
د خلکو ستونزو ته رسيدګي، د اسلامي امارت لومړيتوب…!
حکومتونه او نظامونه د ملتونو ستونزو، مشروع غوښتنو او د هغوی د حقونو د ساتنې په برخه کې دروند مسئوليت لري.
حکومتونه او نظامونه د ملتونو ستونزو، مشروع غوښتنو او د هغوی د حقونو د ساتنې په برخه کې دروند مسئوليت لري.
خو دغه مسئوليتونه هغه مهال په ښه توګه ترسره کېدای شي ،چې د حکومتي چارواکو او عامو خلکو تر منځ د راشه درشه او ليدو کتو لپاره ښه ترتيب موجود وي.
د شريعت ښوونې او د صحابه کرامو او وروستنيو اسلامي نظامونو د مشرانو او چارواکو کړنې په دې برخه کې د اوسنيو او راتلونکو اسلامي حکومتونو لپاره ښه او څرګند مثالونه دي.
د اشغال پر مهال چې دلته کومه اداره حاکمه وه، ملت سره يې اړيکې او د هغوی ستونزو ته رسيدګي ډېره کمزورې وه، د تش په نامه ټاکنو پر مهال کړې وعدې يې نه پوره کولې او همدا لامل و، چې د ملت او د هغه مهال د ادارې ترمنځ ورځ تر بلې واټن او فاصله زياتېده.
د اسلامي امارت په حاکميت سره که څه هم دغه ستونزه تر ډېره بريده له منځه ولاړه او د ملت پر وړاندې د حکومتي ادارو له لارو ستر، ستر سمټي ديوالونه او خنډونه ليرې شول.
خو بيا هم د لا ډېرې پاملرنې په پار د اسلامي امارت زعيم ((اميرالمؤمنين شېخ هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی )) يو فرمان صادر کړ، چې پکې حکومتي مسئولينو او په ځانګړي قاضيانو ته يو لړ مهمې توصيې او لارښوونې شوي دي.
په دغه درې ماده ييز فرمان کې وزارتونو، مستقلو رياستونو، سترې محکمې، محکمو، ولايتونو، ولايتي رياستونو، امنيه قومندانيو، ولسواليو او د نورو امارتي ادارو مسئولينو ته حکم شوی، چې اړوندو وزارتونو او ادارو ته د مراجعينو د منلو لپاره لازمي آسانتياوي برابرې کړي.
د اسلامي امارت د زعيم دغه فرمان به ډېر ښه اثر ولري او امارتي ادارې به د لا ډېر ښه فعاليت پر لور روانې کړي او نظام سره د ولس د اړيکو او اعتماد په برخه کې به هم د پام وړ مثبتې پايلې ولري.