مقالې او تبصرې

د ختيځ د ستر ليکوال او نابغه شاعراو فيلسوف (علامه اقبال) د زوکړې د 146 مې کليزې په وياړ

که څه هم د ختيځ د نابغه شاعر د پيداېښت په کال کې اختلاف دي؛ خو زياتره تاريخپوهان وايي: چې هغه د ۱۸۷۷م کال د نومبر په ۹مه د اوسني پاکستان په سيالکوټ سيمه کې فاني نړۍ ته راغي. د پلار نوم يې شېخ نور محمد و، چې له اره د کشمير و. پلار يې لومړيو کې برهمن و، د ۱۹مې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې يې اسلام قبول او سيالکوټ ته هجرت وکړ.

که څه هم د ختيځ د نابغه شاعر د پيداېښت په کال کې اختلاف دي؛ خو زياتره تاريخپوهان وايي: چې هغه د ۱۸۷۷م کال د نومبر په ۹مه د اوسني پاکستان په سيالکوټ سيمه کې فاني نړۍ ته راغي. د پلار نوم يې شېخ نور محمد و، چې له اره د کشمير و. پلار يې لومړيو کې برهمن و، د ۱۹مې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې يې اسلام قبول او سيالکوټ ته هجرت وکړ.

دي چې د شلمې ميلادي پېړۍ ستر شاعر، ليکوال، قانونپوه، سياستوال، صوفي او غوره شخصيت و، په دري او اردو ژبو يې ډير شعرونه ليکلي او په اردو ادب کې له غالب او مير تقي مير وروسته دريم ستر نوم ياديږي.

اقبال چې په شاعر مشرق مشهور دي تر شل کلنۍ پورې يې په سيالکوټ کې ژوند تېر کړ، لومړنۍ زده کړې يې هلته وکړې او بيا لاهور ته لاړ چې د خپل ژوند تر وروستي کاله هلته واوسېده.

نوموړي د سيالکوټ په مري کالج، ميونيخ، کيمبرج او لاهور پوهنتونو کې د فلسفې، شاعري، سياست او وکالت زده کړې؛ وکړې او له اردو سره سره په عربي، جرمني، دري او پنجابي ژبو هم ښه پوهېده.

اقبال د نړۍ له بېلا بېلو کلتورونو، ادبياتو او جفرافيې سره ځان اشنا کړ، د برتانيوي هند دواکمنۍ پرمهال افغانستان ته هم دعالمانو له يو پلاوي سره په سفر راغي او د وخت له شاه (غازي امان الله خان) سره يې وکتل. اقبال د افغانانو مېړانې ته قايل و او تل يې ستايلي؛ خو بې اتفاقۍ ته يې ځورېدلي دي.

نوموړي له شعر پرته په نثر هم پوره برلاسي و او د علم الاقتصاد په نوم يې يو ښکلي کتاب هم ليکلي دي.

اسرار خودي، رموز بي خودي، پيام مشرق، زبور عجم او جاويد نامه يې د دري ژبې مهم کتابونه دي.

په اردو کې يې کليات اقبال، بانګ درا، بال جبريل او ضرب کليم مشهور تصانيف دي.

(فارس مين ماوراء الطبيعيات کا ارتقاء) او (اسلام ميں مذهبي افکار کې تعمير نو) يې د انګليسي کتابونه دي، چې وروسته اردو ته هم ژباړل شوي.

له دې ور هاخوا يې په اردو، عربي او جرمني ژبه کې ځينې ليکنې کړې او غوره کتابونه يې ليکلي دي.

اقبال چې د اسلامي نړۍ په درد دردمن شاعر او ليکوال و، د مسلمانانو ترمنځ ټولو درزونو او بې اتفاقيو ته ځورېده.

دي له دې ټولو خدماتو او هلو ځلو وروسته د ۱۹۳۸ م کال د اپريل په ۲۱ مه لاهور کې وفات او د ياد ښار په شاهي مسجد کې خاورو ته وسپارل شو.

