مقالې او تبصرې

د جدي سپېره ماښام!

  زموږ هېواد تل ناپېيلی پاتې شوی. د نورو هېوادونو غوندې يې د چا پر حريم يرغل نه دی کړی؛ ځکه زموږ هېواد او ولس يرغلګر نه دی. که سلطان محمود غزنوي او شهاب الدين غوري هندوستان ته له خپلو مجاهدينو سره تللی، نو د مظلومانو د خلاصون لپاره ورغلي. همدارنګه حضرت احمدشاه بابا رحمه الله، چې د هندوستان غرونه رغونه ګز و ګام کول، نو هغه هم د حضرت شاه ولي الله رحمه الله د غوښتنې په اساس و.

  زموږ هېواد تل ناپېيلی پاتې شوی. د نورو هېوادونو غوندې يې د چا پر حريم يرغل نه دی کړی؛ ځکه زموږ هېواد او ولس يرغلګر نه دی. که سلطان محمود غزنوي او شهاب الدين غوري هندوستان ته له خپلو مجاهدينو سره تللی، نو د مظلومانو د خلاصون لپاره ورغلي. همدارنګه حضرت احمدشاه بابا رحمه الله، چې د هندوستان غرونه رغونه ګز و ګام کول، نو هغه هم د حضرت شاه ولي الله رحمه الله د غوښتنې په اساس و.   ولې ټولو يرغلګرو د خپلو قلمرونو د پراخولو او هلته د خپلو منګولو خښولو لپاره يرغلونه کړي دي. اېراني داريوش هم د خپل قلمرو له پاره زموږ پر هېواد حملې کړي دي. لوي سکندر هم همداشان پلان درلود؛ خو غيورو افغانانو ماتې ورکړه. د ګوبي دښتې وحشي (خان) چنګيز خان مغول، د محمد خوارزمشاه له خوا راوپارول شو، چې وحشي مغولو د هغه (محمد خوارزمشاه) واکمني ړنګه کړه او بيا يې زموږ په هېواد کې هم خونړۍ ټولوژنې وکړې او له نېکه مرغه د چنګيز خان لمسی هم د افغانانو په لاس خميره شو.

   ګوډ تېمور هم د خپل قلمرو د پراخولو لپاره زموږ پر ټاټوبي يرغل وکړ. نوموړي به ويل: دنيا دومره پراخه نه ده چې ډېر پاچاهان يې کنټرول کړي، بس يو څو واکمنان ورته په کار دي. اما له ښه بخته ګوډ تېمور هم د افغانانو له لوري پر پښه ټپي شو. د (ګوډ او لنګ) لقب يې زموږ د هېوادوالو له خوا په برخه شو. کله چې افغانان د ګوډ تېمور له تاړاکه خلاص شول، نو په هرات کې د هغه د ځوځات له لوري د حکومت اساس کېښودل شو، ولې کله چې واک د سلطان حسين بايقراء زامنو ته ورسېده، نو د شيباني خان په نوم يوه اُزبيک پر افغانستان يرغل وکړ. د بايقراء زامن اېراني صفويانو ته ور وتښتېدل، نو صفوي پاچاه د بايقراء زامنو ته د واک ګټلو په پلمه زموږ پر ټاټوبي يرغل وکړ، له شيبانيانو څخه يې ونيو او پر واک يې چُوک شو. صفويانو خپل نائب السلطه ګان ورته رااستول چې په هغو کې يو ګرګين و، نوموړی په اصل عيسوي او خورا خونخوار انسان و، چې زموږ له هېوادوالو سره يې سخت ظلمونه کول.

   هو! د ميرويس نيکه د هلو ځلو او منډو ترړو په نتيجه کې ګرګين او ګرګينيان ووژل شول او ګران هېواد د خپلو بچيانو په لاس اداره کېدل پېل شول. د نيکه له وفاته وروسته د هغه زوي سلطان محمود هوتکي آن د اېران پلازمېنه ونيوله او صفوي پاچا شاه حسين ورته تسليم شو. افسوس چې هوتکي واکمنۍ په اېران کې ډېر دوام و نه کړ او د نادرافشار په لاس له پښو وغورځېده او افغانان بېرته خپل وطن ته راستانه شول!!

   نادر افشار پر افغانستان يرغلونه پېل کړل ‎، د سلطان محمود هوتکي د ورور شاه حسين هوتکي حکومت يې له منځه يووړ؛ خو د ده (نادر) حکومت هم تر ډېره دوام و نه کړ او د اېرانيانو له خوا چپه شو. حضرت احمدشاه بابا او نور افغانان کندهار ته راغلل او له څو ورځو جرګو وروسته د مشرانو له خوا بابا د خپل ټاټوبي واکمن شو.

