ګزارش

د دوحې ناسته د اسلامي امارت لپاره یوه مثبته تجربه وه

54 / 100

شریعت: د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان په تړاو رابلل شوې نړیواله دوه ورځنۍ ناسته د دغه هېواد لپاره یوه مثبته تجربه بلل شوې ده.دا ناسته چې د جون میاشتې په ۳۰مه پیل او د جولای لومړۍ ورځې تر پایه یې دوام وکړ، د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او د پنځو نړیوالو سازمانونو استازو په کې د اسلامي امارت له استازو سره خبرې وکړې.

که څه هم دغه خبرې د رسنیو له حضور پرته د بندو دروازو تر شا وې؛ خو د ملګرو ملتونو او د اسلامي امارت استازو یوه مثبته او ګټوره تجربه بللې ده. د سیاسي چارو څېړونکي او د نظر خاوندان هم په دې باور دي، چې دوحې ته د اسلامي امارت د استازو تګ او د ملګرو ملتونو له لوري یادې نړیوالې غونډه کې ګډون د افغانستان لپاره مثبت ګام دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالحی قانت، د دوحې په غونډه کې د افغانستان ګډون او واحده استازولي د نړیوالې ټولنې او افغانستان په اړیکو کې نوی او مثبت ګام بللی دی.

هغه د دوحې په ناسته کې د افغانستان په استازولۍ یوازې د اسلامي امارت د مشرانو ګډون ته په اشارې ویلي: «د دې هېواد په معاصر سیاسي تاریخ کې د مرکزي حکومت اوسنۍ تجربه یو بې مخینې مثبت پرمختګ دی».

د سیاسي چارو بل کارپوه ذاکرالله هاشمي په دې نظر دی، چې د ملګرو ملتونو له لوري په دغې غونډه کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرایط منل هم یوه لاسته رواړنه ده.

نوموړی په دې باور دی چې، که څه هم په سیاسي ډګر کې به دغه ناسته د افغانستان لپاره کومه ملموسه پایله ونلري «تر څو چې د امریکا انتخابات خلاص نشي ګمان نه کوم چې داسې ګام واخلي چې د افغانستان سیاسي معضله حل کړي» خو په اقتصادي او بانکي سکټور کې به ښې لاس ته راوړنې ولري.

هغه وویل، په اقتصادي سکټور کې پرمختګ ځکه ممکن دی، چې غرب شرکتونه دلته یوازې د ایران، چین، ځینې نورو ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو له لوري پانګه اچونه نشي زغملی.

د دهٔ له خبرو معلومېږي، چې په افغانستان کې د اقتصادي سیالۍ لپاره به د نورو هېوادونو تر څنګ لویدیځ هېوادونه هم ډګر ته را ودانګي.

سیاسي کارپوه هاشمي دغه راز څرګنده کړه، د دې لپاره چې په امریکا د سوداګرۍ په برخه کې فشارونه موجود دي، دې ته به زړه ښه کړي چې د افغانستان له کنګل پانګې څه فیصدي ازاده کړي.

په دوحه کې د ملګرو ملتونو له لوري جوړې شوې درېیمې غونډې ته د اسلامي امارت د تللي پلاوي مشر او د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د ناستې تر پای ته رسېدو وروسته پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې «د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسېدل».

هغه د دغې غونډې په اړه زیاته کړې: «افغانستان د خصوصي سکټور سره د همکارۍ او د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او بدیل معیشت په برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته ضرورت لري، چې اکثره هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ خبره وکړه».

ښاغلي مجاهد هم ویلي، چې ډېری هېوادونو د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ پلوي کړې او له دوی سره یې ژمنه کړې چې له بانکي او اقتصادي برخو باید محدودیتونه لرې شي.

د دې ناستې رهبري کوونکې او په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو د ناستې په وروستي خبري کنفرانس کې ویلي، هیله‌منه ده چې له اسلامي امارت سره د شویو خبرو او تعامل له لارې به د حکومتولۍ په برخه کې پرمختګونه وشي.

مېرمن ډیکارلو دغه ناسته ګټوره وبلله او ویې ویل، که څه هم دا د دوحې درېیمه ناسته وه خو په لومړي ځل د دې فرصت برابر شوی چې نړیواله ټولنه او د افغانستان واکمن چارواکي په دومره تفصیل خبرې کوي «دا خبرې په ډانګ پییلې او زه فکر کوم ګټورې وې».

د یادولو وړ ده، چې د دغې ناستې په یوه څنډه کې ذبیح الله مجاهد د قطر، افغانستان، ازبکستان او پاکستان تر منځ د یو جلا څلور اړخیزې غونډې په اړه خبر ورکړی چې د افغان ترانس پروژې په اړه، چې له ازبکستانه به د افغانستان له لارې پاکستان ته رېل‌پټلۍ غځوي، پکې خبرې شوې دي.

د مجاهد په وینا، ټولو اړخونو د یادې پروژې د ژر پیلېدو او بشپړېدو غوښتنه وکړه.

نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button