
د حماس له خوا د تاريخ ډېره بريالۍ جګړه!
د روان ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر مياشتې پر اوومه نېټه سهار وختي د فلسطين د ازادي غوښتونکي تحريک حماس نظامي څانګې «القسام» پر اسرائيلو د ځمکې، بحر او هوا له لارې بې ساری بريد وکړ، چې په ترڅ کې یې سلګونه اسرائيلي عسکر ووژل او تر ۳۰۰ پورې يې ژوندي ونيول.
د روان ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر مياشتې پر اوومه نېټه سهار وختي د فلسطين د ازادي غوښتونکي تحريک حماس نظامي څانګې «القسام» پر اسرائيلو د ځمکې، بحر او هوا له لارې بې ساری بريد وکړ، چې په ترڅ کې یې سلګونه اسرائيلي عسکر ووژل او تر ۳۰۰ پورې يې ژوندي ونيول.
د اسرائيلو له لوري د فلسطين د اشغال له پيله د فلسطيني آزادي غوښتونکو مجاهدينو او اشغالګرو ترمنځ د جګړو اوږد تاريخ شته؛ خو دا ځل جګړه د نورو جګړو په پرتله ډېره متفاوته ده او حماس په کې ډېرې برياوې ترلاسه کړې.
په تېرو جګړو کې به مرګ ژوبله تل د فلسطينيانو لوري ته وه او په څو ورځو او ان مياشتو کې به د زرګونو فلسطينيانو په بدل کې د ګوتو په شمار اسرائيلي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښته؛ خو دا ځل که څه هم د بې ګناه فلسطيني وګړو ځاني او مالي زيانونه هم ډېر دي، خو تراوسه پورې زرګونو اسرائيلي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
په دغې جګړه کې د حماس يوه بله بريا دا هم ده، چې دغه بريد يې په داسې ډول وکړ، چې د نړۍ په کچه پرمختللي استخبارات يې نه يوازې په مخنيوي کې پاتې راغلل، بلکې تر پايه پورې يې په هکله معلومات هم نه وو ترلاسه کړي.
د حماس له بريالي بريده وروسته د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د خپل بايللي حيثيت د بېرته اعادې او د خپلې ماتې د پټولو په موخه پر غزه د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف ړندې بمبارۍ پيل کړې، چې تراوسه په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۱ زره ډېر ملکي وګړي شهيدان شوي او له ۲۵ زره ډېر ټپيان شوي دي.
حماس په دغې جګړه کې ډېرې ستراتېژيکې موخې او هدفونه ترلاسه کړل، چې ځينې يې په لاندې ډول د يادونې وړ دي:
۱- اسرائيلو او امريکا پلان درلود، چې د غزې اوسېدونکي د مصر سينا سيمې ته وتلو ته اړ کړي او همدې موخې ته د رسېدو لپاره يې پر ملکيانو ډېر نظامي فشار هم راوړ؛ خو بريالي نشول.
۲- دغه راز يې غوښتل د غزې اوسېدونکي جنوب لور ته وباسي، خو په دې کې هم ناکام شول.
۳- په سياسي برخه کې د نړۍ په کچه او ان په اروپايي هيوادونو کې ميليونونه خلکو د فلسطين د ازادۍ په ملاتړ او د اسرائيلي يرغل په وړاندې لاريونونه وکړل، چې په دې سره د فلسطين د ازادۍ قضيه يو ځل بيا راژوندۍ شوه.
۴- له هر ډول نظامي فشارونو او د ډېرو مالي او ځاني زيانونو پر ګاللو سربيره اسرائيل ونه توانېدل چې د حماس له لوري نيول شوي اسرائيلي وګړي ازاد کړي.
۵- د اسرائيلو پخواني لومړي وزير، معتبرو نړيوالو رسنيو او د چارو کارپوهانو په څرګند ډول ويلي، چې اسرائيلو د حماس د بريد په ځواب کې پيل کړي يرغل کې د ملکيانو او په ځانګړي ډول د ماشومانو له وژلو او ځورولو پرته بله کومه د پام وړ بريا نه ده ترلاسه کړې او د ملکي اهدافو په نښه کول نه يوازې د اسرائيلو په ګټه نه دي، بلکې پر ضد يې په سيمه او نړۍ کې له وړاندې شته نفرتونه او مخالفتونه نور هم ډېرولی شي.
که د اسلامي هيوادونو حکومتونه او عام مسلمانان د اقصي په قضيه کې د فلسطينيانو ملاتړ وکړي، او په سياسي، اقتصادي او نظامي برخو کې ترې خپلې مرستې ونه سپموي؛ نو لرې نه ده، چې په نږدې راتلونکي کې به يو داسې خپلواک فلسطيني دولت جوړ شي، چې پلازمېنه به يې بيت المقدس وي او همدا د ټولو مسلمانانو هيله او غوښتنه ده.