   احمدشاه بابا د خپلو غيورو هېوادوالو په مرسته او همکارۍ يوه لويه ولسواکي جوړه کړه. د افغانستان بريدونه يې پخوانيو اصلي حدودو ته ورسول. د حضرت شاه ولي الله رحمه الله په غوښتنه تر ډيلي پورې لاړ او د هندوستان د ظالمانو (مرهټيانو) له شره يې مسلمانان او نور بېچاره هنديان وژغورل. د ابدالي بابا له وفاته وروسته د ده زوي تېمورشاه بابا واکمن شو. هغه د خپل پلار قلمرو وساته، ولې له مړينې وروسته يې چې زوي (شاه زمان خان) واکمن شو، په فرانسه کې ناپيليون راپورته شو او په هندوستان کې انګليسان هم ځواکمن شول. ناپيليون د هندوستان د نيولو اراده درلوده، نو انګليسانو هم د هغه د مخنيوي په پلمه زموږ پر ټاټوبي يرغل وکړ او د هغه (ناپيليون) د ګواښ له منتفي کېدو وروسته هم انګليسانو پلمې ولټولې او دوه ځله يې پر افغانستان يرغلونه وکړل،خو له نېکه مرغه افغانانو په هر وار يرغل سره ماتې ورکړه.

   په درېيم ځل چې انګليسان مات شول، په هېواد کې يو خپلواک دولت جوړ شو. هېوادوالو د ارامۍ سا  واخيسته.،خو انګليسان او شورويان تل په کمين کې ناست وو او دا انتظار يې کاوه چې زموږ پر وطن باندې يرغل وکړي.

   هو! په افغانستان کې ځينې اشخاص د ختيځ او لويديځ له افکارو متاثر شول، له پاچاه محمدظاهرشاه څخه يې وغوښتل چې په افغانستان کې مشروطه شاهي اعلان کړي، مطبوعات آزاد او سياسي ګوندونه تشکيل شي، نو پاچاه هم د هغوی د هوس ښکار شو. د مطبوعاتو آزادي ومنل شوه،  له پاچاه پرته نوره شاهي کورنۍ له حکومته لرې کړای شوه، خو د سياسي احزابو د تشکيل قانون پاچاه نه و توشيح کړی؛ اما سياسي ګوندونه جوړ او سياسي فعاليتونه پېل شول.

   په سياسي احزابو کې ټول چپي احزاب وو، چې د شوروي اتحاد د کمونيست ګوند او د چين د کمونيست حزب له دهري او اشتراکي افکارو څخه يې الهام اخيست او يو شمېر ګوندونو د لويديځو هېوادونو پر ناوليو سياستونو اېمان راوړي و. په ټولو احزابو کې غښتلی او پياوړی حزب  [د افغانستان د خلق دېموکراتيک ګوند] و، چې نورمحمد تره کی يې رهبر، ببرک کارمل، حفيظ الله امين، سليمان لايق، اناهيتا راتب زاد، بارق شفيعي، دستګير پنجشېری او … يې مخکښان وو. ياد ګوند د مارکس، لېنن او سټالين پر دهري افکارو ولاړ و. يو مهال پر خلق او پرچم ووېشل شو، چې بېرته د شوروي اتحاد داستخباراتو ادارې (K.G.B) له لوري سره متحد شول.

[ د افغانستان د خلق دېموکراتيک ګوند] خپل ګوند ته جلب او جذب شروع کړ او د (کور، کالي، ډوډۍ) نغاره يې وډنګوله. په ملکي او نظامي ادارو کې يې د غولوونکي شعار په اساس ډېر وګړي بې لارې کړل. همداشان يې په ولسي خلکو کې ډېر ملاتړي پېدا کړل. لنډه دا چې د ۱۳۵۷ لمريز کال د ثور په اوومه يې کودتا وکړه او د سردار محمد داود خان جمهوري نظام يې نسکور او [د خلق دېموکراتيک ګوند ]په نوم يې واکمني اعلان کړه، تره کی يې د واک پر ګدۍ کېناوه. هغه زنديق نوي نوي فرمانونه جاري کړل. افغان مسلمان ولس چې هغه کمونيستي افکار او عقائد وليدل، نو د مسلمانو علماؤ په فتوي يې جهاد پېل کړ. کمونيستانو مجاهدينو ته اشرار وېل،خو د جهاد سنګرونه ورځ تر بلې ګرمېدل. د کابل کمونيست رژيم او شوروي اتحاد خوسا تبليغات کول،  چې مجاهدين د امپرياليزم ګوډاګيان دي. شورويانو بهانه او پلمه جوړوله، څو افغانستان ته خپل قطبي يېږان راولي، نو تره کی يې د امين په لاس چپه کړ او امين د شورويانو په واسطه ووژل شو. شورويانو ويل: د افغانستان د پياوړي اردو پر ضد امريکا، پاکستان او عربان جنګېږي ،نو موږ د هغه اردو مرستې ته وردانګو.

