روغتیا

د خوست په ملکي تخصصي روغتون کې د مقاوم توبرکلوز درملنې وارډ پرانستل شو

د خوست ولايت په ملکي تخصصي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د ناروغانو پر مخ د مقاوم توبرکلوز د درملنې وارډ پرانیستل شو.

د خوست ولايت په ملکي تخصصي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د ناروغانو پر مخ د مقاوم توبرکلوز د درملنې وارډ پرانیستل شو.
په دې اړه جوړ شويو مراسمو کې د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر شيراګل ځدران، د ملکي تخصصي روغتون سرطبيب ډاکتر عزيزالرحمن مسلم، د توبرکلوز ملي برنامې مسٶل ډاکټر خان محمد منګل، د مقاوم توبزکلوز  تداوي عمومې مسٶل، د توبرکلوز ولايتي مسٶل او يو شمير نورو متخصصينو او ډاکترانو حضور درلود.

 د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر شيراګل ځدران وویل، چې دا د خوښۍ او وياړ ځاى دی  چې د اسلامي امارت د مشرانو په هڅو د داسې يو بيساري ګام شاهدان يو.

نوموړي دغه راز څرګنده کړه، ویاړي چې له دې وروسته به په خوست کې د تبوبرکلوز ناروغانو لپاره به د سيمي هېوادونو په کچه لوړ او باکيفيته خدمات وړاندې کوي.

هغه زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه برخه کې لا ډيرې لاسته راوړنې ولري چې په وینا یې، له دغې جملې به د CAD  ۴TB اتومات تشخيصيه ايکسرې هم فعاله کړی شي.

د غونډې په جریان کې د توبرکلوز برنامې عمومي مسٶل خوښي څرګنده کړه او ویې ويل: ((وياړم  چې نن په خوست کې دغه خدمات پيلوو او وړاندې به MDR ناروغان د تداوي او درملو لپاره له خوست څخه بهر تلل چې اوس به دغه تشخيص او تداوي دلته  د نورو خدماتو په ګډون وړيا ترسره کيږي)).

د يادولو وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت خوست ته د توبرکولوز د تشخيص (جن اکسپرټ)درې ماشينونه وړکړل شوي چې پرمټ به يې ډير ژر ددغه ولايت په يو شمير ولسواليو کې هم دغه خدمات پيل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button