روغتیا

د خوړو او درملو ملي ادارې وياند :د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکې توکو او درملو معياري لابراتوارونه جوړ وو

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کيفيت د کنټرول لابراتوارونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کيفيت د کنټرول لابراتوارونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

دغه ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دوى په پام کې لري چې د هېواد په څلورو زونونو (کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار) کې د خوراکي توکو او درملو په نړيوال سټنډرډ سره د کيفيت د کنټرول ستر لابراتوارونه جوړ کړي.

دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې د دومره لويو او معياري لابراتوارونو د جوړولو پرېکړه کېږي.
په دغو لابراتوارونو کې به د کيفيت تضمين، فزيکي او کېمياوي ازموينې، څېړنې او پراختيا، د طبي وسايلو څېړنه او د درملو معاينه شامله وي.

د خوړو او درملو ملي ادارې وياند جاوېد هژير د لابراتوارونو د جوړيدو په تړاو رسنيو ته ويلي:  (( په تېر کې مو يوازې په کابل ښار کې د خوړو او درملو د کيفيت معلومولو لپاره لابراتوار درلوده چې د ټولو صادراتو او وارداتو لپاره يې مناسب ځواب نه شو ويلای، خو اوس هڅه کوو، چې په روان کال کې دغه لابراتوارونه په څلورو نورو زونونو کې هم جوړ کړو. دغه لابراتوارونه په نړيوالو معيارانو جوړو.))په ورته مهال ډاکټر ننګيالي فاروقي بيا وايي: په افغانستان کې د خوراکي او درملو د کيفيت د کنټرول لابراتوارونو د نشت‌والي له کبله ډېری درمل او خوراکي توکي مناسب کيفيت نه‌لري. (( کله چې د خوړو او درملو کيفيت مناسب نه وي، نو معلومه خبره ده چې د ګټې پر ځای به يې زيانونه ډېر وي، ځکه کله چې درمل کيفيت ونه لري، نو په ناروغانو هم مثبت اغېز نه لري. کله چې د درملو ګرام يو وي، خو دوی پکې نيم ګرام استعمال کړي وي، نو معلومه خبره ده چې اغيز به نه لري.))د اقتصادي چارو شنونکي عباد ناصري هم د خوړو او درملو ملي ادارې د لابراتوارونو د جوړېدو هرکلی کوي او وايي، چې که دغه لابراتوارونه فعال او جوړ شي، تر دې وروسته به هېواد ته په لوړ کيفيت خوراکي توکي او درمل رالېږدول کېږي.(( اصلاً دغه لابراتوارونه له اقتصادي اړخه هم ډېر اغېز لري او همداراز سوداګرو ته هم دا فرصت په لاس ورکوي ،چې د خپلو توکو د پروسس لپاره ډېر په تمه پاتې نه شي. په بازار کې د خوراکي او درملو په کيفيت به هم مخامخ مثبت اغيز وکړي.))د يادونې وړ ده چې دغه لابراتوارونه د بې کيفيته، ناقانونه او ناخوندي درملو او خوراکي توکو د پلور، پېر، توليد او واردولو د مخنيوي په هدف جوړېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button