سرلیکنې

  د دوه زره میلیونه مسلمانانو پر وړاندې د فلسطینیانو قتل عام !

له تېرو پنځه ویشتو ورځو راهیسې چې فلسطین کې د مظلومو بې دفاع ولسي وګړو کوم بې دریغه قتل عام روان دی، یقیناً هېڅ سلیم عقل او بشري فطرت ته د منلو او زغملو وړ نه وي، خو څرنګه چې اوسنۍ زمانه کې د ګردې نړۍ پر مخ د ماده پرستۍ او حیواني هوسونو یو بې کنټروله توپان ټول بشري اخلاق او عواطف له منځه وړي او په حقیقت کې يې له انسانانو هم بدترین سړي خواره لېوان جوړ کړي او که په لنډه ووایو،

له تېرو پنځه ویشتو ورځو راهیسې چې فلسطین کې د مظلومو بې دفاع ولسي وګړو کوم بې دریغه قتل عام روان دی، یقیناً هېڅ سلیم عقل او بشري فطرت ته د منلو او زغملو وړ نه وي، خو څرنګه چې اوسنۍ زمانه کې د ګردې نړۍ پر مخ د ماده پرستۍ او حیواني هوسونو یو بې کنټروله توپان ټول بشري اخلاق او عواطف له منځه وړي او په حقیقت کې يې له انسانانو هم بدترین سړي خواره لېوان جوړ کړي او که په لنډه ووایو، نو اصلاْ ټول انسانیت له آره مسخ شوی، تردې چې اوس د نړۍ ټول زورواکي مترفین او مستکبرین آن د تي خورو ماشومانو ، عمر خوړلو بوډاګانو او د ځنګندن پربستر پرتو ضعیفو ناروغانو له وحشیانه وژنو هم خوند اخلي،خو په همدې حال کې بیا تر دې زیاته د افسوس خبره داده چې همدغه انتهایی او بې ساری ظلم او وحشت د یو داسې امت په عین مرکزي سیمه کې روان دی،چې د سپېڅلې دین ښایسته لارښوونې يې خپل ټول منونکي یو داسې اخوت او خواخوږۍ ته رابولي،چې کاملاْ یې ایکي یو جسد بولي دا هم بیا په داسې حال کې چې ټول امت يا د خپل ځان د همدغه سپېڅلي دین منونکي،ساتونکي او خادمان هم بولي! اوس دې نو هر منصف او د عقل څښتن خپل ګرېوان کې سر ښکته او محاسبه وکړي چې آیا دا ډول مسلماني به هم څښتن تعالی ته منظوره وي او آیا داسې وګړي واقعاً د اسلام پر احکامو اوعقایدو ګروهمن بلل کېدای شي؟

نه هېڅکله نه،بلکې واقعیت دادی چې د داسې حاکمانو،لویانو او سردارانو د مسلمانۍ دعوا سراسر دروغ ده . د اسلامي نړۍ د زیاترو واکمانو یوه بله نه بښل کېدونکې جريمه ده، چې د امت له عامو وګړو يې د محاصرې کړۍ چاپېره کړې، هغوی يې خپلو کې وېشلي او هریوه يې څه برخه خپل ځان ته بېله کړې او برمته يې نیولې او دا وخت همدوی دي چې د غزې په شان محصورو مسلمانانو مرستې ته هم کوم مؤمن مجاهد نه ورپرېږدي ـ په تېره بیا د فلسطین خواو شا چاپېره تش په نامه د اسلام مدعي واکمنان،دوی بیا په دې دوه زره ميلیونه مسلمانانو کې تر هرچا زیات لوی مجرمان دي، ځکه همدوی دي چې له وحشي صهونیستانو سره آن دوستۍ ، یاراني او معاملې هم کوي!

مطلب دا چې په موجوده دوه میلیارده مسلمانانو کې پرته له شکه دومره ایمانداره مجاهدین خامخا شتون لري،چې دا آته ميلیونه یهود او صلیبي یاران به د زرو مجاهدینو په سریو یو هم و نه رسېږي،خو بیا هم بیا زښته ډېر افوس دی چې همدغو پردیپالو امیرانو فلسطین ته د ورتګ ټولې لارې داسې کلکې تړلې،چې آن یوه مرغۍ هم نه شي ورتلی او که د خوراک څښاک څه توکي وراستوي،نو هغه هم په ډ‌ېر ویاړ او خوشحالۍ د خپلو صلیبي انډیولانو په لاس ورلېږي او توزیع کوي. لنډه دا چې ټول امت تر سترګو لاندې د غزې د مظلوم ولس د قتل عام ننداره او بیا یې پر وړاندې همداسې بې احساسه پاتېدل یو مخ زموږ له دیني سپارښتنو سره په ټکر کې دي.بناءً هر هغه مومن چې د خپل خالق او مالک پر وړاندې له درېدو څخه وېره لري، ښايي هېڅکله غلی او بې غمه پاتې نه شي،نو هر با احساسه مسلمان ته بویه،چې تر خپلې وسې یو څه وکړي او د امت په وحدت او ویښتابه کې حتماً څه اغېز ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button