سرلیکنې

د دوحې تړون‎؛ د خپلواکۍ یو بې ساری ملي سند!

نن د (۱۴۰۲هـ ش) کال د حوت لسمه د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکايي یرغلګرو ترمنځ د هغې معاهدې څلورمه کلیزه ده چې پر اساس یې بهرنۍ صلیبي لښکرې زموږ له ګران هېواده ووتلې او افغانانو د خپلواکۍ یو ستر نعمت د دوهم ځل لپاره ترلاسه کړ

نن د (۱۴۰۲هـ ش) کال د حوت لسمه د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکايي یرغلګرو ترمنځ د هغې معاهدې څلورمه کلیزه ده چې پر اساس یې بهرنۍ صلیبي لښکرې زموږ له ګران هېواده ووتلې او افغانانو د خپلواکۍ یو ستر نعمت د دوهم ځل لپاره ترلاسه کړ- حقیقت دادی چې په عمومي توګه له هرې جګړې وروسته د ښکېلو خواو ترمنځ څه ناڅه خبرې اترې او کوم تړون خامخا ترسره کیږي او د نړۍ هر ملت د خپل تاریخ په اوږدوکې حتماً داسې تړونونه خامخا لري: لکه د جګړې په هر ډګر کې چې لږو ډېر زیانمن یا غالب او مغلوب وي، همداسې په معاهداتو کې هم څوک ډېر ګټیالی، څوک زیانمن او یا کوم لوری غولېدلی وي- د مثال په ډول که د خپل هېواد څو لویې معاهدې وګورو وینو چې په لاهور کې د شاه شجاع او انګریزانو ترمنځ د (۱۸۳۸) میلادي کال موافقه په صراحت سره د هېواد پلورنې یو سند و، بیا د ننګرهار په ګندمک کې د امیر یعقوب خان او انګریزانو ترمنځ د (۱۸۷۸) میلادي کال معاهده یو ځل بیا د هېواد یوې برخې د پلورلو بل سند، ورپسې کابل کې د امیر عبدالرحمان خان او ډیورنډ پرنګي ترمنځ د (۱۸۹۳) کال تړون بیا هم له خپلې نیمایي خاورې د تېرېدو معاهده، همدارنګه راولپنډۍ کې د امان الله خان او انګریزانو ترمنځ بل تړون بیاهم له بهرنۍ خپلواکۍ سره سره د پخوانیو وطن پلورنو د پخلي سند هم و. دغه راز په (۱۳۶۷هـ ش) کال د پاکستان او شوروي ترمنځ د ژنو موافقه چې د شوروي ځواکونو له وتلو سره د مجاهدینو د پلورلو تړون هم و او بل وار بن کې د (۱۳۸۰هـ ش) کال هغه موافقات چې پر اساس یې د څو بې ننګه افغانانو له خوا اته څلوېښتو صلیبي لښکرو سره د ملګرتیا وعده وشوه. خو د یادو ټولو معاهدو پر خلاف په یوازنۍ توګه دوحې موافقه هغه تړون وچې له افغانستانه یې په بشپړه توګه د ګردو خارجي لښکرو وتل او په کورنیو چارو کې یې نه لاس وهنه تضمین او په دې ډول یې افغانانو ته لوی عزت، سر لوړي او خپلواکۍ وګټله- مطلب دا چې کله هم افغان ولس غولېدلی او د یو خاین، دروغجن او هوسپالونکي قیادت لاندې یې مبارزه کړې نو حتماً یې ټولې هڅې او سر ښندنې هدر تللې او تر پخوا زیات شرم، ذلت او بدمرغۍ سره مخ شوي، خو کله چې کوم رښتیني او مخلص قیادت پسې تللي نو بې شانه لویه ګټه، سرلوړي او کامیابي یې ترلاسه کړې ده. بناءً ویلی شو چې میرویس نیکه، احمدشاه بابا او ملا محمد عمر مجاهد (رح) واقعاً هغه رښتیني مشران وو چې د قیادت له برکته یې افغانانو خورا ستر ویاړونه وګټل او لازمه ده چې هم موږ او هم زموږ راتلونکی پښت د همدغسې اتلانو لاره خپله او بیا هېڅکله د پردیو په اجیرانو و نه غولیږي. لنډه دا چې موږ باید همدا نن یو ځل بیا دغه سبق له سره تکرار کړو چې که په جګړه کې مېړانه او قرباني په کار ده، همداشان په مرکه او مذاکراتو کې هم خورا ډېرې هوښیارۍ، ځیرکۍ او حوصلې ته اړتیا ده. دوحې تړون واقعاً د همدغو شرطونو د موجودیت له برکته د افغان ملت په بریالیتوب منتج شو. یاد یې بختور او پالونکي یې سر لوړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button