
ټولنه او کلتور
د خوړو نړيوال پروګرام له يو ميليون کډوالو سره مرسته کوي
د خوړو نړيوال پروګرام وايي: دغه اداره چمتووالي لري، له يو ميليون هغو افغانانو سره مرسته وکړي، چې خپل هيواد ته ستنيږي.
د خوړو نړيوال پروګرام وايي: دغه اداره چمتووالي لري، له يو ميليون هغو افغانانو سره مرسته وکړي، چې خپل هيواد ته ستنيږي. د يادې ادارې مشرې ويلي، چې تر دې دمه له پاکستانه پر ۶۰ زره راستنېدونکو افغان کډوالو يې خوراکي توکي وېشلي دي. دغه راز نوموړې زياته کړې، په داسې حال کې چې ژمي راروان دی، خو له زلزله ځپلو افغانانو سره د مرستې لپاره کافي مالي منابع نه دي چمتو شوي. دغه پروګرام په داسې حال کې د مرستې خبر ورکوي ،چې پاکستان د هغو افغانانو د را شړلو لړۍ پيل کړې ،چې په ده هغه هيواد کې يې د کډوالۍ شپې ورځې تېرولې. د راپورونو له مخې، تر اوسه څه باندې ۲۰۰ زره افغانان هيواد ته راستانه شوي دي.