مرکې

د دولتي ورځپانو رئیس له هیواد ورځپاڼې سره په مرکه کې: رسنۍ د رسنیز رسالت په تر سره کولو خپل مسئولیت ادا کولی شي

رسنیز رسالت یواځې د رسنیو مسئولین پېژندلی شي

رسنیز رسالت یواځې د رسنیو مسئولین پېژندلی شي

دا چې رسنۍ د یو هېواد لپاره څلورمه قوه شمېرل کېږي، د همدې قوې په واسطه د ملت او دولت اړیکې سره نښلول کېږي؛ خو ځينې داسې رسنۍ هم شته چې د خپل هېواد د ګټو پر ځای يې زيان ته مټې رانغاړلې وي او نا مناسب تبلیغات پسې کوي، سل مثبت ټکي له یو منفي ټکي قربانوي. ملي ګټو ته ژمنتیایې کمه وي، د یو خبر لپاره د هېواد ملي ګټې تر پښو لاندې کوي.

افغانستان کې هم بې شمېره رسنۍ شته او د اسلامي امارت په راتګ سره یې د فعالیت ساحه پراخه شوې ده او وخت ناوخت يې حکومتي مسئولین هم پوښتنې ځوابوي.

دا چې اوس په افغانستان کې رسنۍ په کوم حالت کې دي ؟ څرنګه یې د خلکو باور ساتلی؟ رسنۍ خپل مسئولیت څه ډول ترسره کوي ؟ او څرنګه د هېواد په امنیت او اقتصاد کې خپله ونډه اخيستلی شي؟ دې او دې ته د ورته پوښتنو د ځوابولو لپاره هيواد ورځپاڼې د دولتي ورځپاڼو له رئیس مولوي محمد ابراهیم نبیل سره ځانګړې مرکه کړې چې دادی خپرېږي.

 پوښتنه: د اسلامي امارت له راتګه وړاندې رسنۍ په کوم حالات کې وې او نن په کوم وضعيت کې قرار لري؟

ځواب: د اسلامي امارت له راتګه وړاندې افغانستان کې دوه ډوله رسنيو فعاليت درلود:

۱- هغه رسنۍ ، چې د بهرنیانو په مالي ملاتړ يې فعالیت کاوه، هغوی برنامه هم ورکوله، پروژه او موخې هم ورته د هغوی له خوا ټاکل کېدې.

هغه رسنۍ چې په اشغال پورې تړلې وې، د اشغال له پای سره د هغوی کار هم خلاص شو، مالي سرچینې يې وچې شوې او رسنۍ یې هم له فعالیت څخه پاتې شوې.

۲- هغه رسنۍ وې چې په رښتيني ډول یې مطبوعاتي رسالت پر ځای کاوه. که څه هم ډیرې کمې وې، خو موجودې وې.

پوښتنه: ايا هغه رسنۍ چې د بهرنیو لپاره یې کار کاوه، اوس هم فعالیت کوي؟

ځواب:  ما مخکی وویل چې د هغوی سرچینې وچې شوې او له منځه ولاړې. البته ځینې له هیواده بهر داسې رسنۍ شته چې له واقعیتونو لري. ناسم تبلیغات کوي، د راډیو، تلویزیون، ټولنیزو شبکو او ویبسایټونو له لارې فعالیت کوي او په نړیواله سطحه خپل شوم نظرونه ښکاره کوي. د دغو رسنيو له فعاليت څخه انکار نه شي کېدلی .

