سرلیکنې

د دولتي او خصوصي سکتورونو د سالمې سيالۍ اړتيا

د خصوصي او دولتي سکتورونو د سالمې سيالۍ په ترڅ کې پرمختګ رامنځ ته کېږي ، نو ځکه له دولتي سکتور سره د خصوصي سکتور مرسته ، همکاري او سالمه سيالي په هره برخه کې لازمه او اړينه ده، دا که د توليدي مناسباتو، داخلي او بهرنۍ سوداګرۍ د لوړو او ټيتو زده کړو په برخه کې وي يا هم د ساختماني شرکتونو له لارې د ملک رغنيز فعاليتونه ، په پورته ټولو برخوکې د دولتي اوخصوصي سکتورسيالۍ اوهمکارۍ د ملي اقتصاد پر وده او د هيواد په پرمختګ مثبته اغېزه لري ، په نړۍ کې د دولتي سکتور ترڅنګ د خصوصي متشبثينو فعاليت معمول دی او آن تر دې چې ځينې داسې هيوادونه دي، چې ټول توليدي مناسبات يې له يوې مخې په خصوصي سکتور پورې اړه لري او دولت يوازې د دوی لپاره تګلارې جوړوي او مالياتي سيستم يې کنټرول او اداره کوي ، توليدي مناسبات په خصوصي سکتورکې د لاندې دلايلو پربنا ګټور دي ، متصدي په خپل ټول توان هڅه کوي ، چې د خپل توليد شوي جنس کيفيت داسې لوړکړي ،چې د مستهلکينو په خوښولو سره ، په خپله د خرڅلاو بازار ورته پيدا شي ، دا خو ثابته ده ، چې بې کيفيته جنس ژر خپل بازار له لاسه ورکوي ، ځکه تر ډېرکم وخته پورې په بازارکې پېرودونکي لري .کله يې چې د مصرف کوونکو له لوري بې کيفيتۍ تشخيص شي ، نو د تل لپاره د خرڅلاو بازار له لاسه ورکوي.
په توليد پسې دويمه ګټوره داخلي او بهرنۍ سوداګري ده، چې هغه هم په خصوصي سکتورکې موثره تمامېږي ، خو په دې شرط ،چې ملي سوداګر د صادراتو او وارداتو تر منځ انډول يا بېلانس متوازن وساتي، نه داچې واردات وي او پر صادراتوخاشه واچول شي ، که ملي سوداګر خپلسرۍ ته پرېښودل شي ،د هغوی ګزينه خو يوازې واردات دي، ځکه د خپل هيواد د توليداتو ،محصولاتو او په تېره بيا د وچو اوتازه ميوو لپاره د بهرنيو هيوادونو په مارکېټونوکې د بازارموندنې سرخوږی ځان ته نه ورکوي .
په ۱۳۶۸ او ۶۹ کلونوکې پر ملي سوداګرو دا ومنل شوه ، چې د صادراتو او وارداتو بېلانس يې بايد انډول وي .مانا داچې څومره چې واردات لري په هماغې اندازه بايد افغاني توکي بهرنيو هيوادو ته انتقال کړي .په دې صورت کې هر ملي سوداګر اړ و ،چې له داخلي توليداتو به يې هر يوه ته چې زړه و ،په بهرنيو مارکېټونوکې بازارموندنه کوله او توکي به يې وړل .
درېيمه کټګوري لوړې اوټېتې زده کړې هم په خصوصي سکتورکې تر لوړه بريده موثرې دي ، ځکه په لوړو زده کړوکې محصلين هڅه کوي چې د خپلو زده کړو لپاره هغه تحصيلي نهادونه وټاکي کوم، چې د تدريس چارې يې د دوی په آند په منل شويو معيارونو برابرې او له نورو يې کيفيت لوړ وي ،ځکه په خصوصي سکتورکې لوړې زده کړې هم د يوې سالمې سيالۍ پر بنا تر سره کېږي اومسئولين هڅه کوي ،چې د مجربو استادانو په استخدام سره د خپل پوهنتون تدريس معياري کړي .بله ښيګڼه يې داده ،چې په خصوصي سکتور کې د زده کړو په مقابل کې استادان اومحصلين دواړه ګډ مسئوليت لري ، محصلين مسئوليت لري ،چې استادان لا ښې همکارۍ ته وهڅوي او استاد مسئوليت لري هغه څه چې محصلينو ته يې تدريسوي په هر لحاظ سالم وي اوکومه علمي اومسلکي نيمګړتيا ونه لري. په پرمختللو هيوادونوکې د زده کړيالانو سلنه د دولتي سکتور په پرتله په خصوصي سکتورکې لوړه وي، ځکه د تدريس کيفيت تضمين شوی وي. که چيرې يو له دغو دواړو اړخونونو(استادان ـ محصلين) د زده کړو د پرمخ بېولو پروسه کې غفلت کوي او مقابل لوری يې تشخيص کړي، نو اجازه نه ورکول کېږي .
څلورمه کټګوري د انتفاعي ساختماني شرکتونو فعاليتونه دي ، چې په هيواد کې رغنيزې چارې پرمخ وړي. دوی له دولت او يا له دونرڅخه د پروپوزل په ارائه کولو سره عمراني پروژې اخلي او بيا يې د خپلو وسايطو او پرسونل په ذريعه تطبيقوي. له دې چې پروژې تل په هره برخه کې زياتې وي ،نو د ساختماني شرکتونو شمېره هم زياته ده. ساختماني شرکتونه يوازې يوه نيمګړتيا لري. هغه داچې دوی انتفاعي بڼه لري او هڅه کوي ، چې ډېرکار په لږو پيسوسرته ورسوي، چې د لږ بوديجې په مصرف سره د کارکيفيت تر يوه بريده ټېټېږي اوکله چې پروژه دونر يا دولت تسليمېږي د کوالټي د کنټرول له خوا يې پر اساسي نيمګړتياوو د مادياتوپه تطميع سترګې پټېږي ،نو لازمه ده چې په افغانستان غوندې يوه ملک کې رغنيزې چارې د خصوصي ساختماني شرکتونو پرځاي پخپله ددولت له خوا تر سره شي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button