړولو چارې یې روانې دي. ختیځ کې د سرحدي لېوا قومندان وایي، چې د تېرو شاوخوا دوو کلونو په اوږدو کې يې د دې زون په کچه، په درېيو ولايتونو نورستان، کونړ او ننګرهار کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې سل نوې پوستې جوړ کړې دي او په خبره یې دا لړۍ روانه ده.