پوښتنه: هغه رسنۍ چې منفي تبلیغات کوي، د اسلامي امارت له لوري به یې مخه ونیول شي او که امارت به هغوی ته د فعالیت اجازه ورکړي؟

ځواب: دا ډول رسنیو ته په کار ده چې په خپله له دې ډول کړنو لاس واخلي او پروپاګند ته لمن ونه وهي.  اسلامي امارت هیڅ راز  رسنۍ ته ګواښ نه دی کړی او نه به ثابته شوې وي چې مرکز ته یې څوک ورغلي وي او یا یې بندې کړې وي. هو! که دغه ډول کوم څه پېښ شوې وي، نور لاملونه لري، لکه حقوقي او جنایي  مسایل .یو څه چې بايد واضح شي هغه دا چې که يو څوک وايي چې په رسنیو کې دې نیوکې نه وي، نو له دې پرته یوه رسنۍ هم خپل مطبوعاتي رسالت نه شي پر ځای کولای. زه خپله د دې خلاف نه یم چې رسنۍ دې انتقاد وکړي، انتقاد دې وکړي، هغه که پر نظام یا په اشخاصو وي؛ خو چې جنبه یې بايد اصلاحي وي .
پوښتنه: ستاسو په راتګ سره په دولتي ورځپاڼو کې کوم بدلونونه راغلي دي؟

ځواب: د اسلامي امارت په راتګ سره پکې ډېر مثبت بدلونونه راغلي دي، د بېلګې په ډول:

 ۱- په پیل کې یې معیاري سایز نه درلوده؛ خو موږ  یې هغه تشه ډکه کړه.

۲- صفحې یې څلور  وې، هغه مو اته مخه کړې.

۳- پخوا به ډیری مواد د نشر لپاره له نورو ویبسایټونو کاپي کېدل او د کاپی رایټ حقوق پکی خوندي نه وو ،خو اوس په دې برخه کې ډېر اصلاحات راغلي دي.

۴-  د ټولو دولتي ورځپانو لپاره یوازې یو سایټ شتون در لوده، اوس مو هرې ورځپاڼې ته بېل بېل سایټونه یا ویبپاڼې جوړې کړي او هره ورځپاڼه اوس خپل مستقل سایټ لري.

۵- رنګه چاپ ته مو زمینه برابره کړه او ور سره مو د هېوادوالو لپاره د مطالبو تشه نه ده پريښې، هر څوک کولای شي چې د خپلې خوښې وړ مطالب پکې ومومي. لنډه را چي د بڼې او محتوا په لحاظ یي خورا مثبت بدلون موندلی. اوس لوستونکي زموږ له ورځپاڼو راضی دي.

پوښتنه: تاسو ته دغه بدلونونه راوستل څومره ستونزمن وو؟

ځواب: له مخکې چې کوم کار نه وي شوی او محیط هم ورته برابر نه وي، رښتيا هم هلته بدلونونه او اصلاحات راوستل ډېر سخت کار وي ؛ خو په دې برخه کې له موږ سره د وزارت د رهبري همکاري وه، په ځانګړي ډول چې کله ښاغلی ذبیح الله مجاهد نشراتي معین و.

لومړيو کې مو چاپ بازار کې کاوه، چې له دې ټولو مرحلو  په بریالۍ توګه تېر شوو، د کال له پوره کېدلو نه مو مخکې ټول مسایل خلاص کړل.

پوښتنه: ستاسو په اند، په کور دننه رسنۍ په کوم ډول معلوماتو وړاندې کولو مکلفې دي؟

ځواب: په ټوله کې رسنۍ په دې مکلفې دي چې هېوادوالو ته حقایق ورسوي، دغه حقایق که هره جنبه ولري. د رسنیو مسئولیت همدا دی چې ټولو ته رښتیا او واقعيتونه ورسوي او د اصلاح په نېت دې نیوکې هم په ډاډه زړه کوي.

پوښتنه: د تجربې په اساس مو  راته ویلی شئ چې هېوادوال مو له کوم ډول معلوماتو سره علاقه لري، هغه څرنګه معلوموئ؟

ځواب: په ټوله کې زموږ  ولس مسلمان دی، نو هېوادوال مو داسې معلومات غواړي چې پر رښتیا ولاړ  وي، د دین خلاف نه وي او  له ملي ګټو او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.