دلته يې يو غزل او د دري ژبې دوه بيتونه چې د افغانستان او افغان ملت په اړه دي؛ له پښتو ژباړې سره ولولئ:

اردو غزل:

ستاروں سے آگے جہاں اور بھي ہيں

ابھي عشق کے امتحاں اور بھي ہيں

تہي زندگي سے نہيں يہ فضائيں

يہاں سيکڑوں کارواں اور بھي ہيں

قناعت نہ کر عالم رنگ و بو پر

چمن اور بھي آشياں اور بھي ہيں

اگر کھو گيا اک نشيمن تو کيا غم

مقامات آہ و فغاں اور بھي ہيں

تو شاہيں ہے پرواز ہے کام تيرا

ترے سامنے آسماں اور بھي ہيں

اسي روز و شب ميں الجھ کر نہ رہ جا

کہ تيرے زمان و مکاں اور بھي ہيں

گئے دن کہ تنہا تھا ميں انجمن ميں

يہاں اب مرے رازداں اور بھي ہيں

نثري ژباړه:

له ستورو وړاندې لا نوره دنيا هم شته

د عشق امتحانونه لا نور هم شته

خالي نه دي له ژوندونه دا هواوې

دلته سلګونه کاروانونه لا نور هم شته

قناعت مه کوئ خلکو په رنګ او بوي يې

دلته چمن او شيان لا نور هم شته

که ورک شو يو مسکن نو څه غم؟

ځايونه د اه او فغان لا نور هم شته

ته باز يې پرواز ستا کار دي

ستا په مخکې اسمان لا نور هم شته

په دې ورځ او شپه کې بند مه درېږه

ځکه ستا وخت او ځاي لا نور هم شته

تېره ورځ په مجلس کې يک تنها وم

مګر دلته زما ملګري لا نور هم شته

دري ابيات:

اسيا يک پيکر اب و ګل است

ملت افغان در آن پيکر دل است

از فساد او فساد اسيا

از ګشاد او ګشاد اسيا

د عبدالباري جهاني منظومه ژباړه:

له اوبو خاورو جوړ شوی د اسيا عظيم بدن دی

د زړه ځای په کې نيولي د افغان ملت وطن دی

چې سمسور افغان ملت وي د اسيا زړګی به ښاد وي

چې زخمي زخمي په تن وي د اسيا کور به برباد وي

يادونه: که هر څوک علامه اقبال د اردو ژبې پر ځاي د پاکستان نماينده شاعر بولي، جک وهي. اقبال خپله ځان هندوستاني باله او د پاکستان له پيداېښته وړاندې مړ شوي دي. دا نو د ستراتيژيست پاکستان زور دي چې اوس يې هغه په هر پاکستاني د خپل شاعر په صفت پېژندلي. اقبال نارې وهلې چې:

سارے جہاں سے اچھا ہندوستاں ہمارا

ہم بلبليں ہيں اس کي يہ گلستاں ہمارا

ژباړه:

له هر ځايه ښکلی هندوستان زموږ

موږ بلبلان يو او دا دی ګلستان زموږ

د اردو ادب مشهورې ويبپاڼې (ريخته) کې د اقبال په اړه ليکل شوي: «اقبال ريښتوني هندوستاني و. په دې کې شک نه شته چې هغه له نړيوالتوب، قامپالنې او ژور مذهبيتوب سره سره له زړه نه د هندوستان د هوساينې او خوښۍ غوښتونکي و. د اقبال کلام له هندوستانيته ډک دي او د لومړي دور شاعرۍ يې له وطن پالنې او حب الوطنيته ډکه ده، چې شايد يو لامل يې هغه مهال په هندوستان کې د غلامۍ دوره وه. اقبال له هر ډول غلامۍ څخه شديد نفرت کاوه.»

ليکنه:عابدالله سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button