سرلیکنې

د دوحې ناسته؛ د اسلامي امارت لپاره غوره فرصت!

د روانې اوونۍ په پیل کې دوحه د ملګرو ملتونو په ابتکار د افغانستان په هکله د درېیمې غونډې کوربه وه. يه دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي په شمول د سيمې او نړۍ د ګڼ شمېرهيوادونو استازو ګډون کړی و.د دوحې درېيمه ناسته د همدې لړۍ د دوو لومړيوغونډو په پرتله خورا مهمه او هيله بخښونکې وه، ځکه دا ځل په کې د هيواد په استازيتوب د دې جغرافیې رښتينو استازو د افغان ملت پيغام او غوښتنې د نړيوالو تر غوږونو ورسولې.

52 / 100

د روانې اوونۍ په پیل کې دوحه د ملګرو ملتونو په ابتکار د افغانستان په هکله د درېیمې غونډې کوربه وه. يه دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي په شمول د سيمې او نړۍ د ګڼ شمېرهيوادونو استازو ګډون کړی و.د دوحې درېيمه ناسته د همدې لړۍ د دوو لومړيوغونډو په پرتله خورا مهمه او هيله بخښونکې وه، ځکه دا ځل په کې د هيواد په استازيتوب د دې جغرافیې رښتينو استازو د افغان ملت پيغام او غوښتنې د نړيوالو تر غوږونو ورسولې.له افغانستان څځه ورغلي پلاوي په څرګند ډول نړۍ سره د اړيکو په هکله د خپل حکومت دريځ روښانه کړ، د مخدرو موادو د تولید او قاچاق په هکله يې د اسلامي امارت لاسته راوړنې له نړيوالو سره شريکې کړې او کروندګرو ته د بديل معيشت په برخه کې يې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې خپل مسئولیتونه او مکلفيتونه ترسره کړي.

د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د لوېديځو هيوادونو له خوا د افغانستان پر بانکي سیستم د تحريمونو او دغه راز د افغانستان بانک د کنګل شويو شتمنيو په هکله هم د اسلامي امارت استازي خورا معقولې او پر واقعيت بنا خبرې وکړې او د بنديزونو تداوم يې افغان ملت ته د سزا ورکول ياد کړل.د غونډې نورو ګډونوالو هم د افغانستان له اسلامي امارت سره د اړيکو پر پراختيا ټينګار درلود. د روسيې ځانګړي استازي څرګنده کړه، چې هيواد يې پر اسلامي امارت د لګېدلو بنديزونو پر ختمولو غور کوي. دغه راز د چين، ايران، قزاقستان او پاکستان استازو  افغانستان سره د اقتصادي همکاريو زياتوالی اړين وګاڼه او د اقتصاد محوره پاليسۍ له امله يې د اسلامي امارت هڅې وستايلې.

له غونډې وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي مشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي سياسي مرستیالې دغه ناسته له لاسته راوړنو ډکه وبلله.

د سياسي چارو کارپوهان هم په دې اند دي، چې د اسلامي امارت لپاره د دوحې وروستۍ ناسته له لاسته راوړنو ډکه او نړۍ سره د اړيکو د پراختيا په برخه کې هيله بخښونکې وه.

داسې ښکاري چې نړيواله ټولنه او په ځانګړي ډول د سيمې هيوادونه پر اسلامي امارت باندې د فشارونو له لارې د خپلو غوښتنو په منلو کې پاتې راغلي او اوس د خپلو ګټو او دغه راز په سیمه کې د ثبات او سترو اقتصادي پروژو د تطبیق لپاره اسلامي امارت سره تعامل او اړيکې غوره انتخاب ګڼي.

د اسلامي امارت لپاره دغه حالت له نړۍ سره د اړيکو د پراختيا په برخه کې غوره فرصت دی او بايد له دې فرصت څخه ستره استفاده وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button