سیاست او دولت

د حشراتو ښکارکوونکي نباتات څومره مهم دي؟

65 / 100

الله (ج) د ځمکې پر مخ ډول ډول مخلوقات پيدا کړي،چې د انساني ژوند لپاره نېغ په نېغه او يا هم په غير مستقيم ډول بشري ټولنې ته چوپړ وړاندې کوي،چې له دې ډلې يو هم ونې او بوټي دي،چې چاپېريال زرغون ساتي، د هوا پاکولو د طبعي فلتر دنده ترسره کوي،د سيلابونو او نورو ناوړه پېښو مخه نيسي او دې ژويو لپاره د ژوند موکه برابروي.

حشره خوړوونکي نباتات هغه موضوع ده،چې په اوسني وخت کې ډېر اهميت لرونکې ده،ځکه د نړۍ نفوس مخ پر زياتېدو دی،د خوړو اړتيا تر پخوا څو چنده زياته ده،زياته پاملرنه پر ځمکه کېږي،ترڅو زيات حاصل ترې واخلي ،مخکې تر دې چې توليد ترلاسه کړو،د حاصلاتو د له منځه تلو لپاره ډول ډول خنډونه شته چې يو يې هم حشرات دي .

له حشراتو څخه د کرنيزو توکو د ژغورنې لپاره مختلفې بيولوژيکي، فزيکي او کيمياوي حللارې شتون لري،خو موږ يې له چاپېريال سره د جوړې حللارې چې د حشره خوړونکو  نباتاتو کرنه او پراختيا ده بحث کوو، حشره وژونکي نباتات هغه نباتات دي،چې د حشراتو د نيولو، وژلو ،جذب او د خپلې ودې لپاره ترې کار اخيستلو وړتيا لري او ياد بوټي د نړۍ په هره برخه کې پرته له سويلي قطب څخه شتون لري.

حشره وژونکي او حشره شړونکي نباتات مختلفې بڼې،کچې او رنګونه لري،چې شمېر يې سلګونو ته رسېږي،اړينه دا ده چې پر هغه انواعو غور وکړو چې موږ  دې خاورې او اقليم سره جوړ راشي، له نېکه مرغه چې يو شمېر يې زموږ  په هېواد کې هم لکه وينلئ،اوږه ،نيم ونې او نور دي .

په داسې حال کې زموږ د هېواد يو شمېر زياتې برخې هر کال د حشراتو ښکار کېږي،نو په کار ده چې پر اوږد مهاله حللاره باندې غور وشي يو يې هم په بڼونو، کښتونو او دښتو کې د حشراتو د طبعي دښمن يا نباتاتو کرل دي تر څو د طبعي مانع له امله د کرنې حمله کوونکي حشرات له منځه يووړل شي.

مضر حشرات نه يوازې زموږ پرکښتونو يرغل کوي او حاصلات له منځه وړي بلکې زموږ د خوړو د ککړېدو، چيچلو او د پوستکي، نورو ناروغيو لکه ملاريا  لشمانيا او دې ورته د زياتو رنځونو منځ ته راتللو لامل کېږي،لنډه داچې د نړۍ په کچه په ميليونو وګړي ناروغه کوي او وژني نو په کار ده چې ياد بوټي د زينتي بوټو په ډله کې په ګلدانونو ،کورونو او کوڅو کې له يوې مخې ښکلا لري او له بله اړخه د حشره وژونکي دنده مخته وړي .

په پای کې حشره وژونکي بوټي د شنه پوښښ تر عنوان لاندې په ټولو پروژو کې ښکاره برخه شي، د باغونو په هغو سيمو کې چې د حشراتو منفي اغېزې په کې زياتې دي،لږ تر لږه پينځه سلنه په کې حشره وژونکې ونې  وکرل شي، د دې ترڅنګ په ټولو انکشافي پروژو کې دا برخه په نظر کې ونيول شي،په طبعيت کې هغه بوټي پرې نه کړو او  و يې ژغورو کوم چې د حشراتو ښکار کوي.

حبيب الرحمن رحيمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button