
د جمهوریت بې کېفیته پروژه د نړېدو له ګواښ سره مخ ده
د کونړ نرنګ ولسوالۍ اړوند د کوټکي په سیمه کې پر سیند تړل شوی پُل د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.
د سیمې اوسېدونکي یې د بې کېفیته کار مسوولین د جمهوریت د وخت چارواکي، ټېکداران او قومي مشران یادوي او وایي، چې د دغه پُل په جوړېدو کې هر شخص خپل جیب ته کار کاوه او یادې پروژې ته یې هېڅ اهمیت نه ورکاو، همدغه وجه ده چې دغه پُل به د ړنګ شویو پلونو په سرنوشت اخته او ژر به ونړېږي.
خلک د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوي، چې د دغه او ورته پروژو مسوولی او هغه خاینین دې د حساب میز ته راکش کړي، چې دغه پروژو کې پوره ونډه ورکړل شوې وه او اوس هم خلاصې تڼۍ ګرځي.
د سیمې اوسېدونکي الهام همدرد وویل، د پشد پُل او د زېړي بابا په سیمه کې بل پُل هم یو ټېکدار جوړ کړي و چې د زېړي بابا هغه څو کاله مخکې ونړېد او دا هم په ورته برخلیک اخته کېدونکی دی.
همدرد وایي:”د پشد پُل هم د زېړي بابا د پُل په برخلیک اخته شو او ملا یې ماته شوه.د جمهوریت د دورې غلو زمونږ ولسونو ته نه جبرانېدونکی زیان واړولو او خپلې خېټې او جیبونه یې په پرېمانه پیسو ډک کړل. د اسلامي امارت حکومت باید د دغه پروژو مسوولین را پیدا کړي او حساب دې ترې وغواړي؛ ځکه دا عام المنفعه ځایونه دي، چې ولس ترې ګټه پورته کوله او دومره ژر ونړېدل، د دغه پُل په نړېدو به موږ ولسونو ته زیاتې ستونزې پیدا شي، هېله لرو چې دغه پُل باید حکومت په وخت ورغوي ترڅو د سیند خوراک نه شي.”
دُغه پُل چې اووه پایې لري په منځنۍ پایه کې پر ملا رامات شوی، پرې تېرېدونکي خلک وایي، چې اوس په په ویره باندې په یاد پُل تګ راتګ کوي او که وغورځېده ولس ته به ډېرې ستونزې پیدا کړي، چې جبران به یې ډېر سخت وي.
شاکر الله د پشد اوسېدونکی وایي:”مخکې به موږ په جاله کې د کوټکي سیمې ته را پورې وتلو، سودا به مو وړله، ناروغ به مو روغتون ته رسوه اوس چې دا پُل تړل شوی و موږ ته یې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې وې، په موټر کې به پرې اوښتو، مرکز ته به پرې تلو، جلال اباد ته به تللو که خدای مکړه دا پُل وغورځېږي، موږ ته به ډېر مشکلات پیدا شي، کوم مشکل درته یاد کړم. له اوسني حکومت نه مو هېله ده، چې د سیند په کمېدو سره باید دې پُل جوړولو ته ځانګړې توجو وکړي ترڅو د ولس ستونزه حل شي او که توجو ورته ونه شوه بیا به په جالو کې اوړو را اوړو چې لویه بدبختي به وي.”
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي هم د یاد پُل پر ملا د ماتېدو انځورونه خپروي او له اوسني حکومت غوښتنه کوي، چې د دغه پروژو له مشرانو سره دې حساب او کتاب وشي، چې ولې یې بې کېفیته پروژې پلې کولې، چې نن ترې ولسونه سر ټکوي.
عبدالقهار نادرزی لیکي:” دا یو پُل نه بلکي د ګڼ شمېر غریبو کورنیو د نفقې پیدا کولو یو مسیر دی. د ورځې لسګونه زرنج او سوزکي موټرو پرې تګ کوو. چې د پشد کلي او نرنګ ولسوالۍ اوسیدونکو د ورځنیو چارو کې لویه اسانتیاوه. د کونړ سیند اوبو ډېرېدو له امله په ملا مات شوی دی، په اړوندو مسوولينو باندې غږ کوو تر څو د بیارغیدو په لټه کې یې شي.”
د کونړ ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي د نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو ترمنځ د پشد په سیمه کې د سیند پرسر د تړل شوي پل منځنۍ پایه د اوبو د ډېر والي له امله زیانمنه شوی چې د موټرو د تګ راتګ پرمخ وتړل شو.
د دغه ریاست د مسوولینو په خبره یاد پل د تېر جمهوري نظام پرمهال جوړ شوی و چې د ټیټ کیفیت له امله یې د رغونې چارې ترسره شوې وي، اوس د اوبو د ډیر والي پرمهال یې منځنۍ ستنې تخریب شوې دي.
د ټولګټو چارو ریاست د سروې، براورد او ډېزاین مدیر انجینر منیب الله ګلاب زوی وویل:” د پشد پل چې د تېر نظام پرمهال یې د امریکایي ځواکونو له لورې د جوړېدو چارې په ټیټ کیفیت ترسره شوي د سیند اوبو د ډېر والي له امله یې ځینې پایي تخریب شوي او پُل په ملا کړوپ شوی دی چې د موټرو د تګ او راتګ پرمخ وتړل شو.”
نوموړی وایي د ولایت مقام او د فواید عامې وزارت سره یې د یاد پُل د خرابیدو ستونزه شریکه کړې او که پروخت یې غم ونه خوړل شي ویره شته، چې د اوبو د لا زیاتوالي له امله نور هم ویجاړ شي.
هغه وایي پر پشد پل دا مهال د نرنګ او سرکاڼو ولسوالۍ شاوخوا ۳۰ زره کورنۍ تګ راتګ کوي، چې د تړل کېدو له امله به یې ځایي خلک له ستونزې سره مخ شي.
تردې پله وړاندې د مرورې، شلتن او زېړي بابا پُل هم تخریب شوی و؛ خو اوس ترې د مرورې او شلتن پلونه بیاځلې ترمیم شوي دا او زېړي بابا پل لاهم هماغسې خراب دی.
پامیر وطنوال