
د خوست زلزلهځپلي : د ژمي سړې شپې او ورځې په خېمو کې تېروو
د خوست يو شمېر زلزله ځپليو کورنيو ويلي، د څو مياشتو په تېرېدو سره لا هم کورونه نه لري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خېمو کې تېروي.
د خوست يو شمېر زلزله ځپليو کورنيو ويلي، د څو مياشتو په تېرېدو سره لا هم کورونه نه لري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خېمو کې تېروي. د خوست دغه زلزلهځپلي، چې د سپېرې ولسوالۍ اړوند افغان دوبۍ، پڅې مېلې، سرې ګنډې او ځينو نورو سيمو اوسېدونکي دي، ويلي : د سرپناه ترڅنګ د خوراک او پوښاک لپاره هم اړين توکي نه لري. دوی زياتوي، چې يو شمېر موسسو ورسره د کورونو جوړولو ژمنه کړې وه، خو د سړې هوا له امله يې د جوړولو چارې نيمګړې پاتې شوې دي. بل پلو، حکومتي مسئولين هم د زلزلهځپلو کورنيو ستونزې مني. د خوست د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رياست پېښو ته د رسېدو آمر کليم ګل عابد وايي: د هوا په سړېدو سره له بېلابېلو موسسو سره خبرې شوې،څو د دغو کورنيو لومړنيو اړتياوو ته رسېدنه وکړي. د روان کال په چنګاښ مياشت کې د خوست په سپېرې او د پکتيکا په ګيان او برمل ولسواليو کې زلزلې وشوې چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته او شاوخوا شپږ سوه کورونه ويجاړ شول.