مقالې او تبصرې

د دریمې نړیوالې جګړې انگازې!

په داسې حال کې چې د افغانستان غېږه تازه له یوه لوی اشغاله خلاصه شوې او د امن، پرمختګ او سکون غوټیو ګلونه سپړلي، ورسره سم په نړیواله کچه یو ځل بیا د تربګنیو څپې راخپرې دي او وړاندوینې داښیي، چې دا به د یوې بلې لویې نړیوالې جګړې پیل وي.

افغان مجاهدینو چې له افغانستانه د اشغالګرو ځواکونو څخه د جبر او ستم کمپل ور ټوله کړه، سملاسي یې د خپلې سرګرمۍ په خاطر د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې سپرغکیو ته پوکی ورکړ.

 د وسلو د خرڅلاو لپاره د یوه بل بازار موندل او د رقیبې روسیې د پوځي ځواک د مالومولو ترڅنګ د یاد هیواد اقتصادي کمزورتیا یې له مهمو موخو څخه وه.

امریکا د خپل خیالي مزدور (زیلنسکي) په مټ روسیه را وننګوله،  هغه چې دا هرڅه د خپل مسلک (فلمي کمیډیني) له مخې کتل؛ د سترګو په مخ کې یې د روسیې لخوا د هېواد  هسکې ماڼۍ په کنډواله بدلې شوې.

امریکا د ۶۰ میلیاردو ډالرو ورکړل شوې مرسته هم نیمه خپله بېرته هضم کړه او نیمه کې یې وسلې په بدل کې ورکړې؛ پر دې سربېره یې له روسي اشغال څخه د ویرې کمپاین په اروپا کې هم خپور کړ او پر ځینو اروپایي هېوادونو یې هم پرېمانه وسلې وپلورلې.

بلخوا یې افریقا کې مړې شوې سکروټې راپیدا کړې او هلته یې هم پراخه ګډوډي جوړه کړه.

د جنوبي افریقا هېواد یې په خپل منځي اخ وډب اخته کړ او له روسیې سره په همغږي یې هڅه وکړه، څو د نیجر، مالي او بورکینا پاسو،  په څېر غریبو هېوادونو کې هم د استقلال روحیه پیاوړې کړي.

دغه غریب هېوادونه چې تر ننه پورې یې سره زر او یورانیم د فرانسویانو لخوا تروړل کېدل، په یو ناڅاپي توګه یې د استقلال اعلان وکړ، چې آن ناخبره فرانسوي مشران یې هم ګوته په غاښ کړل.

دا په تېرو څو اوونیو کې پر فرانسه دوهم سیستماتیک برید و، چې د ځینو لویو قدرتونو په همغږي پلان سره پرې ترسره شو؛ لومړی هغه یې د دغه هېواد پلازمېنه کې د خونړیو،  قهرجنو او لویو مزدحمو لاریونونو ترسره کېدل وو.

که څه هم فرانسې تر ننه د امریکا پر وړاندې هېڅ کوم علني ګام نه دی اخیستی، خو ښایي امریکا نه غواړي په ناټو اتحاد کې هغه څوک پاتې شي، چې د دوی د پرېکړو پر وړاندې ممکنه خنډ هم جوړ کړي.

بلخوا په منځني ختیځ کې د لبنان، سوریې او فلسطین سره د یهودي واکمنو تربګني زور اخیستی، چې ښایي هلته هم ډېر ژر د یوه لوی داخلي انفجار ځوږ پورته شي.

په سیمه کې د ایران او پاکستان حالات هم ښه نه ښکاري او ورځ تر بلې یې سیاسي تشنج  د خطرناک پاڼ پر لور، یون را لنډوي.

امریکا په یوه او بله بهانه چین هم پر جګړو ور ګډوي،کله یې تایوان ورته پړانګ کړی وي او کله هم له فلپین نه ورته بلا جوړه کړي؛ خو هوښیار چین سر ښکته نیولی، په بیغمۍ سره اقتصادي پروژې مخته وړي او دنیا د ځان مدیونه ګرځوي.

آخوا سعودي او ترکیه هم د دوو لویو مسلمانو هېوادونو په توګه په نړیوالو پرېکړو کې هسک سرونه وړي؛ خو ښایي لامل یې د دوی ځراکت او سیاسي ظرافت نه وي.

ښایي دواړه هېوادونه د یهودانو د مرموزې لوبې د ښکار کېدونکو موخو په کتار کې  وروستی ځای ولري؛ په دې معنی چې نوبت به ورته رسېږي، خو په لږ ځنډ سره…

افغانستان به داځل هم لکه د تېر په څېر د خیر په غونډۍ ناست وي، یواځې د مظلومو مسلمانو پرګنو د تحفظ دعاګانې به کوي او د هغو غلیمانو د ماتې سیل ته به شیبې شمېرې چا چې پرون د یرغلګرې امریکې تر قوماندې لاندې دا وطن کنډ کنډر کړ.

رښتیا! وروسته تر دې چې یاد هېوادونه د اوکراین په برخلیک اخته شي، زموږ تښتېدلي ټامیان به هم ځوړند سرونه بېرته خجالته راستنېږي او په خپلو تېرو کړو به د نصوحا توبې ترڅنګ د اسلامي امارت د واکمني شکرانه هم ادا کوي.

خالقیار احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button