مقالې او تبصرې

د درېیم زبرځواک ماتې او پر ارګ د  عمري لښکر بیا واکمنېدل

امریکا او متحدین یې کلونه وړاندې د خپل هوش له موجه وتلي وو، دوی نه پوهېدل چې څه وکړي، بالاخره یې پر افغان خاوره، افغان مظلوم ملت او پر یوه ثابت قدمه مکمل نظام حُجوم راوړ. د جنګ او دیپلوماسۍ له ټولو قوانیونو خلاف یې داسې عمل تر سره کړ،چې د ظلمونو او بې عدالتۍ ریکارډ به یې تر ورځې قیامت پورې څوک مات نه کړي.

افغانان یې څوک بې کوره، څوک شهیدان، څوک زخمیان، څوک بندیان او ځینې یې له ډول ډول شکنجو څخه تېر کړل. کورونه، مدرسې، مساجد او عام المنفعه ځایونه یې ټول بمبار کړل. علماء، حافظان او قومي مخور یې په رنګارنګ تورونو بدنام کړل.

په مقابل کې افغانان هم داسې څوک نه دي چې د اشغال تر سیوري لاندې دې بې غمه خوبونه وکړي، نه داسې هېڅکله هم نه شي کېدای، افغانان داسې څوک دي،چې اشغالګرو ته په ماتې ورکولو سره په نړۍ کې زرین تاریخونه لري، هغوی د انګرېزانو او روسانو په څېر ښکرورو ښکر داسې مات کړي،چې اوس هم بې ښکرو ګرځي او د بیا راتګ لپاره به خپلو بچیو ته هم د نه راتګ نصیحتونه کوي.

هغه طالب چې یو وخت یې د ځمکې پر سر د ژوند کولو حق نه درلود، یا به بندي کېده او یا به وژل کېده.!

طالب هغه څوک و،چې په کلیواله اصطلاح یوازې د یوې جرابي په مرمیو پر مټ یې د بې 52 ډوله، کروز، بلک هاک، بې پیلوټه، ټانګونو، ډول ډول اسلحو او یونیم لک پوځ او زیات شمېر داخلي ګوډاګیانو په مقابل کې لکه سپر ودرېد.

طالب د ښار له دنګو ودانیو، ښکلیو پارکونو، لوکسو موټرو او پستو پلنګونو کډه وکړه، د مور او پلار له خوږې غېږې جلا شول، خپل تنکي بچيان یې له خپلې مینې بې برخې کړل، له خوښیو، خوندونو او مستریح ژوند څخه لېرې یې د غره لمن ته کډوال شول؛ د غره ګرمو او کلکو ډبرو ته یې ډډه ووهله او د یو لوی ښامار د چپه کېدو په فکر کې شو.

طالب دې وخت کې نه ټانګ، نه طیاره، نه اوسني لکسیس، نه فلډر موټرونه او نه لیزري اسلحه درلودل. طالب یوازې د خالد او عمري هوډ او الهي نصرت پر مټ دا درنده څپه هم را چپه کړه. داسې کانې یې پرې وکړې چې د وتلو او شاتګ لار ترې ورکه شوه.

امریکا د زور له موجه راکښته شوه او مکار سیاست یې پیل کړ، دوی غوښتل له دې لارې خپله ماته پُزه جوړه کړي، پوره اتلس میاشتې یې خپل ټول توان وکړ، خو دلته هم له محمدي مقتدیانو سره مخ شول، دوی په دې تړون(د دوحې تړون) په مرسته یوازې دومره وکولای شول چې صرف د څوارلسو میاشتو لپاره له ډبولو په امن شي  او په اخیر کې په ارامه توګه تر خپل کور پورې ولاړ شي، چې دا یې لاسته راوړنه نه بلکې د تیښتې لپاره لاره لټول وو.

خو یوه داسې ورځ هم پرې راغله،چې دوی په خوب کې هم نه وه لیدلې، د خلاصون لاره ترې ورکه شوه، زوی پر پلار او پلار یې پر زوی حال نه درلود؛ تیار کړي خواړه ترې پاتې او د تشناب پر چمپلانو کې د هوایي میدان تر دروازو ورسېدل.

دا تاریخي ورځ د اسد ۲۴ وه،چې ارګ د سپېڅلي عمري ځواک قدمونه ښکُل کړل او له کلونو جدایۍ  وروسته د خپل واقعي مالک لاسته ولوېد.

ارسلا مفتون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button