روغتیا

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست دپنځه ګوني هیوادو (G5) په غونډه کې د ګډون په موخه ایران هیواد ته ولاړ.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوی نن پنجشنبه د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې په ۱۳ نیټه د پنځه ګوني هیوادو (G5) په ۲۷مه غونډه کې د ګډون په موخه چې ” د روغتیا ډیپلوماسۍ او د درملو او طبي تجهیزاتو سیسټم”ترعنوان لاندي ترسره کیږي، ایران هیواد پایتخت تهران ته په سفر ولاړ. د یادولو وړ ده چې د پنځه ګوني هیوادو (G5) غونډه د غړیو هیوادونو د خوړو او درملو د ادارو د مشرتابه او د روغتیا د نړیوال سازمان په شتون کې د دغو هیوادونو د روغتیا د ودې او پراختیا په موخه په لاره اچول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button