د دولتي موټر مصرفي تیل که د شهید وینې ؟
زرې فرونر ، هایلکس ، رینجر او یا هم بل دولتي موټر کې ناست وزیر ، معین ، رئیس ، معاون ، سکرتر ، آمر او مدیر صاحب ، کوم موټر کې چې ته ناست یې دا نه ستا شخصي ملکیت دی او نه هم ستا له جیبه پیسې ورباندې مصرف شوی .دا د هغه شهید وینې دي چې د دې نظام د راتگ لپاره یې قربانۍ ورکړې او خپل گل گل وجودونه یې په سرو لمبو کباب کړل ، دا بیت المال دی ، دا د دې ملت ، کونډو ، بورو ، یتیمانو ، او مسکینانو حق دی ، دا ستا سره یواځې یو امانت دی .

کله چې موټر ته خیژې فقط یو ځل د شهید شوي زلمي جنتي څهره ذهن ته دروله ، د قربانۍ او ایثار یاد یې را تازه کړه ، بیا نو که په حقیقي توگه په اسلامي روحیه سمبال وي هېڅکله به خیانت ته زړه ښه نه کړې.
نو لازمه ده چې په داسې طریقه یې مصرف کړې تر څو په راتلونکي کې ستا د غاړې طوق نه شي.
دا هر څه د اسلامي شریعت د نفاظ او دوام ، د اسلامي شعائرو په اقامه او احیاء ، جامعه کې د نظم او امنیت په راوستلو او په عمومي مصالحو پورې مربوط ضرورتونو کې مصرف او ولگوه ، نه په شخصي کارونو کې.
په دې مو هم بشپړ یقین او باور دی چې د ذرې ذرې حساب شته او کېږي به ، ځکه الله جل جلاله فرمایي؛ژباړه : چا چي يوه ذره قدرې نېکي کړې وي، وبه یې ګوري او چا چې يوه ذره قدرې بدي کړې وي، وبه یې ګوري.
نوبیا ولې خپل سر گرېوان ته نه ښکته کوو او له ځان سره همدا اوس حساب نه پیل کوو ؟
له خیانت څخه باید ځانونه وساتو ، د دولت او نظام اشیا په احسنه طریقه وکاروو ، د نظام د بقاء لپاره خپله انرژي په کامله توگه مصرف کړو ، ځکه راتگ یې په قربانیو شوی ، نو طبعي ده چې بقاء او ساتنه یې هم قرباني غواړي .
هسې نه په آخرت کې هم د خدای جل جلاله او هم د دې کاروان د ریژیدلو گلانو پر وړاندې ملامت او خجالت ولاړ وو .