سیاست او دولت

د جنوبي افریقا وکیلان: اسرائیل په غزه کې نسل وژنه کوي

دوی له یادې محکمې غوښتي چې په غزه کې د پوځي عملیاتو د درولو امر وکړي.د جنوبي  افریقا سترې محکمې وکیل کایتوبي د عدالت نړیوالې محکمې ته  ویلي، چې په غزه کې د نسل وژنې په اړه د اسرائیلو نیت روښانه ده دا امر پوځيانو ته د دولت د لوړ پوړو چارواکو له لوري ورکول کېږي.د جنوبي افریقا یوې بلې وکیلې عادلې هاشم ویلي چې هره ورځ د فلسطینیانو  سر، مال او ناموس ته زیان رسیږي او د دې محکمې له امر پرته به دا ستونزه حل نه شي.که څه هم اسرائیل به نن د دغو څرګندونو په اړه ځواب ووايي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي چې په غزه کې د دوی جګړه د حماس ډلې له لوري د اکتوبر په اوومه پر دوی د شویو بریدونو ځواب دی.د یادونې ده، چې په غزه کې د جګړې له کبله وژل شویو خلکو شمېر له ۲۳ زرو اوښتی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button