سرلیکنې

د خپل ځان او مقدساتو دفاع لویه فریضه ده !

په دې کې هېڅ شک نشته چې د اسلامي مفاهیمو پر اساس انسان اشرف المخلوقات او د ځمکې پرمخ د الله عزوجل نایب او خلیفه دی. همدې لوړې مرتبې ته په کتو هر انسان د خپل ځان، عقیدې، حیثیت، مال او نورو معنوي او مادي ارزښتونو د ساتنې او دفاع بشپړ حق لري.

په دې کې هېڅ شک نشته چې د اسلامي مفاهیمو پر اساس انسان اشرف المخلوقات او د ځمکې پرمخ د الله عزوجل نایب او خلیفه دی. همدې لوړې مرتبې ته په کتو هر انسان د خپل ځان، عقیدې، حیثیت، مال او نورو معنوي او مادي ارزښتونو د ساتنې او دفاع بشپړ حق لري. البته دا چې انسان یو عقلمن مخلوق دی، نو د نورو حیواناتو په شان یې د ظاهري بڼو، نسلونو او وطنونو په اعتبار وېشل نه دي مناسب، نو لازمه ده چې يوازې د فکري او نظریاتي اختلاف پر اساس سره ووېشل شي،چې له دې پلوه بیا صرف دوه ډلې منځ ته راځي، یعنې حقپالونکي او باطل منونکي، ځکه اهل باطل که هر څومره ډولونه ولري،خو په حقیقت کې  هماغه د شیطان ډله ده. ښکاره ده چې د انسان له پیدایښته رانیولې تر قیامته به د حق او باطل دغه اختلاف او جګړه روانه وي او طبیعي ده چې د رحمان او شیطان دغه دواړه دښمنې ډلې به حتماً یو پر بل تعرضونه او یرغلونه کوي.همدا وجه ده چې یاده جګړه د تاریخ په اوږدو کې راروانه ده او لا به هم روانه وي، ځکه د دوی ترمنځ روغه جوړه هېڅ امکان نه لري او دا ډول توقع سراسر یو خالص حماقت دی. پر دې اساس د سلیم عقل حکم او غوښتنه داده چې باید هر انسان د خپلې دفاع لپاره تر خپلو وروستیو امکاناتو پورې هڅه و هاندو کړي، خو دا بیا زموږ لپاره خورا زیات د افسوس ځای دی چې د ابلیس لښکرو د خپل مقابل لوري د ځپلو او خپل ځان او ګټو د خوندي کولو لپاره انتهایي ډېرې هڅې کړې او داسې وسایل یې چمتو کړي،چې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې د رحمان د لښکر یو ادنا پلوی ۳مخ

 هم نه شي ترې بې غمه کېدی او همدا وجه ده،چې ټول لګیا دي شپه ورځ یې په هر ځای کې تعقیبوي، تېری او یرغل پرې کوي، خپل کور کې یې وژني، تړلي یې زندان ته اچوي، مالونه یې وړي، ناموس یې بې پته کوي او په ډاګه یې د مقدساتو سپکاوی کوي،خو بیا هم ډېر افسوس چې د اسلامي نړۍ سیاسي او انتظامي مشران د «دوست او تسلیم» له نارو سره سره د کفري ځواکونو له خوا نه بښل کېږي او پرله پسې له سپکاوي سره مخ کېږي. تر مشرانو ورهاخوا د عامو مسلمانانو د سپکاوي، بدمرغۍ او تباهۍ خو له سره څه یادښت نه کېږي، چېرته یې بشپړې کورنۍ سیندونو ته اچول کېږي، چېرته یې د یوې غوا په ذبح کولو پوره پوره کلي لوټل او سوځل کېږي او چېرته یې ناموس او دیني مقدساتو ته په ښکاره لاس اچول کېږي.

لنډه دا چې نن د نړۍ پرمخ ګر د اسلامي امت له خورا ناوړه انحطاط او ذلت سره مخ دی، خو مشران لا هم د الله تعالی دښمنانو ته د «دوست، دوست» نارې وهي او د یو بې روحه جسد په څېر یې لغتو ته پراته دي، سره له دې چې خپلو کې بیا هر یو ترحده زیات تریخ، توریالی او مېړنی دی، هر یو د لکونو زړو عسکرو، اتومي وسلو او وسایلو دعوې لري!

نو اې د اسلام او مسلمانانو اولوالامر مشرانو تاسې به کله د سپېڅلي الهي کلام دفاع کوئ، کله به قبله ژغورئ، کله به د خپل ناموس پوښتنه کوئ او کله به په یوه غږ د خپلې دفاع لپاره یو بل ته لاسونه ورکوئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button