   هو! د مرغومي (جدې) هغه تور ماښام راورسېده. د (K.G.B) جاسوسانو امين وواژه. کارمل يې د تاشکند له راديو څخه د افغانستان غږ راديو په څپو راوغږاوه، نوموړي د شورويانو يرغل وستايه، ښه راغلاست يې ورته ووايه او بيا د هغوی پر ټانکونو سپور کابل ته راغی.

   د ۱۳۵۸ ل کابل د مرغومې په شپږمه يو لک او څلوېښت زره شوروي عسکر افغانستان ته راغلل او بيا په غرونو، رغونو، کليو او ښارونو کې خپاره شول. په وژلو، تړلو، وهلو او تري تم کولو يې شروع وکړه. د هېواد ټولې بنديخانې يې له بنديانو ډکې کړې. او هره ورځ به يې ژوندي انسانان تر خاورو لاندې کول او هره ورځ يې په سلګونو هېوادوال په هوايي بمباريو، اوراګان او سکاټ توغنديو شهيدانول او ټپيانول؛ خو د مجاهدينو د جهاد په ليکو کې کوم شاتګ، بې زړه توب او تېښته نه راتله. ورځ تر بلې د جهاد سنګرونه لا ګرمېدل (الحمدلله). د شوروي يرغلګرو عسکرو تلفات مخ په زياتېدو وو. هره ورځ يې تابوتونه کريملين ته ور روان وو، نو د شورويانو وروستي ديکتاتور ميخائيل ګورباچوف د خپلو عسکرو د وېستلو او ځان ته د اوړو پزې د جوړولو په موخه د جينوا تړون د امريکا، شوروي، کابل او اسلام اباد ترمنځ لاسليک کړ. (خو متأسفانه د مجاهدينو استازي په ياد تړون کې نه وو) د اتحاد شوروي يرغلګر عسکر د  ۱۳۶۷ ل کال د سلواغې په شپږ ويشتمه نېټه له افغانستانه ووتل او د جدي تور ماښام په روڼ سهار باندې بدل شو. د شورويانو هغه شعار يې ورغلط کړ، چې ويل يې: (تاريخ نه تکراريږي) خو افغانانو هم تاريخ او هم جغرافيه ورتغير کړه. شورويان وتښتېدل او شوروي اتحاد په ۱۵ هېوادونو ووېشل شو.

   هو! د جدې له تور ماښامه(۹) کاله وروسته په روڼ سهار تبديل شو.،خو تر څه باندې دريو کلونو پورې د کمونيستانو رژيم د شورويانو په ملاتړ پاتې شو او کله چې د کابل کمونيست رژيم د غيورو مجاهدينو په لاس نسکور شو. مجاهدين کابل ته ننوتل او واک يې تر ګوتو کړ. له بده مرغه چې د واک پر سر سره جوړ نه شول او خپلمنځي جګړې پېل شوې. داسې جګړې چې د افغانستان په تاريخ کې يې ساري نه درلود او هره ورځ د جدې تور کرغېړن تاريخ تکرارېده!

   د ثور اوومه او د جدي شپږمه دواړه هغه سپېرې ورځې دي چې افغانان يې له ۴۵ کلونو راهيسې د منحوسيت له امله پر کړاوونو کړيږي. د جدي سپېره ماښام درې ځله روڼ سباوون شو . يو ځل د (۱۳۷۱ل) کال د ثور په اوومه مجاهدين کابل ته داخل شول، خو داخلي جګړې ونښتې او بل ځل د   ۱۳۷۵د ميزان په شپږمه د اسلامي امارت مجاهدينو کابل ونيو، اسلامي نظام يې پلي کړ، خو (الکفر ملة واحدة) په لاس د بل تور سهار په اساس د (۲۰۰۱/۱۰/۷م) کال له منځه لاړ، چې هغه سپېره سهار ۲۰ کاله دوام وکړ او په ۱۵ د اګست په ۲۰۲۱م بېرته د آزادۍ لمر راوخوت.

تل او همېشه دې وي دافغانستان اسلامي امارت.

ساجدالله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button