سرلیکنې

د جهادي ارزښتونو ساتنه کې غفلت؛ لوی خیانت دی!

له دې حقیقته هيڅوک انکار نه شي کولی، چې افغانانو د خپل هېواد په ساتنه او دفاع کې خورا زیاتې قربانۍ ورکړې او له هر یرغلګر سره یې په ډېره مېړانه مقابله کړې ده. که ډېر وړاندې نه، بلکې همدا تېره څه باندې یوه نیمه پېړۍ را یاده کړو، نو وینو چې انګریزانو درې ځله زموږ پر هېواد له خپل ټول زور او ځواک سره حمله کړې، خو هر ځل بې درکه ډېر زیانونه ورته رسېدلي او په شرمونو شرمېدلي دي.

له دې حقیقته هيڅوک انکار نه شي کولی، چې افغانانو د خپل هېواد په ساتنه او دفاع کې خورا زیاتې قربانۍ ورکړې او له هر یرغلګر سره یې په ډېره مېړانه مقابله کړې ده. که ډېر وړاندې نه، بلکې همدا تېره څه باندې یوه نیمه پېړۍ را یاده کړو، نو وینو چې انګریزانو درې ځله زموږ پر هېواد له خپل ټول زور او ځواک سره حمله کړې، خو هر ځل بې درکه ډېر زیانونه ورته رسېدلي او په شرمونو شرمېدلي دي. بیا شپېته کاله لا نه وو پوره، چې شوروي اتحاد یرغل وکړ، دا نو هغه سور وحشي پوځ و، چې آن ډېره لیرې امریکا یې هم له ډاره لړزېدله، خو کله چې د شوروي او وارسا تړون ټول زور دلته اوبه شو او لویدیځوالو میدان خالي ولید، نو تر دوی فقط دیارلس کاله وروسته امریکا د ناټو په ګډون له (۴۸) اشرباڼو لښکرو سره پر موږ برید وکړ او شل کاله یې زموږ په هېواد کې خپلې هر ډول وسلې او رنګ په رنګ شیطاني پلانونه وکارول، خو بالاخره دوی هم تر ډېرو ځاني او مالي زیانونو ګاللو وروسته وتښتېدل او خپل یو شمېر کورني مزدوران یې هم ځان سره بوتلل. ښکاره ده چې په دومره مختصره زمانه کې په دې کچه پرېمانه او سترې جګړې او ډول، ډول پېښې حتماً ځان سره زښته ډېرې کیسې، خاطرې او نښانې هم لري. خو باید متوجه اوسو چې د زمانې د چټګ اوښتون، پېچلتيا او مغرضو لاسوهنو له امله نوموړي یاداښتونه له دوو خورا جدي ګواښونو سره هم مخ دي: ورکه او تحریف. په دې معنا چې دا دی زموږ د سترګو پر وړاندې زموږ د دې مهم پېر ژوندۍ نښانې له منځه ځي. د بېلګې په توګه د شوروي او صلیبي یرغلونو په جنګي او سیاسي ډګرونو کې موجود اشخاص یو، یو زموږ له ژونده فنا کېږي، د جګړو چې څه آثار پاتې وو، د خلکو په تصرفاتو سره کرار، کرار له منځه ځي او بل لور ته ځینې مخالف جهتونه لګیا دي هماغه د لمر په شان څرګند واقعیتونه تحریفوي او بیا همدغه درواغجن او تحریف شوی بیان د نوي تخنیک پر مټ ثبتوي او زموږ نوی نسل پرې دوکه کوي. لکه همدا اوس چې زموږ کشر نسل ته څو بې ماهیته پردیپالې څېرې د اتلانو په حیث ورمعرفي شوې دي.
په هرصورت اوس چې هېواد خپلواک، موږ د یو ملي حاکمیت څښتنان او تر څنګ یې دومره وسایل او توان هم لرو، چې د خپلو جهادي آثارو او یاداښتونو په ساتنه کې يې وکاروو، نو دا مو پر غاړه یوه مهمه ایماني او ملي وظیفه ده چې ژر تر ژره او په اجتماعي توګه دغه چاره پر مخ یوسو او یوه ذره غفلت هم پکې ونه کړو.

د دې موخې تر لاسه کولو لپاره ضروري ده چې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د هر ولایت او ولسوالۍ مسؤلین هم لاس په کار او خپلو اړوندو سیمو کې د مهمو تاریخي نښانو د ساتنې لپاره ګړندي ګامونه واخلي، کنه له خپلو راتلونکو نسلونو سره به مو ښکاره خیانت کړی وي او بیا به هغوی د خپل رښتیني تاریخ پر ځای، تحریف شوې او له ځانه جوړې شوې کیسې لولي او دښمن به یې پر خپله ناوړه مفکوره راته تربیه کوي.
متأسفانه؛ تر اوسه د جهادي ارزښتونو د ساتنې او خپل رښتیني تاریخ د خوندي کولو لپاره هیڅ کار ونه شو.
خو دا موضوع، ډېره اهمه موضوع ده، نور یوه زره غفلت هم نه دی پکار، باید د کلونو کار په میاشتو او د میاشتو کار په ورځو کې تر سره کړو او حکومت او رعیت په ګډه دغه مهم مسؤلیت اداء کړو.
ومن الله التوفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button