
ټولنه او کلتور
د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوو
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي د ښځو پر کار او زدهکړو د بندیزونو له دوام سره سره په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي. د یاد پروګرام د افغانستان د څانګې مشر برلین ته د سفر پر مهال ویلي چې دغه سازمان له افغانستان څخه د وتلو نیت نه لري. د هغه په وينا، بشري مرستې د ښځو، ماشومانو او معيوبينو په ګډون د ډېرو زيانمنو شويو خلکو لپاره حياتي ارزښت لري. نوموړي همداراز د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې په ترڅ کې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې په دغه هېواد کې بشري ناورین شدت موندلی دی. د نوموړي په خبره، که څه هم په افغانستان کې د بشري مرستو له لارې د قحطۍ مخه نیول شوې، خو لا هم میلیونونه افغانان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.