 پوښتنه: رسنۍ څنګه کولای شي چې خپل باور وساتي؟

ځواب: رسنۍ دې ټوله تکیه پر واقعيتونو او حقیقت وکړي، په دې برخه کې دې له هیچا څخه وېره نه لري، خپل رسالت دې پر ځای کړي، باوري يم چې د خلکو باور ساتلی شي.

دلته باید دا هم زیاته کړو چې رسنۍ خپل مسئولیت هغه وخت په سم ډول ادا کولی شی چې خپل رسنیز رسالت په ټوله معنا تر سره کړي او باید یاده کړم چې رسنیز رسالت یواځې په خپله د رسنیو مسئولین پېژندلې شي نه چې بل څوک يې ورته  په ګوته کړي

پوښتنه: ايا په افغانستان کې تر اوسه دولتي او خصوصي رسنیو خپل رسالت په رښتيني ډول سرته رسولی دی؟

ځواب: په تېرو څلوېښتو کلونو کې رسنۍ ټول په ټوله آزادې او خپلې مخې ته نه دي پرېښودل شوي او نه ورته دا زمینه برابره شوې چې خپل کار او رښتينی رسالت پر ځای کړي. د دولتي رسنیو لپاره  هم دا زمینه نه ده برابره شوې ، په داسې حالت کې وي چې د دوی زړه وي.  پوښتنه: اوس رسنۍ په افغانستان کې خپلواک فعالیت کوي او که د دولت تر پاليسۍ لاندې دي؟

ځواب: په افغانستان کې رسنۍ آزادې دي،  تر اوسه يې د فعالیت په ساحه کې محدودیت نه دی راغلی. دا هم ده چې هر حکومت خپل اصول لري. په تېر دور  کې اخلاقي فساد  تر وروستي حده پکې ډېر و،چې هېڅ محدودیت یې نه درلوده؛ خو اوس چې شرعي نظام حاکم دی، نو هغه حالت نه دی او محدودیت اوس په هېچا باندې نشته ، البته په هغه شکل چې له ملي ګټو او ملي مصالحو، دیني اقدارو او ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي. په نړۍ کې هېڅ داسې حکومت نشته ، چې په دې برخه کې د خپلو ملي ګټو له مخې  محدودیت ونه لري.

پوښتنه: برښنايي رسنیۍ په ننني پرمختګ کې د ورځپانو اغېزه څه ډول ارزوي؟

ځواب: له شک پرته چې چاپي رسنۍ په خپل ځای کې پاتې نه دي، کوم چې شل کاله مخکې وې، اوس له هغه حالت څخه لوېدلې او د برښنایي رسنیو تر اغېزې لاندې دي؛ خو  له منځه تللې نه دي. د اوس لپاره برښنایي رسنۍ ډېرې موثرې دي، حتا د خلکو په جېبونو کې يې ځای پیدا کړی دی، همدا خواله رسنۍ دي چې اوس یې بازار ګرم دی. بل دا چې که د هغو اغېزه د اوس لپاره زیاته ده، نو زیاته تکیه پرې نه شي کېدلی، دا هغه څپې دي چې عمر یې ډېر لنډ دي او هېڅ بقا نه لري.  یواځي په  چاپي رسنیو باندې باور کېدلی شي او په څیړنو کې تر ې استفاده کیږي. همدا تحقیق پر تلویزیون او نورو برښنایي رسنیو نه شې کېدلی. نو هره رسنۍ پر خپل ځای اغېزه لري.

 پوښتنه: رسنۍ باید کوم ډول خبرونو ته پوښښ ور کړي؟

ځواب: رسنۍ باید هغو خبرونو ته پوښښ ور کړي چې د خلکو تلوسه ورته زیاته وي، نوي وي او اغېزه ولري. په ټوله کې هغه خبرونه چې د خلکو پوښتنو ته ځواب ووایي.

زيارمل «هوتک»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button