د خصوصي سکتور د ودې برخه کې د اسلامي امارت ژمنتيا…!
کورني توليدات د يو هيواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ډېر مهم دي، که څه هم د تېرو څلورو لسيزو جګړې او په دولتي ادارو کې پراخ فساد د کورنيو توليداتو په وړاندې اساسي خنډونه وو او همدا لامل دی چې تراوسه افغانستان يو وارداتي هيواد دی؛ خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دغه دواړه ستونزې له منځه تللي او اوس داسې هيلې راټوکېدلي چې نور به د تولیداتو په برخه کې پر ځان بسيا شو.

د روانې ثور مياشتې په ۲۱ مه نېټه پلازمېنه کابل کې د کورنيو توليداتو پنځه ورځنی ستر نندارتون پیل شو، چې د خصوصي سکتور ډېرو پانګه والو پکې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړل.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د خصوصي سکتور په مالياتي موضوعاتو کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د ماليې وزارت د خبري غونډې پر مهال ژمنه وکړه، چې دوی هڅه کوي په ادارو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو او د چارو د ژر پرمخ بېولو په موخه برېښنايي سيستمونه رامنځته کړي.
د اسلامي امارت د مشرتابه د عالي مقام استازي په دغې غونډه کې اعلان وکړ، چې له صنعتي سکتور څخه د ملاتړ او پراختيا په موخه د مشرتابه عالي مقام پرېکړه کړې، چې د دې سکتور څلور سلنه «ربعواره انتفاعي ماليه» دوه سلنې ته راټيټه کړي، له صنعت څخه د ملاتړ او ودې په موخه سوداګريزو، کرنيزو او صنعتي سکتورونو ته اووه سلنه (قراردادي موضوعي ماليه) معاف شوې ده او د خصوصي پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځيو لپاره د ۱۴۰۲ مالي کال څلور سلنه (ربعواره انتفاعي ماليه) معاف شوې ده.
خصوصي سکتور ته د مالياتو راکمول ډېر ښه اقدام دی او په دې سره به ډېر پانګوال په خپل هيواد کې پانګونې ته وهڅول شي او د هيواد اقتصادي څرخونه به په حرکت راشي.
صنعتي سکتور ته دغه ډول مراعات ښيي، چې اسلامي امارت د هيواد پرمختګ ته ژمن دی او د لنډ مهالو ګټو پر ځای اوږدمهالی پرمختګ او ترقي ورته مهم دي.