سرلیکنې

د دوحې درېيمه ناسته؛ د اسلامي امارت د فعالې دېپلوماسۍ څرګندویه!

9 / 100

اسلامي امارت له پيله نړۍ سره د خپلو ديني او ملي ارزښتونو پر محور د ولاړو پراخو سياسي او اقتصادي اړيکو د رغولو پاليسي غوره کړې او په دې برخه کې يې رغوونکې هڅې هم کړي.په ځواب کې يې نړيوالې ټولنې د امريکا او لوېديځ په اشاره د افغانستان له مشروع نظام سره د اړيکو په برخه کې د پام وړ ګامونه، نه وو اخيستي، خو په دې وروستیو کې ځينې سازمانونه او هيوادونه د اسلامي امارت د بريالي بهرني سياست او فعالې دېپلوماسۍ له امله دې نتيجې ته رسېدلي، چې له افغانستان سره اړيکو ته د لوېديځ د غوښتنو او فرمايشونو پرځای د خپلو ګټو له زاويې څخه وګوري.

د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په ابتکار روانه دوه ورځنۍ غونډه کې د اسلامي امارت غوښتنې په پام کې نيول او د افغانستان د مشروع او يوازيني استازي په توګه د افغانستان د اسلامي امارت له خوښې سره موضوعاتو باندې بحثونه هغه څه دي، چې د اسلامي امارت د بريالي بهرني سياست څرګندونه کوي.

د چارو کارپوهان په دې هکله نظر لري، چې ګواکې د دوحې درېيمه ناسته کې د لومړنیو دوو ناستو خلاف د غونډې د اجنډا او د ګډونوالو په هکله د اسلامي امارت دريځ او غوښتني منل شوي او همدا لامل دی، چې اسلامي امارت په کې د ګډون پرېکړه کړې ده.

له نړۍ سره د اړيکو د پراختيا په برخه کې څه موده وړاندې د قزاقستان ولسمشر اعلان وکړ، چې اسلامي امارت يې د ممنوعه ډلو له لېست څخه اېستلی او غواړي چې له افغانستان سره خپلې سياسي او اقتصادي اړيکې لا پياوړې او پراخې کړي.

دغه راز د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف هم اسلامي امارت په افغانستان کې يوازينی حاکم قدرت ګڼلی او ټينګار يې کړی ، چې هيواد يې له اسلامي امارت سره د هر اړخيزو اړيکو رغولو ته لېوال دی.

د بېلابېلو هيوادونو او سازمانونو له لوري اسلامي امارت سره د‌ اړيکو رغولو په برخه کې د ستونزو پر ايجادولو سربېره هم اسلامي امارت په سياسي ډګرکې خورا ډېر پرمختګ کړی او د شنونکو په باور په نږدې راتلونکي کې داسې ښکاري چې اسلامي امارت سره به د‌ سيمې او نړۍ هيوادونه د دوه اړخیزو سياسي او اقتصادي ګټو په موخه پراخې سياسي او اقتصادي اړیکې ورغوي او داسې ښکاري چې د ځينو هيوادونو او د تېرې ادارې د ځينو تش په نامه افغان سياستوالو هغه هيلې له خاورو سره خاورې شوې، چې غوښتل يې د سياسي او اقتصادي فشارونو له لارې اسلامي امارت باندې خپلې غوښتنې او فشارونه ومني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button