
اقتصاد
د حضرت سلطان پل د ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
.د سمنګان – مزارشریف پر لویه لار د حضرت سلطان پل د ترمیم او قیر ریزي کار د دغه ولایت د ټولګټو ریاست له لوري بشپړ او د یاد ولایت د والي او یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه پل، د سمنګان – مزارشریف پرلویه لار موقعیت لري، چې له ترمیمېدو سره به یې پردغه لویه لار د خلکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي