مرکې

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر له غړي حسام بدران سره د هېواد ورځپاڼې ځانګړې مرکه

د اسرائيلي وحشتونو په وړاندې مقاومت مو آزادۍ ته ژمنتيا او زړور تيا په ډاګه کوي

 د اسرائيلي وحشتونو په وړاندې مقاومت مو آزادۍ ته ژمنتيا او زړور تيا په ډاګه کوي

د افغان ملت مبارزې د جهاد او استقامت درس راکړی

قدرمنو لوستونکو؛ هيواد ورځپاڼې د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائيلي نيواکګرو ترمنځ غزه کې د روانې جګړې په هکله د حماس د سیاسي دفتر له غړي او د رسنیو مسئول “حسام بدران” سره ځانګړې مرکه کړې، چې پښتو متن يې له تاسو سره شريکوو:

پوښتنه: داسې ښکاري، چې د اقصی طوفان له پیله مخکې مو د اوږدمهاله جگړی چمتووالی درلود، دا سمه ده؟

ځواب: موږ له فلسطیني ولس سره د اسرائیلو د اشغال او دوامداره وحشت په وړاندې ان له لسيزو خپله مبارزه کوو، له هغې مخکې صهیونیستي بلواگرو لا پخوا هم د فلسطینیانو وژنو او ځورونو ته ملا تړلې وه او د فلسطینیانو تاریخ د یهودي ظلم او وحشت له هغو دردوونکو پېښو، چې نه يې اخلاقي بېلگه شته او نه یې د نړۍ کوم قانون توجیه کولای شي، ډک دی؛ نو له همدې کبله مو کله، چې دې عملیاتو ته نیت کولو، موږ پوهېدو، چې قیمت به یې موږ او فلسطیني ولس په لوړه بیه پرې کوو؛ ځکه یهودي یرغلگرو تل د فلسطیني ولس د زړورې مبارزې په وړاندې د خپلې شرمېدونکي ماتې او شکست پر مهال د فلسطیني عام ولس پر وژنه او ځورونه غچ اخیستی دی.

موږ داسې جگړې ته ملا تړلې ده، چې د فلسطیني ولس اوږدمهاله برخلیک ټاکونکې ده او په دې لار ه کې د قربانۍ لپاره چمتووالی لرو او د ولس همدا سرښندنه د فلسطین د ازادۍ لپاره د مبارزې برخه او د خپل برخلیک ټاکلو لاره  بولو.

که د مبارزې په دې لاره  کې د زیانونو کچه یادوو، نو همدا اندازه يې د فلسطیني مقاومت د زړورتیا گراف په ډاگه کوي او افغان مجاهد ولس د دې ښه تجربه لري، په ځانگړې توگه هغه مهال چې له نړیوال اتحاد سره يې له ستړیا او شاتگ پرته شل کاله جهاد او جگړه وکړه، له شک پرته همدې افغاني تجربې د عربي او اسلامي ولسونو د بیدارۍ او د اسلامي امت د راتلونکو بریاوو لپاره درس او زیری درلود.

د افغان زړور ولس تجربه له شک پرته د نړۍ لپاره وروستی درس و، هغه ټولنه، چې صبر یې غوره کړ، جگړه یې پیاوړې پر مخ بېوله او پر خپل دریځ مستقیم ولاړ و، تر دې چې بریا ور په برخه شوه. دا تجربه او د نورو ولسونو لکه عراق او الجزایر، موږ ته د جهاد د لارې د غوره کولو او په دې لار ه کې د ناامیدۍ نه کولو درس راکړ، سره له دې چې زیان او بیه به یې لوړه وي؛ خو خپلواکي په همدومره قربانۍ او سرښندنې تر لاسه کېږي.

که له خپل چمتووالی درسره خبره وکړم، موږ له شک پرته د اسرائیلي اشغال په وړاندې یوه لحظه هم نه یو ولاړ، هغه څه چې راسره وو د فلسطیني عقل پر مټ مو پیاوړي کړي دي، د الله جل جلاله په فضل يې پایله همدا وه، چې د اکتوبر په ۷مه یې د اسرائیلو له پولو د تېرېدو گړندی او بریالی ځواک راکړ او په څو ساعتونو کې د غزې فرقه له منځه یوړل شوه او لسگونه اسرائیلي عسکر مو بندیان ونیول، د اسرائیلو غرور مو مات کړ، همدا راز زموږ د چمتووالي ،بلکې څرگنده بېلگه دا هم ده، چې له ۱۱۰ ورځو زیات د کتائب القسام په مشرۍ او رهبرۍ فلسطیني مقاومت روان دی او د همدې مقاومت او جگړې په پایله کې د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې لسگونه اسرائیلي عسکر مړه او په زرگونو يې ټپیان شوي دي.

