
د خپلواکۍ ۲یمه کليزه دې ټولو افغانانو ته مبارک وي !
دا دی يو ځل بيا پر افغان مؤمن کړېدلي ولس د خوښيو او نېکمرغيو هغه بختوره ورځ راورسېدله چې تر شلو کلونو وروسته يې د مغرورو او سرکښو پرنګيانو او د هغوی بې ننګو داخلي مزدورانو د ذليلانه تېښتې خوندورې شېبې ليدلې او له نندارو يې خوندونه اخيستل. لوی څښتن تعالی لره بې شانه او بې حده ستاينې دي چې پر موږ يې د هماغې نېکمرغې ورځې ۲مه کليزه را پېرزو کړه او دا دی ټول مجاهد ملت يې يادښت او نمانځنه کوي. دا واقعيت يقيناً د لمر په شان څرګند دی چې افغانانو له شل کلن پردي اشغاله د ازادۍ او خلاصون دا ستر نعمت د خورا بې شانه او بې سارو قربانيو او سرښندنو په ترسره کولو او د جګړې بې شمېره ناخوالو، مصيبتونو او غمونو په قبلولو او زغملو ترلاسه کړی او بې له شکه پر ټول ملت يې د شکرانې اداء کول حتمي واجب او لازمي دي. موږ او زموږ ګرد سره راتلونکي نسلونه بايد دغه بختوره فتح د زړه له تله ونمانځي، قدر يې وپېژني او د لوی څښتن تعالی د دې سترې پېرزوينې شکرانه اداء کړي،ځکه د دغې فتحې او خپلواکۍ په نتيجه کې ټول افغان ملت له بې شمېره بدمرغيو، کړاوونو، فتنو او فسادونو ژغورل شوی او په خپله خوښه د خپلو ټولو مادي او معنوي ارزښتونو په ساتلو او ملي ګټلو پاللو سره د يو ملي حاکميت د قيام يوه بې مثاله تاريخي موقع په لاس ورغلې ده. دا نېکمرغه او لويه ورځ پرته له شکه له افغانانو زښته ډېره شکرانه غواړي، البته دا شکرانه يوازې په دې نه ترسره کېږي چې يوازې څو مجلل مجلسونه او احساساتي شعارونه په شور او ځوږ تکرار شي، بلکې رښتينې شکرانه دا ده چې د تېرو څه باندې څلورو لسيزو د مجاهدو، مبارزو او قربانيو بنيادي موخې، اهداف او اصلي تګلاره تعقيب شي، د خپلو لکونو ارمانجنو شهيدانو په مسير پرمختګ ته دوام ورکړل شي، د پوره اسلامي او ملي خپلواک نظام د خونديتوب او له انحرافه يې د ساتنې هوډ او جذبه سړه نه شي او بالآخره زموږ د مظلوم او ځورېدلي مجاهد ملت ان راتلونکي نسلونه هم تل پر ځان بسيا او خپلواک پاتې شي.
لنډه دا چې اوس هم بايد د خپل نظام د استحکام، سمون او پايښت لپاره په هماغه جوش او جذبه هڅه هاند وشي، کومه چې د شل کلن اشغال په زمانه کې د هر با احساسه افغان د زړه په تل کې خوټېدله، يقيناً اوس همدا ستر جهاد او زموږ له ټولو ستر مسؤليت او مکلفيت دی.
راځئ يو ځل بيا خپل تعهد نوی او په همدې هوډ له سره ملا وتړو. بې له شکه چې زموږ بريالۍ راتلونکې يوازې زموږ په سعی او جديت پورې اړه لري. موږ به حرکت کوو، څښتن تعالی به برکت په کې اچوي او په هماغه پروسه به مخ پر وړاندې ځو.
د خپلواکۍ دا ورځ دې بختوره او تلپاتې وي.