سرلیکنې

د دفتري چارو پیچلتيا مخنیوی خورا  اړین دی

دا یو ښکاره واقعیت دی،چې کله یو ملک د پردیو له خوا تر دومره اندازې اشغال شوی وي چې ټول  اقتصاد او لګښتونه یې له بهره ورکول کېږي،بیا نو طبیعي ده چې زیاتره ادارې به یې هم د هغوی په خوښه او لېوالتیا منځ ته راځي او د هماغو په ترسیم شوې نقشه به چلېږي

دا یو ښکاره واقعیت دی،چې کله یو ملک د پردیو له خوا تر دومره اندازې اشغال شوی وي چې ټول  اقتصاد او لګښتونه یې له بهره ورکول کېږي،بیا نو طبیعي ده چې زیاتره ادارې به یې هم د هغوی په خوښه او لېوالتیا منځ ته راځي او د هماغو په ترسیم شوې نقشه به چلېږي او دوام به مومي. مطالب دا چې دغسې وضعیت کې اشغالګر ځواکونه د محکوم ولس اړتیا او مصالح هېڅکله په پام کې نه نیسي بلکې هغوی فقط عوام غولول، بوختول او وختونه یې ضایع کول غواړي. لکه چې پر همدغه پلان د شوروي اشغال په زمانه کې هم عمل وشو او تر خپله وسه یې بې ضرورته سرکارې ادارې جوړي او بیایې فقط د خلکو مصروفولو په موخه لسګونه زره نارینه او ښځینه مامورین عاطل او باطل په کې کېنول. البته د ناټو خېلو په اشغالي دوره کې بیا دغه پلان ته لا ډېر پرمختګ ورکړل شو او لکونه وګړي یې تیارخورۍ ته کېنول ښایي ځینې خلک فکر وکړي چې دا به هم د یو شمېر هېوادوالو لپاره کاري او بوختول به یې ګټور وي، خو حقیقت دا دی چې دا ډول بوختیاوې یقیناً تر ډېره زیانمنې وي. ځکه له یوې خوا د حکومت لپاره د ډېرو مامورینو پالنه یو ډېر دروند مالي پېټی دی، له بلې خوا په اداراتو کې چې هر څومره ګڼه ګوڼه زیاتېږي نو خامخا بې نظمي او ګډوډي هم پکې زیاتېږي چې بیا د عوامو لپاره هم یو لوی سرخوږی ګرځي. بناءً ویلی شو چې د حکومت مسؤلیت یوازې دانه دی،چې د خپل رعیت یو شمېر نازولي په دې نامه تیار خورۍ ته کېنوي چې دا دی روزګاریې ورته پیدا کړ. بلکې د حکومت مکلفیت دا دی  چې خپل د کار سړي مثبتو او ګټورو چارو کې مصروف کړي. داسې چارې چې رغنیزې او تولیدي اغیزې ولري او د هېواد بسیاینې او پرمختګ لامل ګرځي. تر دې ورهاخوا د اصلاحاتو په لړ کې د دفتري چارو د پېچلتیا او بې ځایه کاغذ پرانۍ مخنیوی هم خورا اړین دی. ځکه موجوده وضعیت انتهایي لانجمن، له ستومانۍ ډک او د مراجعینو لپاره د وخت ضایع کېدو او زړه تورۍ باعث ګرځېدی شي. مقصد دا چې ټولې دفتري چارې او خلکو ته د خدمت تر سره کولو مراحل باید تر ممکنه حده ساده او دومره اسانه شي چې که فرضاً یو مظلوم د حکومت عدلي او قضایي ادارو ته خپل عرض رسول غواړي نو له داسې چلند سره مخ نه شي چې بالآخره پرخپلو راتلو پښېمانه وي. دغه راز په روغتیایي برخه کې باید ناروغانو ته هم په اسانۍ سره ضروري خدمات ورسول شي او همدارنګه سوداګر او صنعتکاران باید د جواز اخیستو، ځمکې، ځای، برېښنا او نورو اړتیاوو ترلاسه کولو کې دومره ونه ځغلول شي چې آخر پای يې خپل هېواد کې له کار او پانګونې زړه توري او د خپلې پانګې او فعالیت وېستلو او درولو ته مجبور شي. لنډه دا چې که چارواکي په هره ځانګه کې انتظامي اصلاحاتو، اسانۍ، سادګۍ دقت او شفافیت ته ښه متوجه اوسي، شک نشته چې په ډېرې چټکۍ سره به هېواد پر ځان بسیا، خلک خوشاله او نظام به باقي او مستحکم پاتې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button