
اقتصاد
د درملو د توليد ظرفيت له ۲۵۰څخه ۶۵۰ قلمو ته لوړ شوی
د خوړو او درملو د ملي ادارې مسئولين وايي چې دا مهال په ټول هيواد کې د درملو توليد برخه کې ۹۵کارخونې فعاليت لري چې ۳۹ يې تازه د تېرو نږدې دوو کلونو پر مهال جوړې شوې دي.د يادې ادارې د مسئولينو په وينا، د درملو او روغتيايي محصولاتو برخه کې ځينې کارخونې، چې د بېلابېلو لاملونو له امله تړل شوې وې هم بېرته فعالې شوې دي.د خوړو او درملو د ملي ادارې وياند جاويد هژير وايي، چې د يادو کارخونو د توليد ظرفيت له ۲۵۰ قلمو څخه ۶۵۰ قلمو ته لوړ شوی دی.نوموړی وايي: (( دا مهال په ټول افغانستان کې د درملو او روغتيايي محصولاتو توليد برخه کې ۹۵کارخونې فعاليت لري ،چې ظرفيت يې هم لوړ شوی او پخوا يې د توليد ظرفيت کم و.))