
د حماس غورځنګ پېژندنه
حماس لفظ د ( حرکة المقاومة الاسلامیة ) لنډیز دی، په ۱۹۸۷ میلادی کال د شیخ احمد یاسین او د اخوان المسلمین د حزب د څو نورو پلویانو له لوري تاسیس شو او د دغه نوم لاندې د فلسطین ساحه کې د اسرائیلي اشغالګرو په خلاف اعلان شو، له دې وړاندې هم د مقاومت ډلې وې خو په دغه نوم نه.
حماس لفظ د ( حرکة المقاومة الاسلامیة ) لنډیز دی، په ۱۹۸۷ میلادی کال د شیخ احمد یاسین او د اخوان المسلمین د حزب د څو نورو پلویانو له لوري تاسیس شو او د دغه نوم لاندې د فلسطین ساحه کې د اسرائیلي اشغالګرو په خلاف اعلان شو، له دې وړاندې هم د مقاومت ډلې وې خو په دغه نوم نه.
حماس غورځنګ د اسرائیلي اشغالګرو په وړاندې وسله واله مبارزه کوي، د حماس د فعالیت سیمه د غزې تړانګه ده، چې ۳۶۹ کم مربع مساحت لري، حماس په کمو امکاناتو مختلف قسم توغندۍ او الوتکې جوړې کړي، چې پرمختللي توغندۍ یې د عیاش ۲۵۰ په نوم دي.
د حماس غورځنګ شعار له اول ورځې د فلسطین آزادي وه، د ازادۍ یا شهادت په مرال جنګېدل، ټوله سیمه کې یوازینی غورځنګ دی چې اسرائیل ترې وېره لري، د فلسطین له داخلي مسلمانانو جوړ او د اخوان المسلمین تر اثر لاندې دی.
د حماس غورځنګ سیاسي لیدلوری :
حماس غورځنګ فلسطین د مسلمانانو ملک بولي، یهودو ته د هېڅ حق قائل نه دی، د دوی هڅه د اسرائيلي اشغالګرو د شړلو ده، صلح او موقت اوربند ته چمتو نه دي، د دوی مقاومت د اسرائیلو د وجود په وړاندې دی، اسرائيلو ته د غربي صهیوني استعمار په سترګه ګوري، دوی د جهاد او مقاومت فکر لري، د اسرائیلو د شړلو او ایستلو یوازینی لاره جهاد بولي.
کوم تړون چې د اوسلو په نوم په ۱۹۹۳ کې د عربو او اسرائیلو ترمنځ شوی ، هغه تړون ته ژمنتیا نه ښیي، هغه د مسلمانانو پر حق تېری او د اسرائیلو لپاره امتیاز بولي.
حماس غورځنګ په دیني، ټولنیز او سیاسي مجال کې فعالیت لري، مختلفې موسسې داخل د فلسطین او خارج کې لري، د نړۍ له هېوادونو سره سیاسي اړیکې ساتي، خپل استازي ملکونو ته لېږي.
د حماس غورځنګ موسس
لومړي وخت کې چې دغه غورځنګ اعلان شو د شیخ احمد یاسین په مشرۍ و، هغه په پښو معذور و، خو فلسطینیانو کې زیات اهمیت ورکول کېده، تل یې فلسطینیان ویښ او بیدار ساتل، شیخ احمد یاسین به ویل:
دا ځمکه د فلسطیني ولس په شمول د ټول اسلامي امت شریکه ده، هیڅ یو عرب یا عجم حکمران دا حق نه لري چې پر سر یې له چا سره سودا وکړي.
شیخ احمد یاسین په ۲۰۰۳ کال کې د یهودو په یوه هوایي برید کې زخمي شو او په ۲۰۰۴ کال کې بیا په یو بل هوایي برید کې په شهادت ورسېد.
له شهید احمدیاسین رحمه الله نه وروسته د حماس عمومي مشري الشیخ عبدالعزیز رنتیسي ته وسپارل شوه، خو هغه هم په ۲۰۰۴ کال کې د یهودیانو په یو هوایي برید کې په شهادت ورسېد.
انا لله وانا الیه راجعون.
په دې وروستيو کې د حماس غورځنګ د اسرائیلو په وړاندې بېساری مقاومت پيل کړی، په مختلفو سیمو کې په سلګونو کیلو متره پرمختګ کړی، د اسرائیلي نیواکګرو پوستې او قرار ګاوې له منځه تللي.
د اسلامي امت د بیا ویښتابه په هیله!!
حافظ حنفي