فلسطینیانو ته د اوښتو زیانونو په اړه همدومره ویلی شم، چې له هغو په مراتبو زیات دي، چې په رسنیو کې يې په اړه راپورونه خبرېږي.

پوښتنه: مشخص د اکتوبر په ۷مه ولې د اقصی طوفان عملیات پیل شول؟ که لږ توضیح راکړئ!

ځواب: د اقصی طوفان عملیات د اوو لسیزو پرله پسې اشغال په وړاندې د فلسطیني ولس د مقاومت پایله ده او دا له اسرائیلو سره د تاریخي جگړې د طبیعي پرمختگ لړۍ ده؛ خو په ټاکلې نېټه یې پیل د فلسطین مسئله په سختو شرائطو کې رامنځ ته کېږي، په ځانگړې توگه کله چې  اسرائیلو د امریکا په مشرۍ د لوېدیځې نړۍ په ملاتړ هڅه وکړه، چې د فلسطین مسئله پای ته ورسوي، د اسرائیلي واک او تسلط ملاتړ وکړي، اشغال ته دوام ورکړي او د لویدیځې تړانگې د ځمکو د خپلولو او نښلولو او د قدس د خپلولو چارې گړندۍ کړي او بالاخره د غزې د محاصرې دوام ته يې جدیت پیل کړ او په سیمه کې يې د اسرائیلو په رسمیت پېژندنه او ورسره اړیکو پاللو ته پراخ کار پیل کړ.

د اقصی د طوفان له پیله یوه میاشت مخکې نتنیاهو د ملگرو ملتونو  عمومي غونډې ته په خورا فخر د فلسطینی مسئلې حاشیوي کول او له سیمې سره د تړاو او اړیکو د پیاوړتیا او له اسلامي او عربي هېوادونو سره یې له هر ډول ستونزو پرته د راشه درشه په اړه خپله بریا واوروله؛ چې د دې ټولو ناخوالو او ننگونو په وړاندې د فلسطیني ولس خبره او  دریځ وړاندې کېدل یوه اساسي اړتیا ده، چې د اقصی  طوفان په پیل رامنځ ته شوه.

پوښتنه: ایا ستاسې (حماس) او د حزب الله د تنظیم موخې به شریکې وي؟

ځواب: زموږ سیاست تل د گډو او مشترکو موخو پر پاللو ولاړ دی، نن لبنان هم له فلسطینی ولس سره د حزب الله د ملاتړي دریځ په پایله کې د اسرائیلو د پرله پسې حملو او بمبار هدف دی او دا د لبناني ولس پیاوړی دریځ دی، همدا راز د سیمې د نورو هېوادونو عراق او یمن.

له ځینو خپلمنځي اختلافاتو او د هېوادونو تر منځ د بېلابېلو کشمکشونو سره سره، د سیمې هېوادونه او ژوندي ځواکونه لا هم اسرائیل خپل لومړی دښمن بولي او پر دې سربېره په نړۍ او سیمه کې د فلسطین مسئله د ټولو خپلواکو هېوادونو او ولسونو لپاره له یو دریځه مطرح کېږي.

پوښتنه: سختو شپو او کړاوونو ته په کتو، چې په فلسطیني ولس تېر شول او تېرېږي، د گټیالۍ غزې په اړه د کومو هېوادونو دریځونه پیاوړي بولئ، لومړی دوهم او درېیم؟

ځواب: په لومړي سر کې اړینه ده، چې د عربي او اسلامي ولسونو دریځ یاد کړم .ان له اسلامي نړۍ اخوا هم، چې خپله کلکه خواخوږي او پراخ ملاتړ یې له فلسطیني ولس سره څرگند کړ، د اسرائيلو  وحشت او ظلم یې وغندلو او د غزې د خلکو ډله ییزه وژنه یې وغندله.

همدا راز د اسرائیلو د جرائمو او وحشت د غندنې په لړ کې د عربي او اسلامي هېوادونو دریځونه هم د فلسطیني ولس د ملاتړ په برخه کې اغېزمن او مهم وو؛ خو باید ووایم، چې عربي او اسلامي هېوادونه باید په  زغرده د غربي نړۍ په ځانگړې توگه د امریکا د دریځ په وړاندې واضح ودرېږي او د اسرائیلو له اړخه د فلسطین د خلکو د عام وژنې مخه ونیسي.

