اعلاميې

د جدې د شپږمې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه ۴۴  کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د جدي په ۶ مه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ.

بسم الله الرحمن الرحیم

له نن څخه ۴۴  کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د جدي په ۶ مه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ.

افغان مسلمان او  مستقل ملت د هيڅ یرغلګر اشغال او تجاوز نشي زغملی نو ځکه یې د شوروي یرغلګر په وړاندې ستر او سرتاسري جهاد پیل کړ چې د لسو کلونو په جریان کې يې د وخت شوروي اتحاد ته د الله تعالی په نصرت او مجاهد ملت په قرباني ماته ورکړه او د هغوی ټول اشغالګر ځواکونه يې وشړل.

اسلامي امارت د خپل ملت په استازولۍ د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندي او د هغو  په وړاندې د افغان میړني ولس جهاد او مبارزه ستايي.

افغانستان د هيڅ بل هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او بل چا ته هم اجازه نه ورکوي چې زموږ  حقه حقوق ترپښو لاندې کړي او په داخلي چاروکې مو لاس وهنه وکړي، افغانان  د یوه اسلامي ملت په توګه غواړي له نړیوالو سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او قوي اړیکې ولري، چې په هغو کې چاته هم د ضرر احتمال نه وي.

د افغانستان اسلامي امارت له ټولو لرې او نیږدې هیوادونو او جهتونو څخه غواړي چې د اسلامي اصولو سره سم د ښو او پياوړو اړیکو په جوړولو او تأمینولو کې خپل مکلفیت ادا کړي ترڅو په سیمه او نړۍ کې د امن او سوکالۍ په لور ګامونه واخیستل شي او له پخوانيو جنګ جګړو  راپاتې ناخوالې، ویجاړۍ او بې باورۍ له منځه لاړې شي.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴/۶/۱۴۴۵هـ ق

۶/۱۰/۱۴۰۲هـ ش ــ 2021/12/27م

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button