اقتصادمقالې او تبصرې

د خوراکي توکو خپلسري نرخونه دې کنترول شي

کله چې د روژې میاشت پیل شي، يو دم ورسره د اوړو، وريجو، غوړيو،چای، بورې،غوښې،مېوې، سبزيانو او داسې نورو خوراکي توکو بيې لوړېږي. خو دا ناروا اوسنۍ نه ده ، بلکې په تېرو کلونو کې به هم د روژې له را رسېدو سره سم د خوراکي توکو بیې اسمان ته وختلې او هېوادوالو به د هټیوالو او سوداګرو ترڅنګ پر دولت سختې نيوکې کولې، چې ولې حکومت نرخونه نه کنترولوي، تر څو د لوړو بيو مخنيوی شوی وي،

کله چې د روژې میاشت پیل شي، يو دم ورسره د اوړو، وريجو، غوړيو،چای، بورې،غوښې،مېوې، سبزيانو او داسې نورو خوراکي توکو بيې لوړېږي. خو دا ناروا اوسنۍ نه ده ، بلکې په تېرو کلونو کې به هم د روژې له را رسېدو سره سم د خوراکي توکو بیې اسمان ته وختلې او هېوادوالو به د هټیوالو او سوداګرو ترڅنګ پر دولت سختې نيوکې کولې، چې ولې حکومت نرخونه نه کنترولوي، تر څو د لوړو بيو مخنيوی شوی وي، خو د تېر حکومت مسوولينو به د خلکو نیوکو ته په ځواب کې ځینې نمایشي کارونه کوړل، خو هېڅکله یې د دې ستونزې د حل لپاره اساسي ګامونه نه اخیستل. اوس چې اسلامي امارت راغلی دی، خلک ترې تمه لري چې د نرخونو په کنټرول کې اغېزناک ګامونه واخلي او په دې اړه له سوداګرو او هټیوالو سره جدې چلن وکړي. که څه هم اوسني حکومت له وړاندې د نرخونو د کنټرول هڅې کړې وې، خو ډېرې اغېزناکې نه وې،‌ ځکه په بازارونو کې له يوې خوا خپلسري نرخونه چلېږي، له بل لوري نرخونه تر ډېره د عرضې او تقاضا پر اساس ټاکل کېږي، نو ځکه په کې د دولت مداخله کارنده نه وي او يا هم نورې ستونزې زېږوي، د دې ستونزې اساسي لامل دا دی، چې پر افغانستان لا هم د بازار اقتصاد واکمن دی او دغه اقتصادې نظام په بازار کې د مداخلې لپاره د دولت لاسونه او پښې تر ډېره پورې تړلي دې.

داچې د روژې په رارسېدو سره د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو سره که څه هم د پلازمېنې په بازارونو کې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې، خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي د سبزیجاتو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.په رښتيا هم د خوراکي توکو تر څنګ د سبزيو بيه بیسارې لوړه شوې، ځکه له روژې وړاندې يوه ګېډۍ سبزي پنځه يا لس افغانۍ پلورل کېده، خو اوس د هماغه ګېډۍ بيه شل افغانيو ته پورته شوې ده.

روژه کي هر کال ځينې اسلامي او کفري هېوادونه د خوراکي توکو بيې راټيټوي او خوراکي توکي په کې ارزانېږي، خو زموږ په اسلامي ټولنه کې بيا هر شی سرچپه روان دې، همدا اوس موږ وينو چې د خوراکي توکو د بيو لوړېدو د مخنيوي او کنترول سربېره کابل ښار کې د هټيوالو منځ کې څه روان دې، ورځ تر بلې د خوراکي توکو بیې يو په دوه لوړېږي او خلک یې د پېرولو وس نه لري. داچې د روژې مياشتې په را رسېدو سره کابل ښاروالۍ هڅې پيل کړې تر څو د احتکار مخه ونيول شي، خو بيا هم د کابل ښار اوسېدونکې د روژې میاشتې په راتګ سره په بازارونو کې د هټيوالو او سوداګرو له احتکار شکایت کوي.که فکر وکړو د دوی شکايت پر ځای دی، ځکه ډېری وختونه د هټيوالو او سوداګرو له لوري نه منل شوي دلايل مطرح کېږي، کله وايې لارې بندې دې، کله ماليات پلمه کوي، په داسې حال کې نه لارې په شپو ورځو بندېږي او نه هم د حکومت له لوري ماليات لوړ شوي، دا هسې د متقاضيانو سترګو کې خاورې شيندل دې.