پوښتنه: له اسرائیلو سره په کومو شرطونو خبرو ته چمتو یاست؟

ځواب: موږ خپل شرطونه له لومړي سره واضح ټاکلي دي او منځگړو ته مو هم څو څو ځلې د خبرو  او مذاکراتو په اړه خپل دریځ روښانه څرگند کړی دی، زموږ شرطونه د لنډ مهالي اوربند پر ځای پر غزه د اسرائیلو له خوا د عام وژنې عاجل او سراسري اوربند، “د ټولو په مقابل کې د ټولو” بندیانو پر بنسټ له اسرائیلي زندانونو د فلسطینیانو خلاصون، د بیا رغونې واضح ضمانتونه او د ټولو زیانونو جبران او له غزې د محاصرې پای ته رسول دي.

پوښتنه: د اسلامي مقاومت د حرکت (حماس) د ویاند او لیدونکي شاهد په توگه اسلامي امت ته د غزې د خلکو وضعیت څنگه انځوروئ؟

ځواب: له بده مرغه انساني وضعیت د اسرائیلي اشغال په پایله کې یو ځوروونکی او خواشینوونکی ناورین دی، د عدل په نړیواله محکمه کې نن اسرائیل د ټول وژنې پر جرم محاکمه کېږي، که دا جرم او کړنې له دې هم لوړې او بل ډول نومول کېدلای، نو موږ به اسرائیلو اشغالگرو ته کارولې وای.

په تېرو څه کم څلورو میاشتو کې موږ ۲۶زره شهیدان لرو، چې له ۱۰زرو زیات يې ماشومان دي، پر دې سربېره ۷زره لا هم تر خاورو لاندې ورک دي، ۶۰٪ ودانۍ بشپړې ویجاړې شوې دي او له دې هم ځوروونکې يې دا ده، چې په غزه کې خلک له وژونکې لوږې سره لاس او گریوان دي. د ژوندانه ټولې اسانتیاوې له منځه تللې دي، روغتیايي مرکزونه او روغتونونه ويجاړ شوي دي، جوماتونه وران شوي دي، ښوونیز او تحصیلي بنسټونه ښوونځي او پوهنتونونه له منځه تللي دي.

پوښتنه: د دې تاریخي پېښې او ناورین په برخه کې رسنۍ او مطبوعات څنگه ارزوئ؟

ځواب: د اسرائیلو د شرموونکي روایت په څرگندولو کې مطبوعاتو او خواله رسنیو اساسي رول درلود، سره له دې چې په غرب کې د اسرائیلو په مرسته ځینو رسنیو رښتونی فعالیت تر سره نه کړ، خو ځینو خپلواکو ژورنالستانو او  رسنیو په ځانگړې توگه ځوانو فعالانو د غزې د خلکو د ډله ییزو وژنو پر فلسطیني ولس د اسرائیلو له وحشت او ظلمه پرده پورته کړه او نړۍ ته یې د هغوی حقیقت بربنډ کړ. همدې رسنیو او رسنیزو حقائقو د اسرائیلي اشغال او وحشت په اړه زموږ لیدلوری او خبرې ډاډمنې کړلې، چې دا په نړۍ کې بې مثاله وحشي اشغال دی. همدا راز خپلواکو رسنیو او ژورنالستانو د غربي نړۍ هغه ادعاوې هم وننگولې، چې د دې جگړې له پیله یې هڅه کوله دا د ډله ییزې وژنې له انځوره واړوي او د اسرائیلو د جگړه ییز روایت او د وژنو د توجیه په برخه کې مرسته وکړي.

پوښتنه: د اقصی طوفان له عملیاتو وړاندې په تاسې د اسرائیلو د ړندو بمباریو، وحشتونو او ظلمونو بدې ورځې او شېبې تېرې شوې دي، ولې مو هغه مهال داسې عملیات نه پیلول، یعنې د اکتوبر ۷مې ته ولې تم واست؟

ځواب: مقاومت یوه ورځ هم د اشغال په وړاندې له جگړې او مقابلې نه دی ولاړ، موږ په ۲۰۲۱ کې د قدس د بې حرمتۍ له  امله لویه جگړه وکړه او همدا راز مقاومت په وروستیو دوو کلونو کې د اسرائیلو د پرله پسې جرائمو په وړاندې هم مهمې جگړې وکړې.

کله نا کله ځینې جگړې او نظامي عملیات له پیله مخکې فرصتونو او وخت ته اړتیا لري، د بېلگې په توگه د جنگیالیو ښه چمتووالی او اعداد، د مناسبو پلانونو غوره کول، هغو فرصتونو او وختونو ته انتظار، چې موخو ته رسېدنه په کې ډاډمنه وي، چې همدا ټول د اقصی طوفان په عملیاتو کې موږ څارلي وو. د اکتوبر د ۷مې عملیاتو همدا پایلې درلودې، چې غوره چمتووالی تر سره شوی و، مناسب فرصت مو پیدا کړ او د منظم پلان او برنامې پر بنسټ مخ ته ولاړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button