روغتیا

د خوست اړوند غرشین سیمه کې کلونه وروسته روغتیايي خدمات پیل شو

د ځايي رسنیو د راپور له مخې، د یادې سیمې د خلکو د روغتیا ساتلو لپاره دغه روغتیايي خدمات د خوست د عامې روغتیا ریاست او افغانې سرې میاشتې ټولنې په ګډه همغږۍ پیل شوي دي.

د خوست د مرکز متون اړوند د غرشین سیمې خلک، چې له یوي لسیزې راهیسې له روغتیايي خدماتو بې برخې وو، تازه په کې له سره روغتیايي خدمات پیل شوي دي.

د ځايي رسنیو د راپور له مخې، د یادې سیمې د خلکو د روغتیا ساتلو لپاره دغه روغتیايي خدمات د خوست د عامې روغتیا ریاست او افغانې سرې میاشتې ټولنې په ګډه همغږۍ پیل شوي دي.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ویلي، چې د سرې میاشتې ګرځنده ټیم به هره ورځ د دغې سیمې خلکو ته روغتیايي خدمات رسوي.

د دغه ریاست مرستیال شیرا ګل ځدراڼ ویلي، چې په سیمه کې د روغتون د نړېدلې ودانۍ د بیا رغونې لپاره هڅه کوي: «مونږ ته د دې ځای خلکو د روغتیايي خدماتو له نشتون ډېر شکایتونه کول خو کله چې مونږ دې ځای ته راغلو واقعاً دا خلک محروم دي او ډېر خدمت ته اړتیا لري نو د سرې میاشتې سیار ټیم به هر ورځ د خدماتو لپاره راځي او له نورو مؤسسو سره به د دې سیمې د وران روغتون جوړولو په هکله خبرې وکړو او له وزارت نه به ور ته فنډ وغواړو».

د سرې میاشتې ټولنې سرپرست مولوي محمود عزام هم وویل، چې غرشین ته د روغتیايي خدماتو د رسولو لپاره به هره ورځ د د دوی ښځینه او نارینه ډاکټرانو سیار ټيم دغې سیمې ته ورځي.
د سیمي خلکو د روغتیایي خدمتونو له وررسېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او خوښ دي چې د عامې روغتیا ریاست په مرسته سره میاشت روغتیايي خدمتونه وررسوي.

دوی له حکومته وغوښتل چې نړېدلی روغتون ور ته جوړ کړي تر څو د روغتیا په برخه کې د دوی ستونزې په بنسټیز ډول حل شي.

د خوست مسؤلینو وویل، هڅه کوي چې د همکارو مؤسسو په مرسته د دې ولایت ټولو لرو پرتو سیمو ته روغتیايي خدمات ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button