سرلیکنې

د جدې شپږمه او درسونه

د جدې شپږمه په تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو کې د افغان ملت د هر با احساسه او پر هيواد او دين مين وګړي لپاره بدمرغه او له غم او ځوره ډکه ورځ ده.

د جدې شپږمه په تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو کې د افغان ملت د هر با احساسه او پر هيواد او دين مين وګړي لپاره بدمرغه او له غم او ځوره ډکه ورځ ده.

څلور لسيزې وړاندې په همدې ورځ شوروي اتحاد د ټولو نړيوالو نورمونو او اصولو خلاف په ډېر زور او شور سره پر افغانستان يرغل وکړ او له موږ څخه يې د آزادۍ ستر نعمت او ارزښت يرغمل کړ.

رښتيا هم دغه ورځ د همدومره کرکې او نفرت وړ ده، دغه ورځ د افغان ملت د تاريخ توره برخه ده او هرکال يې موږ بايد په پراخه کچه وغندو.

خو موږ بايد يوازې د دغې ورځې په غندلو او خپګان باندې بسنه ونه کړو، بلکې د آزادۍ لپاره د هغو سلګونه زره شهيدانو او د دې سپېڅلې لارې د اتلانو شاهکار ونه او مېړانې هم هېرې نه کړو، چې موږ  يې د قربانيو او سرښندنو په برکت آزاد هيواد لرو.

د سرو لښکرو له ماتې او واک ته د پخوانيو مجاهدينو له رسېدو وروسته د کورنيو جګړو، ويجاړيو او  بدمرغيو اوږد داستان مو هم بايد په ياد وي، چې د ځينو ناسمو کړنو، دريځونو او يو شمېر بدرنګه څېرو له امله نه يوازې د مجاهدينو او شهيدانو ارمانونه پوره نشول، بلکې د مبارزې رښتينی انځور هم ورسره پيکه او تت شو.

اوس چې افغانستان تازه د نړۍ له يو بل ښکېلاک څخه د بې شمېره قربانيو په بدل کې آزادي اخيستې، بايد په ټول توان هڅه وشي، چې دا ځل د افغانستان خپلواکي تلپاتې شي، اسلامي نظام پايښت ومومي او افغانستان د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره په سياسي، اقتصادي، تعليمي، روغتيايي او نظامي برخو کې سيال شي.

او دا هغه مهال شونې ده، چې افغان ملت او دولت په ګډه د دغو سترو اهدافو لپاره لاس په کار شي، دولت د ملت د روا غوښتنو په نظر کې نيولو سره چټک ګامونه پورته کړي او ملت يې په هر ډګر کې په رښتيني ډول ملاتړ وکړي.

د هيواد هرې سيمې ته د پوهې او دانش لمنه پراخه شي، نصابونو کې په پراخه کچه دين، هيواد، آزادۍ او ارزښتونو سره د مينې او محبت مواد ځای پر ځای شي او نوي نسل ته د خپلواکۍ او آزادۍ ارزښت ور وپېژندل شي.

موږ بايد د ګران هيواد افغانستان د آزاد ساتلو لپاره بنسټيز کارونه وکړو، اقتصادي او نظامي برخو کې پر ځان بسياينې ته کار وکړو، له تېر څخه درس واخلو، راتلونکو نسلونو ته د خپلو اتلانو تاريخ ثبت کړو او بيا چاته اجازه ورنه کړو، چې افغانستان ته په بده سترګه وګوري.

نړيوال قدرتونه هم بايد بيا خپلې تېروتنې تکرار نه کړي، هغوی بايد افغانستان کې درې ځله د انګريزانو، سرو لښکرو او ناټو له ماتې سبق واخلي او نور له دې نه تسليمېدونکي ملت سره له ډغرو وهلو ډډه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button