مقالې او تبصرې

د خپلې کورنۍ اقتصاد څنګه پیاوړی کړو؟

کله کله  یوه کورنۍ د ژوند بهیر کې اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کیږي، که ستاسې کورنۍ زیاتې پیسې لري یا کمې خو مالي او اقتصادي ستونزې عامې دي او ستونزمنې مسلې یا ګواښونه شاملوي لکه د پیسو له لاسه تلل یا کار له لاسه ورکول دغه ټول مالي ارزښتونه دي چې اقتصاد کمزوري کوي.

کله کله  یوه کورنۍ د ژوند بهیر کې اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کیږي، که ستاسې کورنۍ زیاتې پیسې لري یا کمې خو مالي او اقتصادي ستونزې عامې دي او ستونزمنې مسلې یا ګواښونه شاملوي لکه د پیسو له لاسه تلل یا کار له لاسه ورکول دغه ټول مالي ارزښتونه دي چې اقتصاد کمزوري کوي.

یوې خارجۍ میرمنې لیکلي چی (مونږ په خپله کورنۍ کې په منظم ډول د هره میاشتې بودیجې په اړه فکر کوو، د هرې اونۍ لپاره لګښتونه په نظر کې نیسو او همدارنګه د سپماَ موخې ته رسیدو په اړه دیوه اوبل سره مشوره او خبرې کوو ځکه پیسې زموږ لپاره یوه دوامداره او پرمختللي موضوع ده)

مالي مسایل خوارا مهم دي چې باید په پام کې ونیول شي که چیرې د لاندو مشکلاتو د حل پلان  په نظر کې ونیسو نو بیا د خپلی کورنۍ اقتصادي بنسټ قوي کولی شو.

۱- د عوایدو نشتون یا کم عواید

د عوایدو نشتون د اقتصاد لپاره یوه لویه ستونزه ده چې یوه کورنۍ د پیسو نشتون او مالي ننګونو سره مخاخ کوي خو که چیرې ستاسو عواید کم وي نو کوشش وکړئ چې غیر ضروري مصرفونو له منځه وړلو لارې چارې ومومئ، فکر وکړئ چې زه د میاشتې څومره عواید لرم، څه وکړم او لومړني ضرورتونه کوم دي چی باید پیسې ورکړم.

۲- زیات پورونه کول

د پور نه کول یا د پور کمول یو جدي لومړیتوب دی، خو فکر وکړئ چې د اونیز یا میاشتني لومړني ضرورتونه مو پوره کړئ، که چیرې له اونیز یا میاشتني مصرف وروسته تاسو سره کمې پیسې پاتې شي، کوشش وکړئ هغه پاتې یا اضافه پیسې پور ته ورکړي کم ازکم لږ پور به خو مو ادا کړی وي. تل خپل شخصی مصرف هم په نظر کې ونیسئ د تیلفون یا انټرنټ مصرف مو د اړتیا په صورت کې وکړئ، بی ځایه مصرف مه کوئ، چکر ته که ځي نو باید پلان کې ولرئ چې څومره پیسې راڅخه مصرفیږي هغه که ستاسو اړتیاوو ته پیسې نه پاتې کیدې نو چکر ته مه ځئ هو منم چې دغه به سخته وي خو د مصرف کولو څخه مخکې د پیسو سپاوی وکړئ او دغه یو عادت وګرځوئ.

۳- بی کاري یا بې دندې

ټوله نړی کې په تيره بیا زموږ هیواد افغانستان کې بې کاري زیاته ده او زیاتره هیوادوال له دغو مشکلاتو سره مخامخ دي، خو کم ازکم منظم پلان ولرئ او په پلان کې باید ولرئ چی زه باید د ورځې 100 روپې عوایدو درلودلو کار خو پیدا کړم او فکر وکړئ که چیرې خپله دنده یا کار له لاسه ورکړم نو څوک به ستاسو کورنۍ کې د اقتصادي او مالي له پلوه مرستندویه واوسیږي چې هغه مشکلات حل کړئ کوم چې تاسې یې د هغه ضرورت لپاره خپلې کورنۍ ته پیسې ورکوئ یا ورکولې. خپلی کورنې غړو سره یو ځای کیني هغوی سره خبرې وکړئ چې که چیرې ورته مشکلاتو سره مخامخ شوئ نو څه ، څنګه او څومره وخت لپاره او څوک؟ همدارنګه باید لګښتونه په نظر کې ونیول شي نو زه باوري یم چی تاسو به ورته د حل لار پیدا کړئ او په پلان کې ولرئ. کوشش باید وشي چې کار زر تر زره پیدا کړئ حتا که معاش یې هم کم وي.

۴- د روغتیا لپاره لګښتونه

روغتیایي پاملرنه یوه قیمتي اړتیا ده نو تاسو باید په پلان کې ولرئ که چیرې کوم یو د کورنۍ غړی ناروع شو نو بیا باید څه وکړم؟ هغه ناروع باید عاجل یو مسلکی ډاکټر ته یوړل شي او ښه طبابت یې وشي، داسې نه چی هره ورځ له یو پرچون دوکان څخه ورته د 10 روپیو بغیر د کوم دلیل څخه دوا ورته اخلې چی ناروغ ناروغي به زیاته شي او راتلونکی کې به بیا د هغه تشخیص لپاره زیاتې پیسې مصرف شي نو اړینه ده چی باید اول او زر تر زره مسلکی ډاکټر ته یوړل شي.

۵- د واده لپاره لګښتونه

واده کول هم په خپل وخت کې هم یو اړین ضرورت دی خو دغه یو رواجي کار دی چی باید واده په هوټل یا کور کې د زیات مصرف سره وشي او تل له نورو کورنیو سره د یو سیالی په شکل واده کې زیات مصرف کوي، خو باید د واده کولو په وخت کې د یو منظم پلان له مخې مصرف وشي او مصرف باید صرف د اړینو شیانو لپاره وشي هسې نه چی د واده وروسته د لومړنیو ضرورتونو لپاره پیسې ونه لرئ.

تر ټولو مهمه ده چی باید سخت کار وکړئ، زغم او حوصلې سره تل کوشش وکړئ چی خپله دنده یا کار کې پرمختګ وکړئ نو که تاسې په ریښتني ډول غواړي چی بودیجه جوړه کړي نو باید په ریښتنی توګه د پیسو سره د یو منظم پلان له لارې لاړ شي ځکه پیسی په ژوند کې مهم بنسټ دی.

لیکنه: امیرالله فیضي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button