
د خپلواکۍ دويمه کليزه؛ د شکرانې او ژمنې پر تمينه ورځ
هغه الله عزوجل لره ډېره پاکي او ستاينه ده چې تل د خپلو رښتينو بندګانو مل دی، هغه قاهر او غالب څښتن لره چې په هره زمانه کې د مظلوم بشر او هر بې وزله او بې کسه انسان د هيلو يوازنی ډاډ دی او هغه قادر خدای لره چې دوخت هر فرعون او نمرود يې د خپلو ډېرو بې وسه او کمزورو مخلوقاتو په لاس له هلاکت او بشپړ ذلت سره مخ کړ.
دادی ډېر ډېر شکرونه دي چې موږ افغان ولس دهماغه څښتن تعالی د همداسې قدرتو نو عيني شاهدان يو او نن يوځل بيا د هغې ورځې د دويمې کليزې په ترڅ کې د وخت دلويو زورواکو مستکبرينو د شرمېدلې تېښتې يادښت کوو. بې له شکه موږ په دې ورځ که له يوې خوا د خپل تصور په نړۍ کې د خپل دښمن د ذلت او فرار انځورونه ګورو، خو بله خوا د تېرو څه باندې څلورولسيزو په موده او خصوصاً په وروستيو شلوکلونو کې د خپل مؤمن، مجاهد او مېړني ولس دهغو سرښندنو او قربانيو ندنارې او يادښت هم کوو چې د بې سارې اتلولۍ، بې مثاله زړورتوب او انتهايي صبرا و استقامت پر مټ يې د خپل راتلونکي نسل لپاره د ايمان، غيرت، صداقت او شجاعت دغه شان تلپاتې تاريخي څپر کي پرېښودل. يقيناً داوخت زموږ لپاره يوستر مکلفيت دادی چې له خپل لرغوني تاريخ نه را وروسته په تېره يوه پېړۍ کې د نړۍ له دريو يرغلګرو زبر ځواکونو سره د خپلو مېړنيو غازيانو او تورياليو شازلميو ايثار ، شجاعت او مېړانه په خورا مستند ډول د تاريخ په زړه کې ثبت او خپلو راتلونکو نسلونوته خوندي وساتو. البته موږ بايد په دې لړکې دا واقعيتونه هم له ياده ونه باسو او حتماً هغو خاينو، وطن پلورونکواو ذليلو څېرو ته د رټنې او ملامتۍ ګوته ونيسو چا چې دخپلو ناچيزو ځاني غرضونو او ګېډو پړسولو لپاره پرديو يرغلګرو سره دخپل وطن او قوم سودا کړې ده ځکه دا له هېچاته پټه نه ده چې بهرني دښمنان همېشه زموږ د يو څو داخلي غدارانو او خاينانو په مشوره، لارښوونه او ملاتړ دلته را رسېدلي او بيا يې د خپلو همدغو بړېځو پرمټ ترکلونو کلونو د ټول افغان ولس پر ځپلو او ټکولو ځانونه ستومانه کړي، خو له بده مرغه زموږ کورنيو غدارانو هېڅکله نه دبريتانيې انګريز دافغاني اجيرانو له برخليکه عبرت واخيست، نه د شوروي له وطني کمونيستانو او نه دامريکا او ناټو له افغان دښمنو هيوادوالو. حقيقت دا دی چې دبهرنيو اشغالګرو په نسبت دهمدغو کورنيو غلامانو جرم او ملامتيا څو برابره زياته ده چې نور بايد حتما پند واخلي او بيا ابداً د پرديو لښکرو او وارداتي افکارو او نظرياتو د راوستو او خپرولو هڅه او هاند ونه کړي، ځکه اوس لکه چې ټولې نړۍ ته ثابته شوه، دوی هم بايد ومني چې دلته نه بهرني ځواکونه تې کېدای شي، نه پردی کلتور، افکار او عقايد او نه دې څوک دتجزيې خوبونه ويني. راځئ دخپل ګران هيواد دوروستۍ خپلواکۍ ددويمې کليزې په دغو بختورو ورځو کې دخپل مهربان، عزيز او قادر خدای ددې سترې پېرزوينې له شکرانې سره يو ځل بيا خپلې دا ژمنې هم تازه کړو چې موږ به دخپلو مجاهدو او مېړنيو غازيانو او د ارمانجنو شهيدانو لاره نه پريږدو، خپله به هم هماغه لاره تعقيبوو او خپل نوی نسل به هم په همدې مفکوره روزو راځئ دخپل هيواد د نظام او د ملي حاکميت دټينګښت، بسيا کولو او پرمختګ لپاره شپه او ورځ يوه کړو،څو له دفاعي او اقتصادي پلوه هم خپلواک او خوندي شو او دبهرنيو يرغلونو دتکرار مخه هم ونيسو. دا بختوره ورځ دې ټول افغان ولس ته مبارکه وي.