سرلیکنې

د دوحې درېيمه ناسته او تمې؟!

ټاکل شوې ده، چې د روانې جون مياشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په ابتکار درېيمه دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي.له دې وړاندې هم د همدغې لړۍ دوه غونډې جوړې شوې وې، خو په دوهمه غونډه کې يې اسلامي امارت د ځينو ملحوظاتو پر اساس برخه نه وه اخيستې؛ خو دا ځل يې د اسلامي امارت د وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد په مشرۍ د يو پلاوي د ګډون پرېکړه کړې ده.

9 / 100

په همدې هکله ذبيح الله مجاهد پرون د حکومت د رسنیو مرکز کې يو معلوماتي کنفرانس هم درلود او په دې غونډه کې د اسلامي امارت له لوري د ګډون د پخلي ترڅنګ يې څرګنده کړه، چې د دوی ګډون له هېڅ لوري سره د دښمنۍ په معنا نه، بلکې د تعامل په معنا دی، چې بايد ترې ګټه واخيستل شي.

نوموړي دغه راز له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغانستان او افغانانو په هکله خپل مکلفیتونه بايد ترسره کړي.

په دې ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون پرېکړې د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړيکو د پراختيا په هکله د خلکو هيلې زياتې کړي دي او داسې ښکاري چې له غونډې وړاندې د اسلامي امارت هغو ملحوظاتو ته پاملرنه شوې، چې په دوهمه ناسته کې يې له امله اسلامي امارت د نه ګډون پرېکړه کړې وه.

د سياسي چارو شنونکي هم په دې باور دي، چې دغه ناسته به د نړۍ او افغانستان ترمنځ اړيکې پراخې کړي او دغه راز به د افغانستان لپاره په سياسي او اقتصادي برخو کې هم ښې پايلې له ځان سره ولري.

د افغانستان په هکله د دوحې ناسته کې اسلامي امارت په داسې حال کې د ګډون پرېکړه کړې، چې څو ورځې وړاندې د اتریش پلازمینه ويانا کې د اشغال پر مهال د حاکمې ادارې ځينې بدرنګې څېرې په يوه کم رنګه غونډه کې سره يوځای شوې وې او يو ځل بيا يې نړيوالې ټولنې ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

خو داسې ښکاري چې نړيواله ټولنه په اوس وخت کې له اسلامي امارت سره تعامل خپله اړتيا ګڼي او لومړيتوب ورکوي او پخوانۍ ازمويل شوې څېرې بيا ورته د باور وړ نه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button