کله چې په ۲۰۰۴ ميلادې کال کې د افغانستان په اساسي قانون کې افغانستان د بازار اقتصاد ومنل شو، دا ستونزه را پیدا شوه او تر هغو چې دا سیستم چلېږي، ياده ستونزه به حل نه شي. له همدې امله په کار ده چې حکومت د ستونزې د دايمي حل لپاره اساسي ګامونه پورته کړي.‌ د دې تر څنګ په بېلابېلو ښارونو کې ځینې نور کارونه هم شته بايد ورته جدې پام وشي. ‌ د دې ستونزې د مخنیوي لپاره تېر حکومت هم چندان مزه نه وه، سوداګرو او هټیوالو به ځانونه لا زیات خوندې ګڼل او څه یې چې زړه غوښتل ترسره کول به يې. له بله اړخه کپېټلیستي مفکورې هم افغانانو ته یوازې د ګټې فکر ورکړی و او په تېرو شلو کلونو کې خپل ارزښتونه په ذهنونو کې پیکه شوي وو.‌ له همدې امله پکار ده چې د کپټلیستي فکر او ارزښتونو پر ضد مبارزه وشي او پر ځای یې زموږ خپل ارزښتونه بېرته پیاوړي شي.‌ هغه داسې چې سوداګر یوازې د ګټې په اړه فکر ونه کړي،‌ بلکې د ګټې تر څنګ د ثواب او عذاب په اړه جدې فکر وکړي او د خپل رب الله تعالی او خلکو پر وړاندې د مسوولیت احساس وکړي.د نرخونو کنټرول د اسلامي امارت مهمه دنده ده او له شک پرته چې دا چاره د خلکو د رضایت سره مخامخ تړلې ده.‌ له همدې امله اسلامي امارت باید د دې لپاره بیړني ګامونه واخلي او په اوږده مهال کې هم د دې ستونزې د حل لپاره اساسي لارې چارې ولټول شي.

 که چېرې په يوه ټولنه کې احتکار رامنځ ته شي؛ نو معلومه خبره ده چې هلته به په خلکو باندې د ژوند کړۍ راتنګه او له ستونزو سره به خلک مخامخ کېږي؛ په اقتصادې لحاظ به له فقر او تنګلاسۍ سره خلک لاس او ګرېوان کېږي؛ او د ژوند اړتیاوې به یې نورې هم زیاتېږي؛ نو ځکه احتکار په اسلامي شریعت کې ناروا ګڼل شوی دی.

مسلمانو تاجرو وروڼو ته ښايي چې له دې بدمرغه کار څخه ډډه وکړي؛ تر څو د دوی دا کار د عامو خلکو د ځورولو او هغوی ته د اذیت رسولو سبب ونه ګرځي.

لوی څښتن تعالی موږ ته سپارښتنه کړې،تر څو له یو بل سره د نیکیو په کارونو کې مرسته او ملاتړ او له بدیو څخه خپل ځانونه لرې وساتو.په سوداګريزه راکړه ورکړه کې احتکار په اصل کې د تقوی له کلمې سره مخالفه کلمه ده؛ ځکه چې د همدې احتکار له امله خلک له مالي تنګلاسۍ (فقر) سره مخامخ کېږي او په دې توګه سره خلکو ته مالي تلفات اوړي؛ نو له همدې کبله اسلامي سپېڅلي شریعت یې په اړه د تحریم (حراموالي) حکم صادر کړی او یا یې هم دا کار دومره بد او منحوس ګڼلی دی؛ لکه څومره چې یو حرام عمل بد ګڼل کېږي.دا چې اسلام د عدل او ګټې دین دی، تاسې ووايي چې: خلکو ته د هغوی د ژوند په اساسي اړتیاوو کې زیان رسول، آیا له ظلم او فساد پرته بل څه کېدلی شي؟

وحيدالله هڅاند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button